د هرات مېرمنې د سوداګرۍ مسؤوليت په غاړه اخلي
له ټولنيزو نيوکو او غندنو سره سره زيات شمېر مېرمنې په لويديځ ولايت کې هټۍ پرانيزي او سوداګري پر مخ وړي.
د هرات مېرمنې د سوداګرۍ مسؤوليت په غاړه اخلي
له ټولنيزو نيوکو او غندنو سره سره زيات شمېر مېرمنې په لويديځ ولايت کې هټۍ پرانيزي او سوداګري پر مخ وړي.
په هرات کې د آى ډبليو پي آر د خبريالې، سودابې افضلي ليکنه
په لسګونه ځوانې مېرمنې له گڼې گوڼې نه په يو ډک ورکشاپ کې راغونډې شوي، چې شاوخوا يې د اوبدلو تنستې او د ګنډلو ماشينونه پراته دي. هغوى په خپل کار کې هومره بوختې دي چې ورکشاپ دننه راتلونکو خلکو ته يې فکرهم نه کيږي. دلته هغوى ورېښمين دستمالونه، خامک دوزي شوې ټوټې او جامې جوړوي او بيا يې په ځايي بازارونو کې پلوري.
دې دندې د درې ماشومانو د مور، ٢٥ کلنې معصومې ژوند بدل کړى دى. کار ستونزمن دى، خو د ورځې د 250 افغانيو پيسو په ترلاسه کولو هغه په خپلو پښو ولاړه ده او له خپل مېړه سره يې، چې يو خټګر دى، اړيکې ښې شوي دي.
هغې وويل: "له تېرو شپږو مياشتو راهيسې په دې ورکشاپ کې کار کوم. له کومې ورځې چې مې مزدوري اخيستې، نو د ميړه د ډېر درناوۍ وړ ګرځېدلې يم او ښه چلن راسره کوي. يوشمېر ناسم دودونه او رواجونه ددې لامل شوي چې خلک د ښځو کارونو ته په ښه سترګه ونه ګوري. له داسې موضوعګانو سره بايد مبارزه وکړو."
په لويديځ ولايت هرات کې مېرمنې مخ په زياتيدونکي توګه د خپل کار و بار د جوړولو او رامنځته کولو لپاره د ناوړو رواجونوپه وړاندې مبارزه کوي او آن ښځې پرکار ګوماري. په وروستۍ پرمختيا کې په پام کې ده چې په راتلونکې مياشت کې د ښځو د نړيوالې ورځې په وياړ په هرات کې د "خديجه مارکيټ" په نامه ښځينه هټيوالو ته يو ځانګړى شوى مرکز پرانيستل شي.
د هرات د توليداتو د ورکشاپ څښتنې، صديقې تمسکي، چې معصومه پکې کار کوي، خپل کار له کوره پيل کړ او بيا يې ورکشاپ پرانيست چې اوس ٢٠ تنه پکې کار کوي او ټولې مېرمنې دي.
پنځه ويشت کلنې تمسکي وويل: "موږ د ورکشاپ تر څنګ د ښار په دوو مارکيټونو کې هټۍ هم پرانيسې، چې خپل مالونه پکې پلورو. ددې هټيو هتېوالې هم مېرمنې دي. همدا راز مو زيار ايستلى نور هټېوال وهڅوو چې زموږ توليدات واخلي. ددې کار په موخه مو د بازرا موندنې لپاره درې مېرمنې په کا رګومارلې دي."
تمسکي وويل، له کوم لوى خنډ سره چې مخامخ ده، هغه د ښځو له خوا د کسب او کار د پرمخ وړلو په وړاندې دوديز تبعيض دى. له دې امله زياتره نارينه دهغې له هټۍ څخه يو شى په زړه نازړه اخلي.
د هرات ولايت چارواکي د ښځو د سوداګرۍ په وړاندې د تعصب د شتون خبره مني، خو په ټولنه کې د ښځو مخ په زياتېدونکي ونډه ستايي.
د هرات ولايت د سوداګرۍ او صنايعو د خونو مشر، خليل احمد يارمند وويل: "اوس د هرات په ښار کې د ښځو د ټولنو شپږ اتحاديې جوړې شوي، چې په ځانګړي ډول د جامو په جوړولو او د خوراکي توکو په توليد کې فعاليت کوي. په دې برخو کې ټولې ١٥٠٠ مېرمنې په کار بوختې دي."
سره له دې چې په دوديز ډول د افغانستان په زياترو ولايتونوکې مېرمنې په لاسي صنايعو او غالۍ اوبدلو کې په کار بوختې دي، خو عموما په خپلواکه توګه له پانګې اچونې او خرڅون څخه د هغوى مخه نيول کيږي. آن په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له رانسکورېدو راوروسته هغوى له ډېرو خنډونو سره لاس او ګرېوان دي.
اته ويشت کلنه مهناز له شپږو مياشتو راهيسې د هرات په يو مارکيټ کې د ګاڼو او د ماشومانو او ښځو د جامو د پلورلو يوه هټۍ لري.
هغې وويل: "په پېل کې چې به کله خلکو ماته کتل، نو ناکراره به وم. زما سترګو ته په کتلو به هغوى زه پوهولم چې يو نامناسب شانته کار کوم. يو شمېر خلکو به همداسې راکې سترګې ښخې کړې وې. د تېرو شپږو مياشتو په اوږدو کې يو شمېر خلکو څو، څو ځلې وګواښلم، چې هټۍ دې وتړه او که نه، نو درته به يې وسوځوو."
مهناز وويل هغې امنيتي ارګانونو او د مارکيټ څښتن ته خبر ورکړ، خو کومه ګټه يې ونه کړه. د مارکيټ څښتن ورته ويلي وو، چې مارکيټ ته دې نه راځي. دا خبره هغې ته د منلو نه وه، ځکه دوه کلن تړون (قرار داد) يې لاسليک کړى و.
