ښځې په سويل ختيح ولايت کې له حکومتي دندو څخه بې برخې دي
خوست په سيمه ييز حکومت کې د برابرو فرصتونو د اصل د ډېر زيات ټيټ ريکارډ خاوند دی.
ښځې په سويل ختيح ولايت کې له حکومتي دندو څخه بې برخې دي
خوست په سيمه ييز حکومت کې د برابرو فرصتونو د اصل د ډېر زيات ټيټ ريکارډ خاوند دی.
په افغاانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، احمدشاه ليکنه
هغه مهال چې ٤٠ کلنې خيالو د خوست ولايت د کار او ټولنيزو چارو په رياست کې د کارموندلو يو اعلان وليد، نو ويې انگېرله چې کېدای شي دا به پر ځای نومانده واوسي.
نوموړې د خپلې لېسې بری ليک له ځان سره واخيست او د هغه رياست د روزنې په مرکز کې يې نوموړې څوکۍ ته خپل غوښتنليک وړاندې کړ. د هغې له بده بخته، غوښتنليک يې له څه ويلو پرته هماغه مهال رد شو.
سره له دې چې نوموړې څوکۍ د ښځينه وو لپاره په پام کې نيول شوې وه، خو خيالو وويل، وروسته ورته پته ولگېده چې د خوست يو لوړ پوړي چارواکي پر هغه څوکۍ خپل ورور گومارلی دی.
هغې وويل: «تر دې کچې بد چلن راسره وشو چې اوس د بې زړه توب احساس کوم.»
د نوموړي رياست مشر، کمال الدين ځدراڼ د مرکې کولو لپاره پرله پسې غوښتنې ونه منلې.
د افغانستان سويل ختيځ ته د خوست په پروت ولايت کې ښځې وايي په سيمه ييز حکومت کې د گومارنې په اړه د مثبت تبعيض کارونې بری نه دی تر لاسه کړی. فساد او زړو دودونو پر دندو د ښځو د گومارنې مخه ډب کړې ده چې له امله يې د گوتو په شمېر د ملکې خدماتو کارکوونکي ښځينه دي.
د رسمي شمېرنو له مخې د خوست ولايت په ادارو کې د اتو زرو نارينه گانو په پرتله مازې ٢٤٠ تنه ښځې کار کوي. شپږ تنه مېرمنې د هغه ولايت د ملي اردو په ليکو کې کار کوي.
د خوست د ولايتي شورا غړې، وږمه دعوه کوي که څه هم څوکۍ د ښځو لپاره په پام کې نيول شوې وي، خو دا نارينه گان دي چې ټولې دغه څوکۍ يې ډکې کړي دي.
نوموړې لوړه وکړه، «هر هغه نارينه به له دندې لرې کړې چې د ښځو لپاره په بېلو شوو څوکيو کار کوي او ښځو ته به خپل حقونه وسپاري.»
د افغان د ښځو د شبکې د خوست د څانگې مشرې، زيبا بارکزۍ وويل، په دې محافظه کارې ټولنې کې ښځو ته لږ ارزښت ورکول کيږي. چارواکي پر هغوی سترگې پټوي او د ښځو لپاره بېلې شوې څوکۍ ورته نه ورکوي.
بارکزۍ وويل: «په هره څانگه کې بايد لږ تر لږه له درېو څخه تر شپږو پورې مېرمنې کار وکړي، خو له بده مرغه يوازې په څو دفترونو کې ښځې کار کوي.»
زرمينه د دندې يوه بله غوښتونکې ده، چې د پوهنتون تحصيلي سند په لاس او پنځلس کلنه کاري تجربه لري. هغه احساس کوي چې د جنسيت له امله پاتې شوې ده. نوموړې په دې وروستيو وختونو کې د ښځينه وو د لوړو زده کړو د انستيتوت رياست ته، چې د ليسو فارغو نجونو ته د زده کړې دوه کلن کورسونه پر مخ وړي، غوښتنليک وړاندې کړی و. نوموړی پوست ښځو ته په پام کې نيول شوی و او زرمينه وايي چې هغه ورته بيخي مناسبه او وړ نومانده وه.
