افغانان د بيارغاولو پروژې تر پوښتنو لاندې نيسي

د مناظرو برخوال وايي د ملي پيوستون د پروگرام پروژې تل په سم ډول پر مخ نه وړل کيږي.

افغانان د بيارغاولو پروژې تر پوښتنو لاندې نيسي

د مناظرو برخوال وايي د ملي پيوستون د پروگرام پروژې تل په سم ډول پر مخ نه وړل کيږي.

Tuesday, 23 June, 2015

د آی ډبليو پي آر د مناظرو د وروستۍ لړۍ ويناکوونکي پر هغه پروگرام نيوکې وکړي چې په افغانستان کې د کليوالي ټولنو سره د هغوی له خوا د پروژو په پلي کولو کې مرسته کوي. 

د ملي پيوستون پروگرام  په ٢٠٠٣ کال کې د کلو د بيارغاونې او پراختيا د وزارت له خوا رامنځته شوی دی. تر دې پروگرام لاندې د افغانستان په بېلابېلو کلیو کې د ټولنې پراختيايي شورا رامنځته شوې او مالي مرسته ورته ورکړ شوې چې د خپلې اړتيا وړ زيربنايي يا کرنيزې پروژې پلې کړي.  

له ملي پيوستون سره پر حکومتي مرستو سربېره، نړيوال بانک، آغاخان بنسټ، د متحده ايالتونو پراختيايي پروگرام (USAID) او the Afghanistan Reconstruction Trust Fund هم مرسته کوي.

د افغانستان په لويديځ، هرات کې د هغه ولايت د کلو د بيارغاونې او پراختيا رئيس، محمود مجيدي وويل، د دې ولايت په ١٥ ولسواليو کې ٢٥٦٣ ټولنیزی پرمختیایی شوراګانې  فعال دي.

هغه وويل، په هرات کې د ملي پيوستون د کار له پيل راهيسې ٤٣٤٤ پروژې پلې شوي، چې د هغې له ډلې څخه د ٤٤٨ پروژو کار په چټکۍ روان دی. هغه زياته کړه: «په دې پروژو کې د ښوونځيو، سړکونو، پلونو د ودانولو او د سيند د غاړو مورگو د جوړولو او د څښلو د اوبو د څاگانو کيندل شامل دي.»

په ختيځ ولايت لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور د رياست استازي، گل احمد محبت د ملي پيوستون د يو شمېر پروژو ستاينه وکړه، خو گوته يې وڅنډله چې د پروژو څارنه، نه کيږي. 

هغه وويل: «د کلو په شورا کې د ملي پيوستون د پروژو پلي کوونکو ته کوم ټاکلی معيار نه دی وضع شوی. د يو شمېر شوراگانو مشران، مرستيالان او سکرتران بيخي نالوستي خلک دي. يو نالوستی کس څنگه کولای شي ملي پروگرام پلی کړي؟»

د لغمان يو قومي مشر، شيخ محصل خان وويل، له دې امله چې د ملي پيوستون پروژې ډېرې چټکې پر مخ ولاړې، د کار کيفيت يې کمزوری دی.

هغه وويل: «د يو شمېر ځايي چارواکو او د ارزونې د کمېټې په گډون د کلیو ټولې شوراگانې په فساد کې ښکېلې دي.»

د لغمان د کلو د بيارغاونې او پراختيا رئيس، امين الدين بيدار نوموړې ادعاگانې رد کړې.

هغه وويل: «موږ د ولايت پر مرکز، مهترلام سربيره، په پنځو ولسواليو کې د کلیو ٨٢٦ شوراگانې جوړې کړې دي. د ملي پيوستون پروژې د نوموړو شوراگانو له خوا پلي کيږي. کار يې ښه روان دی.»