هغې وويل: "مجبوره شوم د يو څه مودې لپاره مې د ستونزو د راکمولو لپاره هټۍ ته خپل پلار د شريکبانډي په توګه راوست. اوس هغه ځورول لږ شوى، خو يو څه ستونزې لا پاتې دي."
نن مهناز په مارکيټ کې يوازنۍ ښځينه هټيواله نه ده. درې نورو ښځو هم هلته هټۍ پرانيستي دي. هغه په پام کې لري چې د خديجې د مارکيټ د جوړولو لپاره دوه نورې هټۍ هم واخلي او يوه بله هټۍ خپلې ترور ته جوړه کړي..
هغې وويل: "موږ له حکومت څخه يوازې امنيت غواړو. موږ د ولس خلکو ته وايو، چې خپلو مېرمنو او لوڼو ته [له کوره بهر] د کار کولو اجازه ورکړي."
يو شمېر نورې ښځينه سوداګرې تر دې زياتې ليوالې دي او غواړي آن د افغانستان له پولو هاخوا بازار بيامومي.
پنځه څلوېښت کلنه عاطفه منصوري د سوداګرۍ پر يو پلان کار کوي چې د ښځو په لاس جوړ شوي لاسي صنايع پاکستان، ايران او تاجيکستان ته صادر کړي.
هغې وريښمين دستمالونه، ټغرې او خامک دوزي شوي توکي د افغانستان ځينو ولايتونو او بهر ته د سوداګرۍ د پراخولو او په نندارتونونو کې ايښولو ته استولي دي. تر اوسه له مثبت غبرګون سره مخامخ شوې ده.
هغې وويل: "د ولايتي بيارغاونې په ډلو کې د بهرنيو کارکوونکو په څېر بهرني مشتريان او بهرني سرتيري زموږ توليدات ډېر خوښوي. هغوى دا توکي اخلي. دا کار زموږ د سوداګرۍ په پرمختګ کې مرسته کوي."
منصوري د هغې په څېر د سوداګرۍ د برخو له مشرانو سره د نه ملاتړ له امله حکومت پړ بولي.
د هرات ولايت د ښځو د چارو رئيسې، کرېمې حسينې دا پړه ونه منله او ويې ويل د ښځو دچارو رياست د ښځو د سوداګرۍ په پراختيا کې لوى رول لوبولى دى.
هغې د خدېجې د مرکز يادونه وکړه، چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د لومړۍ مېرمنې، د يوې بريالۍ سوداګرې مېرمنې، په نامه نومول شوى دى..
دا مرکز د ولايتي بيارغاونې ايټالوي ډلې له خوا د ٢٠٠٠٠٠ ډالرو په بيه جوړ شوى او ٣٦ هټۍ لري. ډېرو خلکو په کرايې باندې د هغې نيولو ته غوښتنليکونه ورکړي. .
هغې وويل: د هټيود عادلانه وېش لپاره موږ يوه کمېټه جوړه کړې، چې وګوري هر سکتور ته يوه هټۍ ورسيږي. هټۍ به په لومړيو درېو مياشتو کې له کرايې پرته د مېرمنو په واک کې کېښودل شي. تر هغې وروسته به د مياشتې له پنځوسو څخه تر سلو ډالرو پورې کرايه ورکوي."
حسيني وويل، د ښځو د چارو رياست ښځينه سوداګرو ته د بانکي پورونو په چمتو کولو کې مرسته کړې ده. هغه زياتوي چې د ولايتي بيارغاونې د ډلې په موافقه به ډېر ژر په ايټاليې کې د هراتي ښځو په لاسونو د جوړو شوو توکو يو نندارتون جوړ شي.
څارونکي يادونه کوي چې د هېواد په اقتصادي ژوندانه کې د ښځو د ونډې پراختيا له بېوزلۍ نيولې د کورني تاوتريخوالي د له منځه وړلو پورې ډېرې ګټې رامنځته کړي دي.
د ټولنيزو چارو يو ماهر، محى الدين موحدي وويل: "ځينې [کورني] تاوتريخوالي له بېوزلۍ رازيږېدلي. د يو کور نارينه مجبور دى چې د خپلې اووه يا اته نفري کورنۍ نفقه چمتوکړي. دا کار د زياتو ناندريولامل کيږي. هغه مهال چې [مالي] ستونزې سوداګرۍ ته د ښځو له خوا هوارې شي، تاوتريخوالي کميږي او ښځې په کورنۍ کې ډېر ارزښتمن او له درناوۍ ډک دريځ ترلاسه کوي."
په هرات کې ځينې خلک په سوداګرۍ کې د ښځو په کار خوښ نه دي، وايي دا کار هرو مرو "بد اخلاقۍ" ته لار هواروي.
يو تن ناخوښه ځايي اوسيدونکي، مولوي عبدالله محمدى وويل: "پر هغو ښځو باور نشي کېداى چې په بازار کې يې سوداګرۍ ته زړه ښه کړى وي. هيڅوک بايد له هغوى سره راشه درشه اومرسته ونه کړي."
خو ځينې اسلامي عالمان يادونه کوي چې اسلامي قانون ښځې له سوداګرۍ څخه منع کړي نه دي. .
يو اسلامي عالم، عبدالواحد عاصمي وويل: "اسلام د ښځود ملکيت او ميراث حقونه مني. هغوى کولاى شي سوداګري وکړي، خو بايد اسلامي جامې او نيک اخلاق په پام کې ونيسي. که دا کار وکړي، د سوداګرۍ ممانعت يې نشته."