د هغې غوښتنليک له سره رد شو او يو نارينه يې پر ځای وگومارل شو.
زرمينې وويل: «د ښځو له حقونو څخه په څرگنده سرغړونه کيږي. له موږ سره، د ښځو په توگه، سم چلن نه کيږي. نارينه د کار په ځای کې د ښځو له موجوديت سره حساسيت لري او هڅه کوي د هغوی د پرمختگ په وړاندې خنډ شي.»
د خوست ولايت د پوهنې مرستيال، مطيع الله فضلي وويل، په يو ځانگړې حالت کې پرېکړه د هغه له لاسه واخيستل شوه اوگومارنه د پوهنې د وزير تر مستقيمې لارښونې لاندې سرته ورسېده.
هغه وويل: «ما ومنله چې د موسسې رئيسه بايد د سم تحصيل لرونکې يوه مېرمن وي، خو له بده مرغه دا گومارنه زموږ له واک بهر وه.» نوموړي يادونه وکړه، د انستيتوت نوی رئيس يوازې د کفالت پر بنسټ وټاکل شو. هغه وويل، کله چې پوست بيا اعلان ته ورکړل شي، نو يوازې ښځو ته به پرانيستی وي.
نورو ښځو د ځورونې خبرې کولې چې د کار په ځای کې يې هغوی بې سيکه کوي.
وږۍ حيدري تېرکال د خوست د ملي پيوستون په پروگرام کې له خپلې دندې گوښه کړای شوه. نوموړې پروژه ځايي ټولنو ته د دې وس ورکوي چې پراختيايي پروژې وچلوي. د هغې پر ځای يو نارينه وگومارل شو.
هغې وويل: «له ما څخه ځينې غوښتنې وشوې چې د يوې ښځې له حيثيت څخه ټېټې وې. ما دې غوښتنو ته تن کېنښود. زما په وړاندې يوه دسيسه جوړه شوه او د دندې پرېښودو ته اړ شوم. اوس زما پر ځای يو نارينه گومارل شوی دی.»
د ادارې مشر، محمد عثمان مهدي وويل، هغه خبر و چې حيدري له دندې گوښه کړای شوې، خو نور جزئيات يې ورنه کړل.
هغه وويل: «زه خبر وم چې دا ښځه سمه کاري تجربه لري، خو يو سړی د هغې پر ځای وگومارل شو. دا پرېکړه د وزارت (د کلو د بيارغاونې او پراخيتا) له خوا شوې وه.»
د وضعې بدلون ډېر غړند دی
محافظه کاران تر اوسه له کوره بهر د ښځو په کار کولو تندي تريو نيسي. سره له دې چې وضع، په تېره بيا په ښاري سيمو کې د بدلېدو په حال کې ده، خو تبعيض لا پر ځای دی.
د خوست ولايت د ښځو د چارو رئيسې، ملالۍ ولي وويل، يو شمېر حکومتي ادارې بيخي له ښځينه کارکوونکو خالي دي. سره له دې چې د هغې رياست له خپل وس سره هڅه کوي ښځو ته په حکومتي سيمه ييزو ادارو کې د کار زمينه برابره شي.
هغې وويل: «په خوست کې نارينه گان نه غواړي ښځې دې اداره وچلوي او يا دې له هغوی سره يوځای کار وکړي. نارينه نه غواړي ښځو ته په ادارو کې د دندې د پرمختگ دروازه پرانستل شي.» هغې زياته کړه، زياتره ښځې په ناحکومتي موسسو کې په لوړ معاش کار ته زړه ښه کوي.
ولي ومنله چې ښځې آن د هغې په خپل رياست کې له استازيتوب بې برخې دي.
د ښځو د چارو د رياست د خپرونو رئيسې، کاملې اکبري وويل، يو مهال يو نارينه د يو مديريت پر څوکۍ، چې ښځو ته بېله شوې وه، وټاکل شو. نوموړي له خپلو ښځينه همکارانو سره ناوړه چال چلن پيل کړ، تر دې کچې چې څو ښځو له خپلو دندو لاس واخيست.
