یوه نندارتون افغاني میراث نندارې ته وړاندې کړ
داسې هیله شته چې هلې ځلې به د هرات د ارټ او هنر بخت وغوړوي.
یوه نندارتون افغاني میراث نندارې ته وړاندې کړ
داسې هیله شته چې هلې ځلې به د هرات د ارټ او هنر بخت وغوړوي.
د افغانستان د هرات په ولایت کې تاریخپوهانو او هنرمندانو د یوې امریکايي اکاډمۍ له خوا د یوه نندارتون د جوړېدو هرکلی وکړ.
مایکل بیري له اروپا، کاناډا، متحده ایاتونو، ترکیې، مصر او هند څخه د هراتي میناتورۍ د منځنیو پیړیو بېلگې راټولې کړي دي.
نوموړي تردې وروسته هغه توکي پر فلز باندې په ډېر ښه توگه حک کړل او وروسته یې په بهر کې نندارې ته وړاندې کړل.
بیري، چې د ختیځ اسلامی مدنیت کارپوه دی، آی ډبلیو پي آر ته وویل: «کله چې مې د نړې په بېلابېلو موزیمونو کې د هنر دا اثار ولیدل، نو ډېر خپه شوم چې افغانان د خپل فرهنگي میراث له لیدلو بې برخې دي.»
هغه وویل: «د افغانستان د مطالعاتو امریکايي انستیتوت په مرسته مې د بوستون په پوهنتون او په کابل کې د متحده ایالتونو او فرانسې د سفارتونو په مرسته د دغو انځورونو په راټولولو پیل وکړ.»
نوموړي دوام ورکړ: «د دغو انځورونو ټولولو څو کلونه وخت ونیو، په پاریس کې مې چاپ کړل او وروسته مې په هرات کې یو نندارتون جوړ کړ. دلته خلکو ډېره زیاته لېوالیا وښوده.»
هغه زیاته کړه: «نندارچیانو په ډېر زير ننداره کوله. هغوی غوښتل د خپلو نیکونو پر کارونو قضاوت وکړي.»
بیري دغه نندارتون د تېر کال په دسمبر کې د هرات ښار په ختیځه برخه کې په یوې تاریخي کلا کې پرانیست.
د هنري کارونو نندارتون به د فبرورې د میاشتې تر پایه پورې د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي. خبرې اترې روانې دي چې دغه نندارتون د تل لپاره پرانیستی وي. دویم نندارتون د مارچ په میاشت کې، د نوروز د جشن پرمهال په کابل کې په پام کې نیول شوی دی.
لرغونی تخلیقي هب
د تیموریانو امپراتوري د ۱۴ او ۱۶ پېړیو تر منځ په مرکزي او سویلي اسیا کې خپره شوې وه.
هرات، د افغانستان اوسنی درېم لوی ښار، د ۱۵مې پېړې پر مهال د تیموریانو پلازمېنه وه. دغه مهال و چې د اسلامی نړې تر ټولو مهمې ارزښمنې نقاشۍ رامنځته شوې.
بیري، چې دمخه یې په پرینسټون پوهنتون کې استاد و، اوس د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې کار کوي، وویل، نوموړی هنري کار د تیموریانو د امپراتورۍ له سقوط وروسته ایران، ترکیې او هند ته تیت او پرک شو.
نن چې کوم نړیوال موزیمونه د میناتورې کارونه نندارې ته وړاندې کوي، هغه په ناسم ډول نني ایران ته منسوبوي.
هغه وویل: «هرات د ختیخ اسلامي مدنیت د تخلیق مهم ځای و. په هرات کې د ټولې اسلامی نړۍ ډېرې مهمې نقاشۍ کښل شوي دي.»
«د دغه ارټ ظرافت له باور څخه پورته دی. هره ډبره او هره ونه تمثیلي ارزښت لری.»
«د بېلگې په توگه، که هرې یوې نقاشۍ ته وکتل شي، یوه ساده ونه پکې لیدل کیږي، چې ښاخونه او پاڼې يې د مني د بېلابېلو رنگونو ښکلا غبرگوي ... دا د ژوند ونه په نښه کوي، چې په ډېرې درناوۍ یې د کیسې اتل ته سر ټیټ کړی دی.»
«دا ارزښمنې نقاشۍ په ۱۵ پېړۍ کې په هرات کې رامنځته شوې او بیا وروسته په ۱۶ پېړۍ کې په ایران، ترکيې او هند کې پرې کار وشو.
«دغه کار [د بهرنیو ځواکونو له خوا] پر [هنري اثارو] د گېډې اچولو معنا لري. دغه راز عمل د نړۍ په بل هیڅ ځای کې نه کیږي. د دې کار له امله نننی افغانستان په فرهنگی لحاظ وروسته پاتې شو.»