بيدار د ملي پيوستون څلور عمده هدفونه داسې بيان کړل: د بيوزلۍ راټيټول، د ملي او سيمه ييزو حکومتي ادارو پراختيا، دټولنیزوپرمختیایی شورا ګانو د ظرفيت او د ژوندانه د معيار لوړول.

د مناظرې يو گډون کوونکي، عبدالباري غورځنگ داسې پوښتنه وکړه چې گوندې د کلو شورا پر درغليو تورنې شوې دي.

بيدار یی په ځواب کې وويل، د هغه ادارې د ادعا شوې درغلۍ له امله د ١٩ شوراگانو په وړاندې قانوني گامونه پورته کړي دي.

د افغانستان په شمال ختيځ کې د بغلان په ولايتي مرکز، پلخمري کې د ملي پيوستون ځايي مشر په ورته ډول وويل، چې دا د ښه کار کولو يو ځواک دی. کفايت الله عثماني وويل، په دې ولايت کې نوموړی پروگرام د بياودانولو او کلیو د رغاولو کارونه پر مخ وړي.

هغه وويل: «په بغلان کې د پراختيايي شوراگانو شمېر ٩٩٤ ته لوړ شوی. د تېرو ١٣ کلونو راهيسې شاوخوا ٢٩٥٣ پروژې بشپړې شوي، چې له ډلې څخه يې ٥٦٢ لا تر اوسه تر کار لاندې دي.»

د محمد عثمان په نامه يو ځايي قومي مشر وويل، په داسې حال کې چې ډېرې پيسې په پراختيايي کارونو لگيدلي، خو هغومره زيات څه په لاس راغلي نه دي.

هغه وويل: «خلک په کلو کې له زياتو ستونزو سره لاس او گرېوان دي. سره له دې چې په يو شمېر سيمو کې پروژې پلې شوي، خو پايلې يې د کنترول او د توکو د کيفيت د ټيټوالي له امله ښې نه دي.»

په ختيځ ولايت، کونړ کې گډون کوونکي په يوه خوله وو، سره له دې چې د ملي پيوستون د کار تگلاره د ملي يووالي د ملاتړ لپاره يوه ښه لار ده، خو عملي کول يې بيا بېله خبره ده.

د ولايتي شورا مرستيال، جمال الدين سيار وويل: «خلک پروگرام خوښوي، ځکه خلکو ته يوه اندازه واک او قدرت ورکوي، خو کله چې خبره پلې کېدا ته رسيږي، بيا نو يو څه ستونزې شته.»

د نرنگ په ولسوالۍ کې دټولنیزې شورا مشر، حاجي عطاءالله زياته کړه: «ملي پيوستون کولای شي د خلکو او حکومت تر منځ واټن لږه کړي، خو ستونزه داده چی د هغی شوراگانې، انجينران اوډلې يې د پروژو د پلي کولو پر مهال درغلي کوي.»

د کونړ د ملي پيوستون مشر، وحيدالله زاهد له خپل کار څخه دفاع کوي.

هغه وويل: «د ملي پيوستون او نورو پروگرامونو ترمنځ توپير دا دی چې هغه هېوادوالو ته سل په سلو کې واک ورکوي چې خپلې اړتياوې په گوته او ستونزې يې هوارې کړي.»

د کونړ د دم کلي اوسيدونکې فرشتې وپوښتل، په داسې حال کې چې نورې ادارې نشي کولای په هغو سیمو کې کار وکړي چې ددولت تر کنترول لاندې ندي ، ملي پيوستون په لرې پرتو سيمو کې څنگه خپل پروگرامونه پلي کوي.؟

زاهد وويل: «موږ د ناخوندي سيمو لپاره يوه تگلاره لرو چې له مخې يې له ځايي اوسيدونکو څخه تضمينونه اخلو، چې آن په ځينو حالتونو کې مخالفين د هغې په وړاندې نشي ودرېدای. په هغو سيمو کې پروژې د خلکو په گډې مرستې پلې کيږي.»

 

 

Frontline Updates
Support local journalists