اکبري وويل: «زموږ د اقتصاد مديرې د دې چال چلن په پايله کې استعفا ورکړه. د هغې په څېر نورو مېرمنو هم له خپلو دندو لاس واخيست.»
ولي وويل، هغه د تر پوښتنې لاندې نارينه کارکوونکي ټينگه ملاتړې ده. هغه له چا سره ناوړه چال چلن نه دی کړی.
نوموړې زياته کړه: «که ما دا څوکۍ يوې ښځينه ته ورکړی وای، نو له عهدې څخه به يې وتلې نه وای.»
د خوست ولايت د حقونو يوه فعال، بوستان وليزي وويل، د ښځو د چارو د رياست مشرتابه بايد د جنسيت د تساوي په اړه د اقدام نه کولو مسؤوليت پر خپله غاړه واخلي.
وليزي وويل: «د خوست په ډېرو بې اغېزو رياستونو کې يو هم د ښځو د چارو رياست دی، ځکه هغوی د ښځو د حقونو د پرمحتگ لپاره هيڅ کار هم نه دی کړی.»
سره له دې چې افغان قانون د جنسيت د برابرۍ په اړه پوره څرگند دی، خو حقيقت بيا بل شی دی.
د خوست د طلوع آفتاب د خصوصي پوهنتون سياسي چارو کارپوه يادونه وکړه، د افغانستان اساسي قانون په ٢٢ ماده کې په حکومتي ادارو کې د نارينه گانو او ښځو په گومارنه کې د مساواتو غوښتنه کوي.
هغه وويل: «اساسي قانون ښځو ته د کار کولو حق ورکړی دی.»
د فاروق جان منگل په نامه يو بل فعال وويل، ښځو ته لا تر اوسه د دويم پوړکي هېوادوال په سترگه کتل کيږي. نارينه نه غواړي له ښځينه همکارانو سره يوځای کار وکړي. هغوی دا کار خپل حيثيت ته سپکاوی گڼي.
هغه وويل: «خلک په کلو او ښار کې په هغو نارينه گانو چې ښځينه همکارانې لري خبرې کوي. دلته ډېر سخت کلتوري خنډونه موجود دي. له دې امله نارينه گان د خپلو کورنيو تر فشار لاندې راځي. که له يوه نارينه مدير سره په څانگه کې کومه ښځه هم پر کار گومارل شوي وي، نو د چم او مالت خلک پر هغه او د هغه پر کورنۍ ملنډې وهي. کلتوري حساسيتونه، د دندو لږوالی او فساد د هغو خنډونو په ډلې کې دي چې په حکومتي ادارو کې د ښځو د استخدام مخه نيسي.»
يو شمېر افغانان وايي اسلامي قانون هغو ښځو ته ښه نه وايي چې له کوره بهر کار کوي، خو عالمان بيا دا ناسم تعبير بولي.
د خوست د ديني عالمانو د شورا مشر، مولوي شاه محمد وويل: «د ديني عالمانو له خوا د يوې خپرې شوې فتوا له مخې ښځې يوازې نشي کولای ولسمشره يا قاضي شي. ښځي کولای شي د اسلامي چوکاټ دننه په حکومتي ادارو کې کار وکړي.»
د ټولنيزې پاليسۍ يوه کارپوه، حميد کريمزي وويل، ښځې يوازې پر هغو څوکيو گومارل کيږي، چې له ښځينه وو سره ورته د مخامخ خبرو او ليدنو کتنو اړتيا ليدل کيږي.
هغه وويل: «له روغتيا، حقوقي او عدلي ادارو څخه پرته، چې له ښځو سره په زندانو کې کتل کوي، هيپڅوک نشي کولای ښځې په حکومتي ادارو کې پر کار وگوماري. کله چې ښځې د زندانونو څانگې ونه گوري، نو د ښځو استخدام ته ډېره اړتيا نه احساسيږي.»
