د ناتو تر کارونې لاندې ځمکې د ملکيت ادعا
چارواکي وايي ځايي خلکو د ځمکې د ملکيت ادعا ځکه کوله چې پوهېدل هغه غيرمنقوله شتمني ده.
د ناتو تر کارونې لاندې ځمکې د ملکيت ادعا
چارواکي وايي ځايي خلکو د ځمکې د ملکيت ادعا ځکه کوله چې پوهېدل هغه غيرمنقوله شتمني ده.
د پلازمينې کابل سويل ته د ٦٠ کيلومتره وړاندې پروت ولايت، لوگر چارواکي وايي، داسې لاسوندي لري چې ثابتوي د يوې ټوټه ځمکې د ملکيت پر سر د دعوا کوونکو ادعا قانوني بنسټ نه لري. نوموړې ځمکه دمگړۍ د ناتو پوځونو تر کارونې لاندې ده.
د لوگر ولايت يو پخواني والي آی ډبليو پي آر ته وويل، شپږو تنو په ٢٠٠٩ کال کې له نړيوالو پوځونو څخه نغدې پيسې ترلاسه کړې، چې يوه اندازه يې د طالبانو لاسونو ته هم ورسېدې.
په سيمه کې د پوځي او ملکي گډو ځواکونو مېشته د ولايتي بيارغاونې ډلې (PRT) د لوگر ولايت مرکز، پل علم سويل ته څېرمه د آبچکان په نامه په يوې دښتې کې ودانۍ جوړه کړې.
نړيوال ځواکونه په پام کې لري چې په دغه سيمه کې يو هوايي ډگر، ودانۍ او سړکونه جوړ کړي.
ځايي چارواکي وايي هغه مهال چې د سيمې خلکو ته څرگنده شوه دا ځمکه د PRT په کار ده، نو شپږو تنو يې د هغې د ملکيت ادعا وکړه. د عتيق الله لودين د وينا له مخې، چې هغه مهال د لوگر والي و، په ٢٠٠٩ کال کې نوموړو شپږو تنو ته دوه ميلونه شپږ سوه زره ډالره ورکړ شوي وو.
آی ډبليو پي آر معلومات تر لاسه کړل چې تر هغې وروسته نورې پيسې نه دي ورکړ شوي.
د لودين د ادعا له مخې نوموړو سړو د هغه پيسو پنځمه برخه طالبانو ته ورکړه، چې په دې ولايت کې زيات حضور لري. [په دې اړه د زياتو معلوماتو لپاره وگوري: د طالبانو محکمې په لوگر ولايت کې لاسبرې دي.]
لودين وويل: "په ٢٠٠٩ کال کې د لوگر د استخباراتو رياست ما ته رپوټ راکړ، له هغه وروسته چې شپږو تنو له امريکايانو څخه دوه ميلونه شپږ سوه زره ډالره کرايه واخيسته، پنځه سوه زره ډالره يې طالبانو ته ورکړل. "
په لوگر کې د ناتو د ځواکونو يو وياند، چې ويې غوښتل ونه نومول شي، آی ډبليو پي آر ته وويل، نشي کولای دمگړۍ په دې اړه څه ووايي، ځکه د تر پوښتنې لاندې ځمکې د ملکيت په اړه لا تراوسه معلومات نه لري، چې ايا دا ځمکه دولتي ده که د ځايي خلکو.
د لوگر د بيارغاونې چارې د متحده ايالتونو پرځای د چيک د اردو له خوا سرته رسيږي.
د ٢٠١٠ کال د اپرېل په مياشت کې د ولايتي شورا مشر، عبدالحکيم سليمانخېل، [د هغه مهال] والي، لودين ته وليکل: "د ولايت دفتر بايد له ځنډه پرته هغه خلک بنديان کړي چې د آبچکان دښته يې نيولې. هغه پېسې چې دې شپږو تنو اخيستي، بايد ترې بېرته واخيستل شي او په دولتي خزانه کې تحويل شي."
د آی ډبليو پي آر خبريال له يوې مياشتې هلو ځلو ورسته د آبچکان د سيمې د يوه قومي مشر، اول خان په نامه له يوه تن سره مرکه وکړه. له هغه څخه يې د پيسو په اړه هم څو پوښتنې وکړې.
