په افغانستان کې د جنسيت د برابرۍ لپاره پر ډېر کار سپارښتنه وشوه

د کورنۍ سياسي ارادې په پرتله پرمختگ د نړيوالو مرستندويانو له هڅونو سره تړلی دی.

په افغانستان کې د جنسيت د برابرۍ لپاره پر ډېر کار سپارښتنه وشوه

د کورنۍ سياسي ارادې په پرتله پرمختگ د نړيوالو مرستندويانو له هڅونو سره تړلی دی.

Wednesday, 11 November, 2015

د آی ډبليو پي آر د خبريال، عنايت الله عمري ليکنه

په کابل کې د آی ډبليو پي آر د مناظرې د يوې لړۍ د ويناوالو په وينا يو په بل پسې افغان حکومتونه د ښځو د حقونو په وړاندې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

هغوی د شاوخوا سلو تنو ښځو او نجونو يوې ډلې ته وويل، په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له سقوط راوروسته د جنسيت په برابرۍ کې له پرمختگ سره سره لا ډېر نور کار ته اړتيا ليدل کيږي.

د افغان ښځې د شبکې مشرې، محبوبې سراج وويل، د جنسيت په اړه څرگند پرمختگ سطحي دی او تر ډېره بريده د بهرنيو مرستندويانو په مرستې پورې تړلی دی.

هغې وويل: «تريخ حقيقت دا دی چې په تېرو څوارلسو کلونو کې نړيوالې ټولنې د افغاني مېرمنو له اوږو پېټی لرې کړ.» او دا يې رد کړه چې گوندې کابل حکومت په ٢٠٠١ کال کې له واک څخه د طالبانو د ادارې د لرې کولو راهسې هڅې کړي دي.  

هغې وويل، که چېرته دولت په رښتيا هم د ښځو په حقونو کې پانگونه کړی وای، نو د يو څو ښځو پرځای به زيات شمېر ښځې په عامه ډگر کې د مشرتابه په دريځ کې راڅرگندې شوی وای.

سراج د ليکوالې او سياستوالې، شکريې بارکزۍ، د بشري حقونو مبارزې، سيما ثمر او د پارلمان پخوانۍ غړې، ملالی جويا په څېر ښځو نومونه د بېلگې په ډول ياد کړل، چې هلو ځلو يې شهرت ته رسولي دي.    

هغې ويل، ښځو ته په عمومي ډول د ټولنې د دويم پوړکي په سترگه کتل کيږي.

يو هغه ډگر، چې د جنسيت حقونو پکې وده کړې، زده کړه ده. د ٢٠١٥ تعليمي کال په پيل کې د پوهنې وزارت اعلان وکړ، ٥. ١١ مليونه تنه زده کوونکي په ښوونځيو کې زده کړه کوي، چې ٤٢ سلنه يې نجونې دي. 

لکه څنگه چې ولسشمر محمد اشرف غني د نوي تعليمي کال د پيل په مراسمو کې په خپلې وينا کې يادونه وکړه، جگړه لا تر اوسه په افغانستان کې د زده کړې پر وړاندې يو خنډ دی.   

د کابل په مناظرې کې د ويناوالو له خوا د اندېښنې وړ نورې موضوعگانې جبري ودونه، کورنی تاوتريخوالی، عدالت ته نه لاسرسی او د کورنيو تر منځ د تربگنيو د پای ته رسولو لپاره د مقتول کورنۍ ته په «بدو» کې د نجونو ورکړه وبللې.   

مبارزان د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د منځه وړلو له قانون سره د حکومت نه پخلاينې ته د پرمختگ په وړاندې د يو خنډ په سترگه گوري چې په ٢٠٠٩ کال کې د ولسمشر د يوه فرمان له لارې نافذ شو، خو په ٢٠١٣ کال کې پارلمان رد کړ. نوموړی قانون له هغه وروسته بند پاتې دی، ځکه د پارلمان محافظه کار غړي له اسلام سره د هغې د مخالفت ادعا کوي.  

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون وياند، رفيع الله بيدار دا مني چې حکومت ته پکار ده د ښځو د حقونو د روان حالت مسؤوليت پر غاړه واخلي.

هغه وويل، د تاوتريخوالي لوړه کچه او د عدالت نيمگړې سرچينې، چې له طالبانو راوروسته کلونه «د ښځو د حقونو او د ازادۍ له ملاتړ لپاره بس نه» وو.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون هر کال د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ٢٠٠٠ – ٣٠٠٠ پېښې ثبتوي. دا شمېرنې د سرغړونو د ټولو شمېر يوه کوچنۍ برخه جوړوي. 

په کابل کې د ښځو د چارو د وزارت په استازيتوب، بهشتې نجوي، ومنله چې لا ډېر کار ته اړتيا پکار ده.

هغې وويل: «د ښځو د حقونو او ازادۍ د ملاتړ په برخه کې په تېرو څوارلسو کلونو کې د درېو ټاکلو حکومتونو تگلارې له يو څه ستونزو سره مل وې، خو د ښځو د حقونو په نورو يو شمېر برخو کې پانگونې هم شوې دي.»

د خپلواکو ژورنالساتو د ټولنې مشر، حفيظ الله بارکزي وويل، د ښځو په وړاندې د هغه تاوتريخوالي په اړه يې ټکان خوړلی چې د رسنيو له لارې يې اورېدلي.

هغه وويل،. داسې بريښي چې روان حکومت د جنسيت او عدالت د ښه کولو وړتيا نه لري.

 

 

Frontline Updates
Support local journalists