هغه پروژې چې د ښځو استازيتوب ته وده ورکوي
د خوست د ولايتي شورا يو شمېر غړي د زيات کار پر اړتيا پوهيږي.
د شورا غړي، عبدالولي وحيدزاده وويل: «د ولسمشر محمد اشرف غني تر واک لاندې د نوي حکومت زيات شمېر حکومتي څوکۍ اعلان شوې. له دې امله له خپلو ټولو سيمه ييزو چارواکو څخه غوښتنه کوو چې تحصيل لرونکې مېرمنې پر کار وگوماري. همدا راز د هغو بېوزلو کورنيو ښځينه په حکومتي ادارو کې د ملازمينو په توگه او په نورو اسانو دندو کې پر کار وگوماري چې کورنۍ يې د ډوډۍ د پيداکولو لپاره څوک نه لري.»
د خوست ولايت د اداري سمون د کميسون مشر، هارون مجاهد وويل: «زه بشپړ چمتو يم چې له ښځو سره مرسته وکړم.» هغه وويل، د هغه رياست ته د هغو نارينه په اړه کوم شکايت نه دی رسيدلی چې د ښځو لپاره په بېلو شوو پوستونو کې مقرر شوي دي.
هغه وويل: «موږ په خوست کې د نارينه او ښځو دواړو لپاره ٩٠ څوکۍ اعلان کړي. موږ ښځو ته شل سلنه امتياز هم ورکړی، په دې معنا چې نارينه بايد د ليسانس سند ولري، خو که ښځې يوازې د دولسم ټولگې فارغې هم وي، کولای شي چې د کار غوښتنليکونه وړاندې کړي.»
د خوست د ښار نوي ټاکل شوي ښاروال، کرامت خان خپلواک وويل، هغه لا له وړاندې د ښځو پر گومارنې کار پيل کړی دی.
هغه وويل: «ما دوې تنه ښځې د ښار په شورا کې ټاکلي او په پام کې لرم چې په ځايي پارک کې ځينې ښځې په کار وگومارم.»
د خوست د والي وياند، محمد مبارز ځدراڼ وويل، سيمه ییز چارواکي معمولا له فعالانو سره غونډه کوي او د هغه ډلو ملاتړ کوي چې په کار باندې د ښځو د گومارلو په لارو چارو خبرې اترې کوي.
ځدراڼ زياته کړه، ولايتي ادارې لا له وړاندې يو شمېر ژمنې کړي دي.
هغه وويل: «موږ به ښځو ته ٣٠٠ پوستونه اعلان کړو. موږ يو څو پوستونه اعلان کړي هم دي. په هغې کې د رئيسانو، منجيرانو او لويو مديرانو پوستونه شامل دي. ښځې به وکړای شي د وړ او مناسبې لارې په دې څوکيو کې کار وکړي.»
نوموړي په ټينگه وويل، هر هغه ښځه به له تبعيض پرته په پام کې ونيول شي چې ښه وړتيا او سمه زده کړه ولري.
هغه وويل: «زه له تحصيل لرونکو مېرمنو څخه غوښتنه کوم چې راشي او د غوښتنې فورمه واخلي.»
د خوست نوي ټاکل شوي والي، حکم خان وويل، زما ټينگه اراده ده چې په ښاروالۍ کې د ښځو د استازيتوب تشه ډکه کړم. سړي او ښځي مساوي حقونه لري او د هرې څوکۍ لپاره به ازاده او عادلانه سيالي موجوده وي.
حبيبي وويل: «زه ژمنه کوم چې له هغوی سره به ناسم چلن نه کيږي.» هغه زياته کړه، کلتوري تبعيض يوازنی خنډ دی چې په حکومتي ادارو کې د ښځو د کار کولو په وړاندې پروت دی.
احمدشاه په خوست کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.
دا رپوټ د آی ډبليو پي آر له خوا په افغانستان کې د بشري حقونو او ښې حکومتوالۍ د ودې د نوښت تر پروگرام لاندې په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې د پلاوي په مالي مرسته خپور شو. وکتل شو