ژوبڼ د څارويو لپاره خوندي ځای نه دی

که ژوبڼ ته د نندارچيانو زيات راتګ د هغه بڼ په عايداتو کې زياتوالی راوستى، خو د څارويو لپاره د ژوند ډګر هم تنګوي.

ژوبڼ د څارويو لپاره خوندي ځای نه دی

که ژوبڼ ته د نندارچيانو زيات راتګ د هغه بڼ په عايداتو کې زياتوالی راوستى، خو د څارويو لپاره د ژوند ډګر هم تنګوي.

Friday, 18 November, 2005

د کابل جګړې ځپلي او له خاورو دوړو څخه ډک ښار کې، سهيل ته په دهمزنګ کې پروت د کابل ژوبڼ يو شين او ښکلی يخ ځای دی.


خو هغسې هم نه دی، چې څنګه ښکاري. داسې بريښي، چې څاروي د ژوند له شرايطو خوښ نه دي او د ژوبڼ ساتونکي هم همداسې درواخله.


د نندارچيانو د زياتېدونکې شمېرې لپاره په دې لس جريبه بڼ کې 34 ډوله څاروي، د چين او دکوردننه راوړل شويو څارويو په ګډون راټول کړای شوي دي. هغوی له زيات سپکاوي او ځور سره مخامخ دي.


د (څاريو) د ژوندو شرايط ډېر ستونزمن دي. له بيجينګ څخه لاس ته راغلي رپوټونه وايي، چې د هغه هېواد له خوا دبښل شويو دوه جوړي ېږو او يوې جوړې هوسۍ ځنګلي ژوند ښه نه دی. تر هغه چې ددې څارويو په ژوند کې ښه والی را نشي، نو تر هغه به نور څاروي دې ژوبڼ ته راونه ليږي.


د ژوبڼ مدير، عزيزګل ثاقب وويل، له دې ژوبڼ سره په دې وروستيو کې د خلکو مينه تر هغه وروسته پيدا شوه، چې د چنګاښ د مياشتې 22 د چين د هېواد بسپنه شوي ېږو د جوړې نر ېږ مړ شو، نو ښځينه ېږې د پنجرې دروازه ماته کړه. په غوسه شوه او تر دې دمخه چې د ژوبڼ ساتونکی د هغې په نيولو بريالی شي، په خپل ګانونډ کې يې دوه خوږان وداړل.


د څارويو ارواپوهان وايي په دې کار ېږه غمځپلې شوه او په پای کې په داړلو پيل وکړ.


د ژوبڼ د ساتونکي يو مشر، شاه نوري ای ډبليو پي ار ته وويل: ((هغه بل ېږ څه کم يو کال وړاندې مړ شو. موږ په هماغه وخت کې د چين سفارت ته خبر وکړ.))


سفارت وويل، چې دا خبر يې بيجينګ ته لېږلی دی، خو تر اوسه يې ځواب نه دی راغلی،


د مړه شوي ېږ بده ورځ په زيات شمېر نندارچيانو ناوړه اغېز وکړه. سره له دې چې يو شمېر نور بيا په پوره بېرحمی نورو ځناوران ځوروي او تنګوي يي.


دوه دېرش کلن پيمان له خپلې کوژدې سره يوې پنجرې ته ولاړ دي او د ېږې سيل کوي. هغه وايي: ((هر ژوی (ساکښ) غواړي له خپلې جوړې سره وي او يوازې پاتې نه شي.))


نوري دا خبره مني، چې يو شمېر پنجرې ډېرې کوچنۍ دي، د هغوی حالت ښه کېدای شي. خو د هغه په وينا زياتره ستونزې نه يوازې د ژويو (څارويو- ځناورو) له خوا رامځته کيږي، بلکې د نندارچيانو د سلوک او چال چلن له امله رامنځته کيږي.


هغه وايي: ((موږ څو څو ځلې نندراچياتو ته په ټينګه سپارښتنه کړې، چې څارويو ته شيان وانه اچوي.))


په داسې حال کې چې هېڅ يو ځناور په خپلې پنجرې کې خوندي نه دی، داسې پريښي، چې بېزوګانې د زياتره نندارچيانو لپاره يو څرګنده موخه وه.څوتنه د زمري په مياشت کې د هغوی له پنجروراتاو شوي و. هغوې د ميلو تر شا بېزوګانو سګريټونه اچول او يا به يې خوراکي مواد ورغورځول.


