پاکستاني چاراکي پر افغانانو په زوره پېژندپاڼې اخلي
پاکستاني چاراکي پر افغانانو په زوره پېژندپاڼې اخلي
په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، اميد ديدار ليکنه
سره له دې چې صابر دافغانستان د کونړ ولايت اوسيدونکی دی، خو اوس يې پاکستانۍ پېژندپاڼه ترلاسه کړې ده.
هغه وايي له تېرو اتو کلونو راهيسې له پولې پورې غاړه د مردان په سيمه کې د يوه کارگر په توگه کار کوي او له دې پرته بله چاره نه لري چې د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنليک وړاندې کړي. له هغه سره اوس هم افغاني پېژندپاڼه شته او پاکستاني هغه يې په بل نامه اخېستې ده.
د صابر د وينا له مخې پاکستاني چارواکي ډېر ژر هغه چاته پېژندپاڼه ورکوي چې افغاني تابعيت ولري. د هغه زياتره خپلوانو هم پاکستانۍ پېژندپاڼې اخيستي او له ستونزو پرته له پولې اوړي راوړي.
افغان لوري ته د پېژندپاڼو د وېش مسؤول چارواکی، فضل خالق انکار کوي چې گوندې پاکستانې پېژندپاڼې د افغانستان دننه خلکو ته ورکول کيږي. هغه ټينگار کوي چې يوازې پاکستانيان هغه ترلاسه کولای شي.
خو په کونړ کې هم چارواکي او هم ځايي اوسيدونکي د هغه خبره نه مني.
دکونړ والي سيد فضل الله واحدي وايي ما اورېدلي چې پېژندپاڼې خلکو ته په سرحدي سيمو کې ورکول کيږي او ما د ولسوالۍ اداري مسؤول ته دنده ورکړي چې موضوع وڅيړي.
د برکونړ د ولسوالۍ يو قومي مشر، ملک سيد احمد خان د پاکستانيو پېژندپاڼو د ورکړې پخلی کوي. هغه زياتوي، د هغه په اند دا کار د دې لپاره کيږي چې په حقيقت کې [دا شخص] د هغه هېواد تابعيت لرونکی وگڼل شي.
د کونړ دولايتي شورا غړی، نصرالله ساپی په دې باور دی چې د اسلام آباد حکومت غواړي خپل لاس د کونړ تر سينده وغځوي.
هغه ادعا کوي ځايي مشرانو داسې گواښونه تر لاسه کړي چې پر خپلو خپلوانو په زوره پاکستانۍ پېژندپاڼې واخلي او د پولې هاخوا چارواکو له ځايي خلکو غوښتنه کړې چې په خپلوکورنو پاکستانی بيرغ وځړوي.
اميد ديدار په کونړ ولايت کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.