«ما ته دا کار خوب برېښېده چې د افغانستان د مدنیت او فرهنگ یوه برخه بېرته هېواد ته راوړم او عادي خلکو ته ووایم، چې د هغوی فوق العاده [هنري] میراث څنگه دی.»
د هرات والي، محمد اصف رحیمی پام وړ بریالیتوب په توگه د نندارتون هرکلی وکړ. هغه ومنله چې د دغه ښار فرهنگي میراث په اړه باید په کورنۍ او نړیواله کچه بشپړ معلومات چمتو شي، خو ویې ویل، بیري تر یوې کچې پر دغه موضوع رڼا اچولې ده.
هغه وویل: «ټول چاپ شوي توکي پخپله معلومات ورکوي او هنری ارزښت لري، خو بیا هم د هغې په اړه د یوې معلوماتی پاڼې چمتو کولو ته اړتیا موجوده ده، تر څو، مینه وال وکړای شي د هغې پر تاریخ او وړتیا وپوهیږي. »
د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ رئیس، عارف روفیان هم د بیري کار د افغانستان د هنري مخینې د راژوندي کولو په لور یو ارزښمن گام وباله.
هغه یادونه وکړه، چمتو شوی کلکسیون، په ۱۴۶۵ میلادي کال کې په هرات کې د زیږیدلي کمال الدین بهزاد د کارونو د مطالعې لپاره، یو مناسب فرصت دی.
هغه وویل: «د تیموریانو د پېر د توکو دا کلکسیون زموږ د تېر تاریخ سره د ننني هرات د نښلولو یوه ښه لاره ده.»
په داسې حال کې چې د هرات نورو چارواکو، ښوونکو او هنرمندانو د نندارتون هرکلي وکړ، گوته يې وڅنډله د فرهنگ په توگه د ښار څېره له خطر سره مخ ده.
د کمال الدین بهزاد د هنري ښوونځي رئیس، شریف احمد حیدري وویل، په هرات ولایت کې د بصري هنر ملاتړ له زوال سره مخ دی. د نقاشۍ د مینه والو د کچې ټیټېدل، چې د [بهزاد] د ښوونځي او نورو موسسو له خوا پلورل کېدل، د دې معنا لري چې د خلکو مینه له ارټ او هنر سره لږه شوې ده.
هغه وویل: «که چېرته موږ اوسنی حلات له اوو اتو کلونو مخکنیو حالاتو سره پرتله کړو، نو وبه گورو چې له خپل هنر په اړه زموږ پوهه او له هغې سره زموږ مینه ډېره نیمگړې ده.»
سلطان احمد نورزي، چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې سیرامیک کار کوی، هم وویل، هرات د خپل هنري دریځ د لاسه ورکولو له خطر سره مخ دی.
هغه آی ډبلیو پي آر ته وویل: «په هرات ولایت کې د هنري نړۍ وضع د قناعت وړ نه ده او ډېری هنرمندان یا نورو مسلکونو ته اوښتي او يا له هېواده بهر کار کوي.»
د ریحانې په نامه یوې هنرمندې له حکومت څخه د دغه هنر د ځوړتیا د مخنیوي لپاره د کوټلو گامونو د اوچتولو غوښتنه وکړه.
نوموړې د اطلاعاتو او فرهنگ پر وزارت غږ وکړ، چې سیمینارونه او همدارنگه د هرات ښار د ودې لپاره په منظم ډول نړیوال نندارتونونه جوړ کړي.
هغې وویل: «که چېرته خلک او حکومت دواړه زموږ هنر ته ارزښت ور نه کړي، نو د دغه ولایت هنرمندان به مینه له لاسه ورکړي.»
له دغه خبرې سره د هنر د تاریخ پوه، عبدالغنی نېکسیر موافق دی، وايي، د هرات د هنر د غوړېدا لپاره ډېره پانگونه پکار ده.
هغه وویل: «له بده مرغه، په کوم ځای کې چې موږ نن ولاړ یو، د تیموریانو له پېر سره هیڅ د پرتلې وړ نه دی. زیاتره هنرونه، مهارتونه، لکه: د هغه مهال کاشي کاري او میناتوري اوس له منځه تللي دي.»
«هغه گامونه، چې ښايي د هرات د هنری میراث د ساتلو او حمایت لپاره پورته شوی وای، نه دی پورته شوي.»
د هرات ولایت د هنر او فرهنگ رئیس، جاوېد زرغون وویل، د دغه ستونزې هوارۍ ته ژمن دی. نوموړي وويل، د ښار د نقاشې او خطاطې شهرت په حقیقت مخ پر ودې روان دی. هغه وویل، د یوه مارکیټ د جوړېدو په کار لگیا دی، ترڅو هنرمندان وکړای شي هلته خپل هنري کارونه نندارې ته وړاندې کړي.