افغانان د روغتيا څارنې له امکاناتو ناخوښ دي

په دولتي او شخصي روغتونونو کې درملنه نيمګړې ده. د هغه چا، چې وس رسيږي د درملنې لپاره بهر ته ځي.

افغانان د روغتيا څارنې له امکاناتو ناخوښ دي

په دولتي او شخصي روغتونونو کې درملنه نيمګړې ده. د هغه چا، چې وس رسيږي د درملنې لپاره بهر ته ځي.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عبدالواحد فرامرز ليکنه

افغانان وايي د هېواد روغتيايي سيستم له ګډوډۍ سره مخامخ دی. ډاکټران لږ دي، د درملنې وسايل او تجهيزات نيمګړي  او په روغتونونو کې د روغتيا څارنې معيارونه ټيټ دي.

يوه پلا ولسمشر، حامد کرزي د خلکو د زړه خبره وکړه او د روان کال په پيل کې يې په خپلې يوې وينا کې وويل، افغانستان تکړه  او وړ ډاکټران نه لري.  

کرزي وويل: «وسايل او تجهيزات به وي. موږ د MRIيو سکنر په  ۱۵۰۰۰۰  ډالرو پيرودلی ... خو له بده مرغه داسې څوک نشته چې ويې کاروي.  شرم دی.»  

ولسمشر وويل، حکومت د اغاخان له بنسټ او ترکي چارواکو سره په هېواد کې د عصري  او ښو سمبالو روغتونونو د جوړولو خبرې کړي دي.

يوازې دولتي روغتونونه له ستونزو ډک نه دي، بلکې شخصي روغتونونه، چې  په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د ادارې  له نسکورېدو  راوروسته په هېواد کې  رامنځته شول، له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د مقرورو د نشتوالي له امله د روغتونونو زياتره کارکوونکي وړ او لازمه پوهه او زده کړه نه لري. 

د کابل ښار د تايمني د سيمې اوسيدونکي احمد نذير آی ډبليو پي آر ته وويل: «زه داسې خلک پېژنم چې په پيل کې نرسان وو او اوس په شخصي رغتونونو کې د متخصص په توګه کار کوي.» 

احمد نذير، چې د کلونو کلونو راهيسې د خپلې ګېډې د درملنې لپاره په ډېرو روغتونونو ګرځېدلی، وايي، پر افغان ډاکټرانو له دوو سلنو څخه زيات باور نه لري. 

له نيکه مرغه هغه وس درلود چې د ښې درملنې لپاره پاکستان، هند يا ايران لاړ شي.

احمد نذير وويل، سره له دې چې افغاني ډاکټرانو د معدې ناروغي تشخيص کړې وه، «خو کله چې هند ته لاړم، له عمومي چيک آپ  ورسته ډاکټر راته وويل، د معدې ناروغي لرې. دوه ورځې درمل مې وخوړل او هر څه سم شول.»     

د افغانستان د روغتيايي سيستم د ګډوډېدو نېټه ۱۹۹۲ کال کې هغه مهال ته رسيږي، چې شوروي پلوه حکومت نسکور  او هېواد په کورني اخ و ډب کې ښکېل شو. روغتونونه تالا شول او زياتره ډاکټران له هېواده وتښتېدل.   

طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې واک ته له رسېدو وروسته امنيت  ټينګ کړ، خو د  قوانينو د سمون په اړه لږ کار وشو. پر ښځو باندې د محدوديتونو لګولو هغوی ته د روغتياڅارنې کار نور هم ستونزمن کړ.

د روغتيا د وزارت د وياند، غلام سخي کارګر نور اوغلي د شمېرنو له مخې په پلازمينې او ولايتونو کې د ۲۳ روغتونونو او د ولسواليو په کچه  په ۶۸ روغتونونو کې  ټول ۵۵۰۰ تنه ډاکټران او ۲۹۰۰ تنه نرسان په کار بوخت دي. سربيره پر دې ۱۸۰  شخصي روغتونونه جوړ شوي، چې له کارګر سره يې د کارکوونکو او د کتنځيو کره شمېره نه وه.

د روغتيا وزيره، ثريا دليل له ۲۰۰۱ کال راهيسې تل د پرمختګ خبرې کوي، ټينګار کوي چې  ۸۰ سلنه خلک د روغتياڅارنې خدمتونه ترلاسه کولای شي.  

پورته وينا د پارلمان د روغتيا د کميسون غړې، نيلوفر ابراهيمي نه مني.

