افغانستان: د فرخندې مړينه د ځاني غبرگون د پارونې لامل
د سويلي سيمو د مناظرو په لړيو کې ويناوالو ومنله چې پارونکي احساسات دولسي موضوع گانو پر وړاندې ناوړې پایلې لري .
افغانستان: د فرخندې مړينه د ځاني غبرگون د پارونې لامل
د سويلي سيمو د مناظرو په لړيو کې ويناوالو ومنله چې پارونکي احساسات دولسي موضوع گانو پر وړاندې ناوړې پایلې لري .
د روانې مياشتې غم لړلې پېښه، چې پکې د قرآن کريم د سوځولو د ناسمو تورونو له امله د فرخندې په نامه يوه ښځه د کابل ښار د يوې پارېدلې ډلې له خوا تر مرگه ووهل شوه، د افغانستان د څلورو ولايتونو د غونډو د برخوالو له خوا په بشپړ ډول وغندل شوه.
د ختيځ ولايت، کونړ د امنيې قوماندانۍ د بشري حقونو مدير، حاجي محمد علي وويل: «په کابل کې د فرخندې مړينه د ساده او احساساتي چلن له امله رامنځته شوه. ساده لوحو خلکو يوه بېگناه نجلۍ د يو چا د بې بنسټو تورونو له امله ووژله.»
په کندهار، پکتيکا، غزني او همدارنگه د کونړ په ولايتونو کې د آی ډبليو پي آر له خوا د جوړو شوو مناظرو ځينو برخوالو وويل، کېدای شي سمه ښوونه او روزنه د ا ختلافي موضوعگانو په وړاندې يو کرار او رغنده غبرگون فرهنگ دود کړي.
همدارنگه په کونړ کې د شعيب غروال په نامه يو ليکوال او د مدني ټولنې فعال وويل، افغانان پر دې ډېر مشهور دي چې په خورا اسانه يې د قهر او غوسې بټۍ خوټکيږي.
غروال وويل: «باور کول په افغانستان کې يوه جدي موضوع ده. افغانان هرې پېښې ته احساساتي غبرگون څرگندوي او دا احساسات موږ ته په ډېره لوړه بيه پرېوزي.»
د غزني ولايت د خواجه عمري ولسوالۍ د پوهنې مدير، نور احمد خاطريار وويل، خلک بايد خپل ځان ته اجازه ورنه کړي چې د نورو له خوا په اسانۍ ولمسول شي او بيا له فکره پرته اقدام وکړي.
نوموړي وويل: «پارول شوی عمل دا معنا لري چې نه پوهيږو د هغې پايله به څه وي. موږ ناخوښه پايلو ته غېږ پرانيزو.»
د مدني ټولنې يو فعال، عباس نيازي زياته کړه: «خدای موږ ته عقل او د فکر کولو وړتيا راکړې. ولې بيا په خلکو پسې ولاړ شو او هر څه په پټو سترگو ومنو؟ ولې پر دې ځان ونه پوهوو چې د خوشباورۍ له امله نور خلک له موږ څخه خپله گټه پورته کوي؟»
په سويلي ولايت، پکتيکا کې د ښځو د چارو رئيسې، شازيې صديقي وويل، د ډېرو ناڅيزو موضوعگانو په وړاندې په پاريدونکی غبرگون کې جنسيتي تاوتريخوالی يوه عادي خبره ده.
هغې وويل: «په پکتيکا کې د ښځو د چارو رياست ته د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د زياترو رسېدلو پېښو لاملونه ناپوهي، بد گوماني او افراطي احساسات جوړوي.»
زياتره ويناوال د دې کار لامل ټيټه کچه زده کړه بولي. د مدني ټولنې يوه فعال گل زاده حميدي هغې ته « جهالت» نوم ورکړ، چې د مرگونو پايلو لامل کېدای شي.
د پکتيکا ولايت يوه ليکوال او ژورنالست، سيف الرحمن شهاب زياته کړه: «زه په پوره باور ويلای شم چې زموږ د هېواد د دېرش کلنې جگړې لامل ساده لوحي او ټيټه کچه زده کړه ده.»
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې په وړاندې يې د مقابلې لپاره څه کول په کار دي، وويل: «حکومت بايد د رسنيو له لارې د عامه پوهاوي د خبرولو پروگرامونه پلي کړي، ترڅو خلک د ټولنيزو چارو، اسلام او اساسي قانون په اړه معلومات لاسته راوړي او له هغې سره سم عمل وکړي.»
د پکتيکا د ديني چارو رئيس، قاضي ظبط الله وويل، اسلام خلک هڅوي چې د خپلو اعمالو ممکنه پايلو ته پام وکړي.
هغه وويل: «اسلام له هر عمل څخه دمخه د هغې پر اړه د فکر او قضاوت کولو پر اهميت ټينگار کوي. هر عمل دې له فکر او سوچ وروسته سرته ورسيږي.»