افغان متشبثین د حکومتي مرستو د نشتوالي له امله خپه دي
د هېواد په سویل ختیځ خوست ولایت کې کې په پام کې نیول شوو صنعتی پارکونو پلانونه عملي نشول.
افغان متشبثین د حکومتي مرستو د نشتوالي له امله خپه دي
د هېواد په سویل ختیځ خوست ولایت کې کې په پام کې نیول شوو صنعتی پارکونو پلانونه عملي نشول.
په سویل ختیځ ولایت، خوست کې د فابریکو خاوندان وایي، د صنعتي پارکونو د جوړېدو په ژمنه کې د حکومت پاتې راتگ دپانګونې د پراختیا چانس محدود کړی دی.
د اسمعېل خېلو په ولسوالۍ کې اتیا هکټاره ځمکه د صنعتی پارکونو لپاره بېله شوې وه، خو د هغې د ودانولو پلانونه، چې د بشپړ امنیت او د اړتیا وړ برښنا چمتو کول پکې شامل وو، ځنډېدلي دي.
په ورته وخت کې ځایي متشبثین دعوه کوي چې د امنیت تر څنگ د زېربناوو د نشتوالي له امله د لومړنیو بيو د ټیټوالي له امله د هغوی د عوایدو کچه رالویږي.
د کوثر شفا د څښلو د اوبو د فابریکې خاوند، حاجي گل ناصر وویل، د یو سم سنبال صنعتي پارک د رامنځته کولو له امله به خپل صنعت پراخه کړای شي او ډیرو خلکو ته به دندې پیدا شي.
نوموړي وویل، د برښنا د چمتو کولو د ستونزو له امله هغه دې ته اړ شو چې له جنراتور څخه گټه واخلي چې په یوه ساعت کې ۱۶ لیتره ډیزل سوځوي او د کاواکه امنیت له امله دوو شخصي امنیتي ساتونکو ته د میاشتې دوه، دوه سوه ډالره تنخوا ورکوي.
ناصر زیاته کړه: «ما په دغه فابریکه کې ۱۵۰ زره امریکایي ډالره پانگه اچولې ده. که چېرته حکومت یو صنعتي پارک جوړ او داسې یو ځای راته راکړي چې خپل کسب او کار پکې وچلولای شم، نو وبه کړای شم چې تر پنځوسو تنو پورې کارگران پکې په کار وگومارم.»
نوموړي زیاته کړه، په هند او د پاکستان د لاهور په ښار کې یو شمېر پانگوال پېژنی چې که چېرته امنیت ښه شي او د حکومت پر مرستو ډاډمن شي، نو لېواله دي په افغانستان کې پانگونه وکړي.
د خوست د سوداگرۍ او صنعت ریاست د وینا له مخې نژدې۲۰۰ لویې او کوچنۍ فابریکې د خوست په ولایت کې په فعالیت بوختې دي. زیات شمېر دغه فابریکې په پټه فعالیت کوي او یوازې ۴۴ یې له ځایي حکومت سره ثبت او راجستر دي.
د سوداگرۍ او صنعت رئیس، برهان برهاني وویل، د فابریکو خاوندان له همکارۍ څخه ډډه کوي.
هغه وویل: «له اوږدې مودې راهیسې مو په رادیو تلویزیون کې اعلانونه خپاره کړي او خپل مامورین مو هغوی ته لېږلي چې خپلې فابریکې ثبتې کړي، خو هغوی له دغه کار څخه ډډه کړې ده، موږ پر چا زور نشو راوړلای.»
څلورڅلوېښتو ثبتو شوو فابریکو شاوخوا ۶۰۰ خلک پرکار گومارلي چې زیاتره یې بیسکویټ، ټوکران، پلاستیک، د څښاک او نور ورته بنسټیز توکي جوړوي. دا ټولې فابریکې د یو صنعتي پارک د نشتوالي له امله د خوست په استوگنو سیمو کې جوړې شوې او په خپل وار یې یو شمېر محیطي ستونزې رامنځته کړي دي.
د خوست د ښار اوسیدونکي، عطاءالله خان ځیرک، چې د خوږو جوړولو دوو فابریکو ته نژدې په یوه دفتر کې کار کوي، وویل: «زه د لوگي په وړاندې سخت حساسیت لرم او تل مې والگی نیسي.»
هغه په دوام وویل: «فابریکې د استوگنو سیمو ته نژدې پرتې دي. لوگي او غږونه یې ما ته سرخوږی پیدا کوی. په حقیقت کې زما نیمایي معاش له دغو فابریکو څخه د راولاړې شوي ککړتیا له امله پر درملو لگیږي. حکومت ښایي د دغو فابریکو په پرتله د خلکو روغتیا ته زیاته پاملرنه وکړي او فابریکې له ښاره بهر سیمو ته ولیږدوي.»