ابراهيمي وويل: «د وزيرې خبرې رښتيا نه دي. زه د بدخشان ولايت د تګاب د ولسوالۍ يم. نوموړې ولسوالي ۵۰۰۰۰ تنه نفوس لري. هلته د ولسوالۍ په کلينيک کې يو نرس، يو ډاکټر ، يو روغتياپال او يو تن د واکسين د تطبيقولو نرس کار کوي. هغوی څنګه ۵۰۰۰۰ تنو ته رسيدای شي؟»  

د روغتيا د وزارت وياند نور اوغلي وايی، عمده ستونزه د پيسو او مرستو کمبوددی. افغانان په کال کې پر روغتيا باندې ۴۴ډالره لګوي، چې په دې پيسو کې حکومت يوازې څلورمه برخه لګوي او له بهرنيو مرستو يې چمتو کوي.

د سرچينو او تکړه کارکوونکو پر کمبودسربيره په دولتي روغتونونو کې له افغانانو څخه زياتره بډې غوښتل کيږي، په داسې حال کې چې يو شمېر نور له امتيازي او غوره درملنې څخه برخمن کيږي.

د افغانستان د مرکزي ولايت، ارزګان اوسيدونکی، حکيم  وايي د کابل په يو روغتون کې يې په شپږو ورځو کې چا د [ناروغ] ورور پوښتنه ونه کړه.

هغه وويل: «ما وليدل چې په روغتون کې څنګه قومي مسايلو ته لمن وهل کېده. يو شمېر ناروغان بسترېدل، په څو ساعتونو کې عملياتيدل او درملنه يې کېده، خو کله چې ما [د خپل ورور په اړه له کارکوونکو سره] خبرې وکړې، راته يې وويل نن د ورځې تر پايه يا تر بلې ورځې پورې انتظار وباسه. ما هلته شل ورځې تېرې کړې.»  

د کابل د وزير محمد اکبرخان د روغتون ډاکټر، محمدايوب له دې غاړه وغړوله چې ګوندې په حکومتی روغتونونو کې دې ناروغانو ته د لومړيتوب د حق په ورکولو کې د تبعيض کار واخيستل شي.  

هغه وويل: «لويه ستونزه د روغتيايي وسايلو نشتوالی جوړوي. له وسايلو پرته موږ نشو کولی يو شمېر ناروغۍ تشخيص کړو. له دې امله بايد يو شمېر ناروغان ډېره موده انتظار وباسي او يا يې بايد بهرتهواستوو.»  

د روغتيا د وزارت سلاکار، عبدالله فهيم ټينګار وکړ چې چارواکي د ناسم چلن په اړوند جدي ګامونه اخلي.

هغه وويل: «کله چې موږ  [په دولتي] روغتونو کې له طبي اخلاقو  څخه سرغړونه وګورو، نو د مسؤولو اشخاصو په وړاندې قانوني اقدام کوو. موږ دې موضوعګانو ته په ډېر جدي نظر ګورو.»  

ناروغان وايي په شخصی سکتور کې په غيرعادلانه ډول له خوښې سره سم د درملنې پيسې اخيستل کيږي.

هغه مهال چې د کابل اوسيدونکي، محمد داود د خپل ورور د اپنديکسد عملياتو په وړاندې ۶۰۰ ډالره تحويلول، نو ويې ليدل چې يو بل تن د همدې عملياتو لپاره   ۸۰۰ ډالره تحويل کړل.

د روغتيا د وزارت چارواکي وايي د شخصي روغتونو او د هغوی د بې پروايۍ، ټيټ کيفيت درملو او زيات فيس په اړه ورته شکايتونه رسيدلي دي، چې کله ناکله [د ناروغ] په مړينې پای ته رسيدلي دي.   

نور اوغلي وويل،يو ګرځنده ډله جوړه شوې چې ددې ادعاګانو پلټنه وکړي. هغه زياته کړه: «موږ د يو شمېر روغتونونو ځينې څانګې تړلي، چې طبي معيارونه يې نه درلودل يا يې د روغتيايي مقررو يا معيارونو خلاف په ناقانونه توګه کار کاوه.» 

د شخصي روغتون کارکوونکي وايي نوموړی سکتور بشپړ قانونی چوکاټ نه لري، له دې امله څنګه چې يې زړه وي، هغسې فيس اخلي.

د وهاج د روغتون رئيس، محمد هاشم وهاج وويل، يوازې يوه مقرره شته چې د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې نافذه شوې.

نور اوغلي تاييد کړه چې مقرره پنځلس کاله زړه ده او له اوسني حالت سره هيڅ سمون نه لري. هغه وويل، روغتيايي کارکوونکو نوې مقرره تسويد کړې، خو د عدليې وزارت رده کړې ده.

هغه وويل ستونزمنه ده چې د طبي درملنې لپاره يو ټاکلی چوکاټ جوړ شي، خو روغتونونو ته لارښوونه شوې چې د درملنې د فيس لست د هرکلي په څانګه کې وځړوي، ترڅو ناروغان د خپلې ناروغۍ د درملنې له فيس څخه خبر شي.

Pakistan, Afghanistan
Health
Frontline Updates
Support local journalists