د تاوتریخوالي څپې افغان ترینګلي اقتصاد ته زیان رسوي

د تاوتریخوالي نوو څپو، د خلکو اعتماد او غړنده پانګې اچونې دواړه تر اغېز لاندې راوستي دي.

د تاوتریخوالي څپې افغان ترینګلي اقتصاد ته زیان رسوي

د تاوتریخوالي نوو څپو، د خلکو اعتماد او غړنده پانګې اچونې دواړه تر اغېز لاندې راوستي دي.

Police gather at the scene of an attack in Kabul. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)
Police gather at the scene of an attack in Kabul. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)
Wednesday, 7 February, 2018

کارپوهانو ګوته څنډلې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د مخالفانو د مرګونو بریدونو نوو څپو په هېواد کې کسب او کار  ته زیان رسولی دی.

د جنورۍ د میاشتې په اوږدو کې څلورو جلا ځانمرګو بریدونو نژدې ۱۴۰ تنه ووژل او څو سوه نور يې ټپیان کړل.

مخالفانو په کابل کې د یو مشهور هوټل په ګډون، چې زیات سوداګر سیلانیان ورته راتلل، په نورو دریو سیمو او په جلال آباد ښار کې د ماشومانو پر یوې نړیوالې خیریه موسسې بریدونه وکړل.

د امنیت په اړه اندېښنې تر دې بریده جدي شوي چې په پلازمېنې کې مخ په زیاتیدونکي شمېر ولسي وګړی غوره بولي د خپلو دفترونو پر ځای په خپلو کورونو کې کار وکړي.

د کابل پوهنتون استاد، سید مسعود آی ډبلیو پی آر ته وویل، د هغه په اند وروستي بریدونه د ولس د باور د لږولو او د هېواد د اقتصاد کاواکه کولو لپاره د نوې استراتیژۍ یوه برخه ده.

هغه وویل: «طالبانو پر انټر کانتيننټال هوټل پر برید زموږ پر امنیتی پوځونو د خلکو باور نور هم له منځه یوړ او د هغې تر څنګ يې [د هېواد] اقتصاد ته په ملیونونو ډالر تاوان ورساو.»

د افغانستان د سوداګرو او صنایعو د خونې مرستیال، خان جان الکوزي زیاته کړه، د نوموړي برید له امله د سوداګرو د خصوصي سکتور څو کنفرانسونه کنسل شول چې په پام کې وه په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړ شي.  

نوموړي آی ډبلیو پي آر ته وویل: «برید کوونکو وکړای شول په خپلو بریدونو په افغانستان کې د پانګې اچونې پر ډګر یو لوی ګوزار وکړي.»

د وروستیو بریدونو نوې لړۍ، د جنورۍ په ۲۰ په داسې مهال پیل شوه چې طالب ټوپک والاوو د کابل ښار په لمنو کې په پروت انټرکانټیننټال هوټل یرغل وکړ.

مخالفانو د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۲۱ تنه ولسی وګړي وویشتل او ۱۷ نور يې ټپیان کړل. دغه برید چې شاوخوا اوولس ساعته يې دوام وکړ، یوه ملي الوتکه له الوتلو وغورځوله، ځکه د هغې کارکوونکی په دغه هوټل کې اوسیدل.  

د کام ایر کارکوونکو باور درلود چې ټوپک والاوو د هغوی د اوسیدو د ځای په اړه مخکیني استخباراتي مالومات درلودل. له همدې امله يې د هغوی د استوګنې خونې لټولې. د پنځو تنو پلوټانو په ګډون د الوتکې نهه تنه کارکوونکي په برید کې مړه شول چې له امله يې شرکت په لسګونه الوتنې کنسل کړي.   

د انټرکانټيننټال هوټل له برید څخه څو ورځې وروسته یاغیانو د ننګرهار مرکز، جلال آباد په ښار کې د «ماشومان د ژغورني» پر خیریه موسسې برید وکړ.

ډله ییز برید د جنورۍ په ۲۴ هغه مهال پيل شو چې له دفتر څخه بهر یو موټر بم وچاودید. وروسته ټوپک والا ودانۍ ته ننوتل، څلور تنه کارکوونکي يې په ډزو ووژل او له لسو زیات يې ژوبل کړل. د دغه برید مسوؤلیت داعش پر غاړه واخیست.

د جنورۍ د میاشتې په ۲۷ نېټه په کابل کې په یو لوی برید کې هغه مهال له ۱۰۵ څخه زیات خلک ووژل شول او ۲۱۰ نور ژوبل شول، چې یوه طالب ځانمرګي له چاودیدونکو توکو یو ډک امبولانس وچاوه.

دوې ورځې وروسته مخالفانو د کابل ښار لویدیځ ته د هېواد پر یوې لویې پوځي اکاډمۍ برید وکړ، اته سرتیري يې ووژل او دیارلس نوريې ټپیان کړل. د دې برید مسوؤلیت هم داعش پر غاړه واخیست.  

مسعود وویل، هغه په دې باور دی چې د دغو بریدونو شاته یوه استراتیژی پرته ده.