د خوست د عامې روغتیا د ریاست مرستیال، گل محمدین محمدي له دې سره موافق دی چې دغه ککړتیا د خلکو روغتیا ته ستر خطر رامنځته کوي.
هغه وویل: «دغه ککړتیا تنفسی ناروغۍ، والگی، د پزې ناروغي، د سږي ناروغي او په زیاترو حالتونو کې په کوچنیانو کې د زړه ناروغي رامنځته کوی. همدا رنگه په لوگو کې یې ډېر زهرجن توکي موجود دي چې د سرطان د ناروغې لامل کیږي.»
د خوست د چاپېریال د ساتنې رئیس، جاوید وویل، د کوچنیو سوداگریو خاوندانو ده ته ویلي چې له دې پرته بله چاره نه لري.
هغه وویل: «موږ د دغه موضوع په اړه د فابریکو له خاوندانو سره څو څو ځلې غونډې کړي دي. له هغو مو غوښتي چې د ککړو تېلو له سوځولو څخه ډډه وکړي چې ډېر خطرناک لوگی رامنځته کوی. د فابریکو خاوندان وایي، هغه مهال له ښاره بهر خپلې فابریکې ایستلای او د سون د ټیټې بیې توکي کارولای شي چې حکومت ورته یوه متبادله سیمه او برښنا په واک کې ورکړي.»
چارواکي وایي، بله ستره ستونزه د صنعتي پارک لپاره د ناقانونه سیمې غوره کول دي. د افغانستان په لرو بر کې ځایي ملېشو یا له زورواکو سره تړلو خلکو زیاتره پر دولتی ځمکو خېټه اچولې.
د خوست والي، حکم خان حبیبي په دې وروستیو کې د یوې عمومي غونډې برخوالو ته وویل، د ځمکو د ناقانونه غصب په وړاندې یې پلانونه تر لاس لاندې نیولي دي.
هغه وویل: «د خوست د صنعتي پارک ځمکه به پر هغې د خیټې اچوونکو له لاسه وباسي او د ولسمشر د فرمان له مخې به د هغې د ودانولو کار پیل شي.»
د والي ویاند، مبارز محمد ځدراڼ وویل، دغه کار به ځایي متشبثینو پر وړاندې ډېرې پرتې ستونزې هوارې کړي. د ځایي برښنا د چمتو کولو پلان هم تر لاس لاندې نیول شوی دی.
نوموړي زیاته کړه: «د برښنا ستونزه د هواریدو په درشل کې ده، ځکه د برښنا برجونه د اسمعیل خېلو ولسوالۍ ته رارسیدلي. د خوست په ولایت کې به یو سب ستیشن جوړ شی.»
ځینو قومي مشران دعوه کوي چې تر پوښتنې لاندې ځمکه بیخي په حکومت پورې اړه نه لري، پلکې د سیمې د خلکو ملکیت دی.
د اسمعيل خیلو یوه مشر، دین ولي وویل: «حکومت غواړي د حکومتي ځمکې په پلمه زموږ د پلرونو او نیکونو قومي ځمکه په زوره ونیسي. موږ یې رسمي اسناد او کاغذونه په لاس کې لرو. موږ به په خپلو سرونو خپله ځمکه وساتو او دفاع به یې وکړو. موږ خپله ځمکه حکومت ته نشو ورکولای.»
د خوست مستوفي، حمید شاه په خپل وار وویل، دغه ځمکه د ځمکې په خپلواکې ادارې پورې تړاو لري. هغه وویل، د دې لپاره چې په دغه سیمه کې صنعتي پارک جوړ شي، به ۲۰۰۹ کال کې یې ټول قانوني اسناد د سوداگرې او صنایعو ریاست ته سپارل شوي دي.
نوموړي په دوام وویل: «دا په بشپړ ډول حکومتي ځمکه ده. حکومت د دې ځمکې قانونی کاغذونه لری. شخصی شتمني نه ده.»
نوموړي د پارک د ودانولو په اړه د یوې بلې غټې ستونزې یادونه وکړه او ویې ویل د پروژې د ودانو لپاره لازمه بودجه په لاس کې نشته.
شاه وویل: «ما په کابل کې د ماليې وزارت له چارواکو سره د صنعتي پارک د بودجې په اړه له دغه موضوع سره نژدې کار کړی، خو د راتلونکې کال لپاره مو کومه بودجه نه ده لاسته راوړې. که حکومت وغواړي، کولای شي له کوم بل مدرک څخه د دغه پارک لپاره بودجه ځانگړې کړي. خو دمگړې بودجه نشته.»