اول خان ومنله چې په لومړي کال کې يې دوه ميليونه شپږ سوه زره ډالره کرايه تر لاسه کړې، خو ويې نه ويل چې په دې پيسو يې څه وکړل.
هغه وويل: "که پيسې مې اخيستې وي، د خپل جايداد (شتمنۍ) کرايه مو وه." خبريال ته يې وويل: "ځه، زه په خپل کار ښه پوهيږم. د هيچا پروا نه راځي."
د کرنې ولايتي رئيس، محمد همايون عمری آی ډبليو پي آر ته وويل، په دې کې هيڅ شک نشته چې د آبچکان ځمکه په دولت پورې اړه لري. ما ته پته ده چې د هغې د ملکيت د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې شوي دي.
دولتي شتمني د ملکيت د ادارو له خوا ثبته شوې، چې د افغانستان د کرنې وزارت په چوکاټ کې کار کوي.
لودين وويل، کوم کارونه چې نوموړو شپږو تنو سرته رسولي، ناقانونه دي او د هغه له خوا تاييد شوي نه دي. هغه وويل، دا اسناد د عبدالله وردگ پېر ته رسيږي ، چې د هغه له مخه هلته والي و.
هغه وويل: "ددې موضوع په اړه مې د آبچکان د سميې له خلکو سره کومه معامله نه ده کړې. په دې اړه ټول شيان د عبدالله وردگ پر مهال پورې اړه لري. زه له هغې څخه بالکل بې خبره يم. "
وردگ په ٢٠٠٨ کال کې د سړک د غاړې د بمي چاودنې له امله وژل شوی.
د نوموړي والي د مهال د کارونو په اړه هم پوښتنې شته. کله چې د لومړي ځل لپاره خبر شو چې په ٢٠٠٩کال کې پيسې تاديه شوي دي او مستند ثبوت ورته وښودل شو، چې تر پوښتنې لاندې ځمکه په دولت پورې اړه لري، هغه له هغو شپږو تنو څخه څلور تنه بنديان کړل.
څو ورځې وروسته يې هغوی بېرته خوشې کړل. ځايي پوليسو آی ډبيلو پي آر ته وويل چې بنديان د لودين په امر خوشې شول.
کله چې آی ډبليو پي آر له هغه څخه وپوښتل چې ولې يې دا کار وکړ، لودين لومړی وويل، امر ده نه و کړی، امر له څارنوالۍ څخه راغلی و. خوکله چې د ده په لاسليک د خوشې کېدو امر وښودل شو، هغه وويل: "ما مازې خپله دنده سرته رسولې."
د لوگر ولايت د محکمو رئيس، سيد رحيم وايي، د هغو افرادو د خوشې پړه يوازې د لودين پر اوږو پرته ده.
لودين ټينگار کوي او وايي، کوم ناسم کار يې نه دی کړی. دا ادعاگانې د هغه په وړاندې د توطئې يوه برخه ده.
هغه وويل: "ما له هيچا څخه بډې نه دي اخيستي. ما يوازې قانون پلی کړی."
د آبچکان په دښته کې شاوخوا ٢٠٠ کورنۍ اوسيږي. يو څو کورنيو د ٢٠٠٩ د کرايې له پيسو څخه يوه برخه ترلاسه کړې ده.
د ٣٦ کلن لطف الله په نامه يو کروندگر آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه ته څلور کاله دمخه اتلس زره ډالره ورکړ شوي و. "ځکه هغه زما برخه وه." هغه وويل نورو ته ٥٠٠٠ – ٧٠٠٠ په اندازه رسېدلې وې.
لطف الله وويل، دومره زياتې پيسې يې په خپل ژوند کې نه وې ليدلې. خو له بده مرغه داسې بادوونه تل نه رالوزي.
آی ډبليو پي آر وغوښتل د موضوع په اړه د لوگر د نوي والي، محمد اقبال عزيزي نظر مالوم کړي، چې د ٢٠١٢ کال د سپتمبر په پای کې ګومارل شوی و، خو ورته وويل شول، هغه په ضد ونقيض موضوعگانو کې، چې د هغه د مخکينې والي په وخت پورې اړه لري، څه ويلو ته چمتو نه دی.
عبدالمقصود عزيزي په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبریال دی.
دا رپوټ د ارزگان او ننگرهار په پروژه کې د آی ډبليو پي آر د افغان رسنيو د انتقادي رپوټ ورکولو د يوې برخې په توګه چمتو شوی دی.