افغانان د اداري فساد له امله په غوسه دي
پر اداري خدمتونو باندې د خلکو د باور لپاره پر تشکيلاتي ریفورم غږ وشو.
افغانان د اداري فساد له امله په غوسه دي
پر اداري خدمتونو باندې د خلکو د باور لپاره پر تشکيلاتي ریفورم غږ وشو.
په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه
د هېواد په بېلابېلو برخو کې د آی ډبليوپي آر له خوا په جوړو شو مناظرو کې د گډون کوونکو د وينا له مخې د افغان دولت مشروعيت په ادارو کې د عمومي فساد له امله په بشپړ ډول کمزوری شوی دی. خلکو غوښتنه کوله چې د رښتينو کارکوونکو د رامنځته کولو په منظور دې د دولتي ټاکنو سيستم په سم او بشپړ ډول ورغاول شي.
د لويديځ ولايت، نيمروز په اداري مرکز زرنج کې يو ځايي حکومتي کارکوونکي، روح الله هدايت ومنله چې فساد موجود دی، خو ويې ويل، خلک د ادارود کارکوونکو پر کار او چمتو کړو خدمتونوسترگې پټوي.
هغه زياته کړه: «موږ د خلکو او د حکومت تر منځ د واټن د رالنډولو لپاره وخت ته اړتيا لرو.»
د نيمروز په مناظره کې يو ويناوال پر چارواکو د قانون او نظم د نه پلی کولو له امله نيوکه وکړه. هغه وويل، کارکوونکو ته يې اجازه ورکړي چې د سزا له ډاره پرته کار وکړي.
د ښځو د چارو يوې فعالې، تورپيکۍ وکيلي وويل: «له قانون څخه تېښتې پر حکومت د خلکو باور ته زيان رسولی دی.»
د غلام صديق په نامه يوه بل گډون کوونکي د نيمروز د ولايتي شورا پر ټاکل شوو غړو پړه واچوله چې د خپلو خلکو د باور په لاسته راوړلو کې پاتې راغلي دي.
د ولايتي شورا سکرتر، نعمت الله صديقي په ځواب کې وويل، تر هغه چې په مرکزي حکومت کې فساد روان وي، ځايي چارواکي کار په سم ډول په مخ نشي وړلای.
د افغانستان په شمال ختيځ، بدخشان کې په جوړې شوې مناظرې کې عمومي توافق پر دې ټکي و چې يوه حکومت ته د خلکو د باور د لاسته راوړلو لپاره د دندو موندل او ټولنيز عدالت تر ټول غوره لاره ده.
په ولايتي مرکز فيض آباد کې جوړې شوې غونډې ته په وينا کې د بدخشان د والي استازي، نامدار خالد د خپلې [حکومتي] ادارې له کارونو څخه دفاع وکړه، ويې ويل، چارواکو دهېوادوالو د اړتياوو د پوره کولو لپاره د پام وړ گامونه پورته کړي دي.
د مدني ټولنې يوه فعال، سيد عمر باهر دا ادعا ناسمه وبلله او د ولسمشر اشرف غني تر مشرۍ لاندې د ملي يووالي حکومت د جوړولو د پرېکړې په اړه يې خپل خپگان څرگند کړ، ويې ويل چې دا کار د ولس هيلو ته ځواب نشي ويلای.
د بدخشان د ښځو د چارو د رياست وياندې، ذوفنون حسام پر هغو ستونزو رڼا واچوله چې ښځې، په تېره بيا په لرې پرتو سيمو کې، زده کړو ته د لاسرسۍ پر مهال ورسره مخامخ کيږي. همدا راز يې خپگان څرگند کړ چې ښځو ته په سياست کې د گډون ډېره لږه برخه ورکړ شوې ده.
په درېمې مناظرې کې، چې په پلازمېنې کابل کې جوړه شوې وه، امنيت يوه عمده اندېښنه وبلل شوه. برخوالو وويل، هيڅ يو پلان يا پروژه به پرته له دې، چې خلک د امنيت احساس وکړي، اغېزمنه نه وي. ويناوال په دې اړه يوه خوله وو چې سوله پر حکومت د باور د رامنځته کېدو او همدارنگه د دولتي ادارو او ناحکومتي موسسو د کار لپاره لومړنی شرط بلل کيږي.
په حکومت کې د ښځو د نابرابر گډون موضوع هم راپورته شوه. ويناوالو وويل، په سياسي ژوند کې بايد زيات شمېر ښځې ورگډې شي او قانون ښايي نارينه او ښځو، دواړو ته په يوه سترگه وگوري.
د کابل د ښځو د چارو رئيسې، مريم شريفي وويل: «حکومت بايد د نارينه او ښځو په وړاندې د يو شان مسؤوليت احساس وکړي.»