افغاني پيسې په سويل ختيځ ښار کې د چا نه خوښيږي
په ننګرهار کې پاکستانۍ روپۍ [کلدارې] د افغانيو په پرتله ښې چليږي
افغاني پيسې په سويل ختيځ ښار کې د چا نه خوښيږي
په ننګرهار کې پاکستانۍ روپۍ [کلدارې] د افغانيو په پرتله ښې چليږي
په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، هجرت الله اختيار ليکنه
د افغان اردو سرتيري، محمد منير لږ دمخه معاش اخيتسی و. هغه سيده د اسعارو بازار ته لاړ چې افغانۍ په پاکستانيو روپيو [کلدارو] بدلې کړي.
منير په پام کې نه درلودل چې د افغانستان ختيځ ولايت، د ننګرهار له مرکز، جلال آباد څخه بهر لاړ شی، خو کله چې آی ډبليو پي آر ورځنې د بهرنيو اسعارو د اړتيا په اړه وپوښتل،
هغه وويل: «وروره، داسې ښکاري چې ته دې ښار ته نوی راغلی يې. که افغانۍ درسره وي، نو په کلدارو يې بدلې کړه، ځکه دلته څوک افغانۍ نه اخلي.»
کلدارې دافغانۍ پر ځای کاريږي.
له منير څخه پوښتنه وشوه، چې افغانۍ څه نيمګړتيا لري، هغه وويل، «[د ننګرهار] والي، ګل اغا شېرزي ته ورشه، وبه ګورې چې د هغه په جيب کې ډالر او پاکستاني روپۍ دي. هيڅوک د افغانيو قدر نه کوي.»
د رحيمداد په نامه يو ځايي سړي د جلال آباد په ښار کې د پېرودلو پر مهال وويل، په پاکستاني روپيو شيان ارزانه دي، ځکه د لسو افغانيو د بيې توکی ورته په لسو کلداروورکوي. د رسمي بيې له مخې بايد هټيوال ترې دوه هومره روپۍ واخلي.
رحيمداد وويل، که افغاني بانک نوټونه وګوري نو په سخته به يې وپېژني.
د مشال په نامه د پوهنتون يوه محصل وويل په جلال آباد کې پلورونکي د يوه کتاب د اخيستلو پر مهال افغانۍ بېرته ورکړې او ورته يې وويل: «دا بېرته واخله، نه پوهيږم هغه په کلدارو څومره کيږي.»
پهختيځ او سويلي ولايتونو کې د کلدارو او د افغانستان په ځينو لويديځو ولايتونو کې د ايراني پيسو د کارولو لاملونه د جګړې د کلونو ناوړه اغېز، د يو غښتلي مرکزي حکومت نشتوالی او پاکستان او ايٍران ته په تحميلي کوچېدنې او همدارنګه له دواړو هېوادونو سره د سوداګرۍ پر اهميت، په تېره بيا د لګښتي توکو واردول ګڼل کيږي. له ۲۰۰۱ کال څخه په راوروسته موده کې بازار ته د امريکايي ډالرو د نوو پيسو په وړاندې کېدو، چې څه ناڅه د ټولو عمده راکړو ورکړو لپاره کارول کيږي، دا ستونزه نوره هم زياته شوه.
د اسعارو يو کارکوونکي، احسان الله آی ډبليو پی آر ته وويل، د ځايي حکومت او د غير حکومتي موسسو د کارکوونکو په ګډون هرڅوک هغه ته راځي چې خپل معاشونه په روپيو بدل کړي. هغه خلک چې افغانۍ اخلي، يوازې هغه کسان دي چې کابل او د شمال نورو سيمو ته ځي.
په دې وروستيو کې ولسمشر حامد کرزي پوليسو، څارنوالۍ او د بانک کارکوونکو ته د يوې کمېتې د جوړولو لارښوونه کړې چې د بهرنيو اسعارو د راکړې ورکړې مخه ونيسي او د افغانۍ چلند ته پراختيا ورکړي. يوه داسې کمېټه په ننګرهار او نورو ختيځو ولايتونو کې هم فعاله ده، خو تر دې دمه يې اغېز نه ترسترګو کيږي. له خوړو نيولي تر ټکسي او نورو شيانو پورې هرڅه په روپيو پلورل کيږي.
د افغانستان بانک د جلال آباد د څانګې مرستيال، احمدزي وويل، ځايي کمېټه په بازار کې د کلدارو کارول څاري او پر هماغه ځای سر غړوونکي جريمه کوي.
نوموړي يادونه وکړه چې افغانيو له تېرو شپږو کلونو راهيسې خپل ارزښت ساتلی په داسې حال کې چې روپيو برخلاف خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. څوک چې روپۍ کاروي له ماليٍ زيان سره به مخامخ شي. خو تر ټولو عمده لامل د خلکو «ټينګه پرېکړه ده، چې هغوی افغانان دي او بايد په خپل هېواد کې افغانۍ وکاروي.»
د عبداللطيف په نامه يو هټيوال وويل، د اسعارو د کمېټې يو غړي د روپو د کارولو له امله هغه جريمه کړ.
عبداللطيف وويل: هماغه سړی يوه اوونۍ وروسته راغی .... او له ماڅخه يې په کلدارو سودا واخيسته. ما ورته وويل د کلدارو د کارولو له امله دې جريمه کړی يم، نو اوس ولې هماغه کلدارې ماته راکوې. هغه بښنه وغوښته او ويې ويل نور د کميټې غړيتوب نه لري.»
دننګرهار د والي، ګل اغا شېرزي وياند، احمد ضيا عبدلزي وويل، چارواکي د جريمې پر ځای د خلکو هڅول غوره بولي.
هغه وويل: «د پخوا په پرتله د کلدارو کارول زيات رالويدلي دي. «هيله من يو کمپاين به مو د افغانيو د کارولو .. په اړه ملي روحيه پياوړې کړي»
د ننګرهار د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مرستيال، حاجي عزيز الرحمن وويل، د روپيو پر کارونې د جريمې لګول ګټه نه لري.
هغه وويل: «د کلدارو مخه د نغدي جرېمې له لارې نشي نيول کېدای. هټيوال به د جريمې پيسې پر بيو ورزياتې کړي او له پېرودونکو څخه به يې واخلي.»
عزيزالرحمن وويل، د حکومت د پيسو پالسي ثابته او سمه نه ده. هغه څه ته چې اړتيا ده هغه د اغېزمن قانون رامنځته کول دی چې پر هر چا او په بازار کې پر ټولو کارېدونکو اسعارو پلی شي.
هغه وويل: «حکومت بايد پر سوداګرو، لويو قرارداد کوونکو او د غير حکومتي موسسو پر کارکوونکو زور راوړي چې راکړه ورکړه په افغانيو وکړي، نه په کلدارو او ډالرو.»