يوبل ساتونکی، 63 کلن محمد حسين وويل د ځناورانو غبرګون په ډاګه وښوده، چې هغوې په دې کار څومره خپه کيږي. زياتره يې نه غواړي په سمڅې کې ګوښيتوب پرېږدي او بهر پنجرې ته راووځي.


هغه وايي: ((موږ له څارويو سره کومه ستونزه نه لرو. زموږ ستونږه له هغو نندارچيانو سره ده، چې هغوی ځوروي.))


لېوان، چې په درېو فلزي پنجرو کې اچول شوي، د نندارچيانو د ساعت تېرولو يوه بله لوبه ده، چې له خپلو نندارچيانو څحه زيات ډاريږي. د آی ډبليو پي آر ددې خبريال د لېدني پر مهال لېوه د خپلې پنجرې خواوشا ته تاوېده راوتاوېده او له ډاره وتښتېد.


په اوونۍ کې په منځني ډول يو زر تنه نندارچيان د سيل لپاره ژوبڼ ته راځي اوهر يو ژوبڼ ته د ننوتلو لپاره د شلو سينتو په انډول پيسې ورکوي. دا شمېره د اوونۍ په پای کې 5000 تنو نندارچيانو ته رسيږي. د ننوتلو د تکټ له پلورلو څخه لاس ته راغلې پيسې څارويو ته د خواړو په چمتو کولو باندې لګيږي، په داسې حال کې چې نورې نړيوالې موسې هم له ژوبڼ سره مرسته کوي. په لندن کې Mayhew Animal Home له دې ژوْبڼ سره په تېرو اتلسو مياشتو کې له 400 زرو ډالرو څخه د زياتو پيسو په انډول مرسته کړې ده.


ژوبڼ پخپله زيات د نندارې وړ نه دی، خو داسې نور سم او د لېدلو ځايونه نه شته، چې سړی په کې ورځ تېره کړای شي.


پيمان وايي: ((په کابل کې له ژوبڼ پرته داسې کوم ښکلی او ښايسته ځای نه شته،چې سړی ورته لاړ شي. دا يوازې ښايسته ځای دی، چې هر څوک کولای له خپلې کورنۍ سره هلته لاړ شي.))


د کابل په زياتو کنډوالو، دېوالونو او ودانيو باندې، چې د جګړې پټه خوله (چوپ) اوګونګ شاهدان دي (د ورانۍ نښې نښانې)، د (توپ او ټوپک) ګولويو سوري او د راکټونو کنډوکپرې په څرګنده له ورايه بريښي.


هغه انسان ته د کورنۍ جګړي تورې ورځې ياد ته راړوي، چې د نويمو کلونو په پيل کې يې کابل کنډوکپر کړ.


په کابل کې له کچې وتلې ويجاړۍ او ورانۍ منځنی ټکی، په دېوالونو او د هغې په شاوخوا کې د ګوليو سوري او د توپونو غارونه د جګړې چوپه خوله شاهدان دي، چې په څرګند ډول د هغې له ګاونډ څخه ښکاري.


د ټولو تنظيمونو مجاهدين په دې ښه پوهېدل، چې د ژوبڼ زيات شمېر څاروي، د هوسيو په ګډون د هغوې د خوراک يوه ښه سرچينه ده. او يو شمېر بدغونو کساتګرو به اسير دښمن د خوراک لپاره زمريو ته ژوندی ګوځارولو.


مرجان يوه مشهوره کېسه لري. ويل کيږي چې يو زمری و. يو پنجشېري چريک د مرجان پنجرې ته ورغی او د هغه د اورميږ ويښتان يې کش کړل. خو هغه مهال چې دا سړی ښځينه زمري ته ورنژدې شو، نو نارينه زمري ټوپ کړ او هغه سړی يې ځای په ځای مړ کړ.


بله ورځ د هغه سړي ورور ژوبڼ ته راغی او مرجان يې په يو لاسي بم وايشتلو. د بريد له امله ددې لويې پېشو سترګه ژوبله شوه، خو ژوندی پاتې شو، د جګړې او د طالبانو له رژيم يې ځان ژوندی راوايست او په 2002 کال کې د زړښت له امله مړ شو.


China
Frontline Updates
Support local journalists