لوستونکي له افغاني خپرونو سره مينه نه لري

د ورځپاڼو د لوستلو فرهنګ لا تر اوسه په ټولنې کې ريښې نه دي ځغلولي.

لوستونکي له افغاني خپرونو سره مينه نه لري

د ورځپاڼو د لوستلو فرهنګ لا تر اوسه په ټولنې کې ريښې نه دي ځغلولي.

.



ددې کار پړه په افغانستان کې په عمومي توګه د سواد د کچې په ټيټوالي اچول کيږي.



داسې نه بريښي، چې اصلي لامل به يي همدا خبره وي. پرځای يي بايد خپرونې پخپل وار هغومره زړه راکښونکي وي، ترڅو په داسې يو هېواد کې له لوستلو سره د خلکو مينه وهڅوي، چې په دوديزه توګه په کې راديو ګانې د معلوماتو د لاسته راوړونکو يوازينۍ سترې سر چينې دي.



له هغه مهاله چې د شمس النهار په نوم د افغانستان لومړنۍ ورځپاڼې په 1863 کال کې په خپرونو پيل وکړ، مطبوعات له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. کله ناکله سانسور شوي. ډېر لږ شمېر يي ازادې وې او په دې وروستيو لسيزو کې د جګړو دوام په هغې مثبت او منفي اغېز شيندلای دی. له 2001 کال څخه د راوروسته بدلونونو په پايلې کې د رسنيو لپاره نړيوالو مرستو او د مطبوعاتو د قانون په پلي کېدا زيات شمېر ورځپاڼې او خپرونې رامنځته شوې.



د اطلاعاتو او فرهنګ د خپرونو نوي ټاکل شوي معين، مبارز راشدي آی ډبليو پي آرته وويل، چې اوس په هېواد کې د اطلاعاتو فرهنګ په وزارت کې ثبت شوې 532 ورځپاڼې خپريږي او د هغو په منځ کې 437 هغه يي ازادې او پاتې دولتي دي.



ددې خپرونو زياتره هغه يي په کابل کې دي او ډېر لږ شمېر يي ويشل کيږي. آن د ملي ارمان مشهورې ورځپاڼې چى تيراژ يي 4000 ګڼوته رسيږي. په ښکاره ازادې ورځپاڼې د سياستوالو او يا هغو ډلو د خولې خبري خپروي، چې تر شا يي ولاړ دي.



راشدي د ورځپانو د شمېر د زياتوالي او د پرتله ييزې ازادۍ له امله خوشبين دی. هغه وايي، اصلي لامل چې خلک ورځپاڼې نه لولي د بدلون تتوالی دی. هغه وايي: ((د ورځپاڼو د لوستلو فرهنګ يو څه وخت ته اړتيا لري.))



د کابل داوونيزې چلوونکی، فهيم دشتي ورته نظر لري.



هغه وويل: ((د ورځپاڼو لوستل يوه فرهنګي پديده ده. په نورو هېوادونو کې خلک د سهار د چای پر مهال او کله چې له کار څخه کورته راشي، آن په خپلو موټرونو کې ورځپاڼې لولي ... په افغانستان کې ددې فرهنګ وده وخت ته اړتيا لري.))



نوموړي زياته کړه، دا ستونزه په ځانګړې توګه ځوانان لري او ښايي دا کار هم د زده کړي د کچې د ټيټوالي له امله وي او دا په داسې حالت کې چې راديو او تلويزيون بر لاس لري.



د ورځپاڼو د لږ شمېر خرڅلاو وحيدالله ته ښه څرګند دی، چې په ده افغانانو کې يي د ورځپاڼو او قرطاسيې په پلورنځی کې انبار پرتې دې او زياتره هغه يي په وړيا توګه د خپرونو له خوا تر لاسه کړي دي.



هغه نه شي کولای د ورځې له لسو، پنځلسو څخه زياتې ګڼې وپلوري.



وحيدالله وويل: ((زياتره تنکي ځوانان د لوڅو عسکونو مجلې غواړي. هغوی د ورځپاڼو له لوستلو سره روږدي نه دي. ما له دې کاروبار څخه کومه ګټه ونه ليده. نه غواړم له دې وروسته ورځپاڼې وساتم.))



يو شمېرنور د کابل پوهنتون د استاد محمدجان حقپال په څېر، چې د ډېوې د مجلې چلوونکی هم دی، وايي، زياتره خپرونې د ټيټ کيفيت او د نه لوستلو وړ ليکنو له مخې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.



د همدې پوهنتون يوه بله استاده منيژه باختري دا ټکی مني، چې زياتره خپرونې د چا تنده نه ماتوي او زړه راکښونکې بڼه نه لري. څوک نه پوهيږي، چې لوستونکي بايد د څه لپاره هغه بايد ولولي.



هغې وويل: ((زياتره ورځپاڼې او مجلې ځانګړی هدف نه لري او نه هم خپرنيزه تګلاره لري ... هغوی يوازې د پيسو د لاسته راوړلو په سوچ کې دي. په دې مانا چې هغوی ښې نه ښکاري او په هېڅ ډول لوستونکي ځانته نه هڅوي.))



باختري دا يادونه هم وکړه، چې لوستونکي پوهيږي او په خپرونو ناباوري دي، چې په ټاکلو سياسي ډلو ټپلو پورې تړلي، د بهرنيانو په ګټه کار کوي او هر هغه څه چې د هغوې ملاتړي يي وايي، خپروي.



د پوهنتون يو محصل داوود دادرس هم د ورځپاڼو د لوستلو د لږې مينې لامل په دې کې ګوري، چې: ((زموږ د هيواد زياتره خپرونې، په تنظيمي، ژبنيو او قومي بنسټونو خپرونې کوي او ناپلوي نه دي.))



هغه زياته کړه، په هر ډول له هغوې به لوستونکي داسې څه وانه اوري، چې له راديو او تلويزيون څخه يي نه وي اورېدلي.



دادرس يوه په زړه پورې خاطره په زړه کړه، هغه وويل: ((ما د بهرنيو چارو له وزارت بهر د ايساف موټرې وليدې، چې د ازادۍ غږ خپرونه يي په خلکو باندې وېشله. څنګه چې خلک د ورځپاڼو له لوستلو سره مينه نه لري، نو د ايساف خلکو له ورځپاڼې سره يوځای يوه دانه کيله خلکو ته ورکوله.)) په کابل پوهنتون کې چې هلته د زده کړې نه لرل او ښوونه او روزنه کومه پوښتنه نه ده، د آی ډبليو پي آر ددې ليکنې ليکونکی د دروازې په مخکې يو بنډل ورځپاڼې وليدلې، چې زده کوونکو ته له لوست له پيل دمخه ايښول شوې وې. له يو ساعت وروسته ټول زده کوونکي دننه ولاړل حو يوازې درېو تنو يي ورځپاڼې له ځانه سره يوړې.

زه هغه مهال هيښ پيښ پاتې شوم، چې يو سړي ټولې ورځپاڼې واخيستي. ايا دا ټولې به د لوستلو په موخه وړل شوې وې؟ په باوري توګه نه.



نوموړي سړي يو کانتين ته د ورننوتلو پرمهال وويل، ((که دا (ورځپاڼې) د لوستلو لپاره وای، نو زده کوونکو به له ځانه سره وړې وای. په هغې کې بايد برګر، چپس او ساندويچ تاو شي.))
Frontline Updates
Support local journalists