هغه وویل، د ولسی خلکو وژل، د داسې هوټل په نښه کول چې زیاتره پکې بهرني سوداګر، په تېره بیا پیلوټان اوسیږي. دغه ټول د داسې یوې ناخوالې انځور کاږی چې د افغانستان اقتصاد پکې کاواکه کیږي او پانګه وال بې زړه کوي.

هغه وويل، پر هوټل برید نړیوالو سیلانیانو ته یو څرګند پیغام و چې کابل نور خوندي ځای نه دی. په داسې حال کې چې د کام ایر د پیلوټانو وژل د هغه هوایی شرکت وړتیا شله او شوټ کړه چې د اړتیا وړ شیان يې له هند څخه واردول.

مسعود وویل: «د طالبانو زیاترې کړنې د دې لپاره دي چې الوتنې بندې کړي او د افغانستان پر لویو لارو تګ راتګ له خنډونو سره مخ کړي. مخالفان په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د هېواد وړتیا له ننګونو سره مخ کوي.»  

ولسمشر اشرف غني له پخوا څخه په دې ټینګار کاوه چې افغانستان یو ځل بیا د اروپا او اسیا سوداګریز ملګری کړی.

هغه ویلی وو، د ورېښمو لویه لاره باید بیا رامنځته او یو بیا د اکمالاتو په یوې لویې لارې بدله شي چې یو مهال یې کابل، هرات او کندهار مهم غړي وو.

د نړیوالې سوداګرۍ پرانیستل به نه یوازې د افغانستان اقتصاد وغوړوي، بلکې د پاکستان پر صادراتو به د هېواد د ډډې لګول هم راټیټ کړي.

غني په ډهلي کې په یوې وروستنۍ غونډه کې د سوداګرۍ مشرانو ته په کلکه وویل، چې خپل پام د سوداګرۍ غوړېدا ته واړوي. هغوی ته يې د یو لوی سوداګریز مرکز په توګه د افغانستان د تاریخي اهمیت یادونه وکړه.  

هغه وویل: «موږ د مدنیت، دین، فرهنګ، لښکر کشیو، سوداګرو او زیارت کوونکو د راغونډېدو په څلور لارې او د شبکې په زړه کې موقعیت درلود.»

اوسمهال د مالونو د وړلو راوړلو الوتکې له کندهار او کابل څخه ډهلي، مومبی او امرتسر ته الوتنې کوی او درملیز توکي، د سینګار وسایل، وچې او تازه مېوې او طبي بوټي لېږدوی.

کله چې د تېرې جنورۍ په میاشت کې هوايي کاریدور پرانیستل شو، د ۱۸۰۰ ټنه مېوې په ګډون، شاوخوا ۱۰۵ ملیونو ډالرو په ارزښت محصولات وپلورل شول.

په داسې حال کې چې حکومتي چارواکو آی ډبلیو پي آر ته وویل، د نړیوالې سوداګرې د زیاتیدو له امله خوشبین دی، خو دغه سوداګران وروستیو بریدونو مستقیما ګواښلي او ډېر شکمن کړي دي.   

د کام ایر مرستیال رئیس، فرید پیکاروویل، په کابل کې پرله پسې بریدونو خورا ډېر اندېښمن کړی دی.

د انټرکانټیننټال پر هوټل له بریدونو وروسته د [کام ایر] د لسو الوتکو له ډلې څخه پنځه الوتکې له الوتنو لوېدلي دي. دغه کار د هوايي چلن پر اغېزمنتوب یو لوی ګوزار دی.   

د ۲۰۱۷ کال له اکتوبر راهیسې کام ایر هره اوونې سل ټنه افغانی محصولات دهلي ته وړل.

نوموړي یادونه وکړه، تر هغې ناوړه دا چې اوس به دا شرکت څنګه هغه پورونه خلاصوي چې د خپلو الوتکو د پېرودلو لپاره یې تر لاسه کړی دی. صافی هوايي شرکت، چې یو مهال د افغانستان دویم لوی شرکت و، د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر کې د خپلو پورونو د نه ورکړې له امله غیر فعال شو.

پیکار آی ډبلیو پي آر ته وویل: «موږ لا تر اوسه زیاتره هغه پورونه بېرته ورکړي نه دي چې له کورنیو بانکونو څخه مو اخیستی دي.»  

د انټر کانټیننټال هوټل د بازار موندنې منیجر، احمدحارث نایاب وویل، د هوټل ودانۍ ته رسېدلی زیان ژر جوړیږي، خو د هوټل پر وړتیا د خلکو د حفاظت ډاډ، په تېره بیا د بهرنیانو، ډېر سخت دی.  

د کابل په مرکز کې د یو خوندي ځای په توګه د هوټل موجودیت د هوټل یوه ستره شتمني وه او دا اوس له منځه لاړه.

نایاب وویل: «موږ باید د خلکو اعتماد بېرته تر لاسه او پرځای کړو، خو دا کار وخت غواړي.»

Frontline Updates
Support local journalists