د ملخانو پر ضد مبارزه بايدشدت ومومي

په داسى حال کى چى په لس ګونو زره مهاجر د جلاوطنۍ څخه د بيرته راستنيدو په حال کى دي، د ملخانو له امله يو زښت زيات شمير کروندى د تباهۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

د ملخانو پر ضد مبارزه بايدشدت ومومي

په داسى حال کى چى په لس ګونو زره مهاجر د جلاوطنۍ څخه د بيرته راستنيدو په حال کى دي، د ملخانو له امله يو زښت زيات شمير کروندى د تباهۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

بزګر، مرستندويه مؤسسى او حتى مليشه ځواکونه (٢٤) ساعته د ملخانو د وروستيو تخمو په له منځه وړلو بوخت دي. که د ملخانو تخمى وزرونه وباسي او والوزي، نو دافغانستان ډيرى کروندى به تباه کړي چى حاصلاتو ته ئي سخته اړتياده. د ملخ وژلو د کيمياوي موادو، سامان آلات او د ملي او سيمه ايزه ادارو تر منځ د هماهنګۍ د نشتوالي له امله د ملخانو په وژلو کى ځنډ رامنځ ته شويدى چى دا اوس لا ملخانو ډيرى کروندى تباه کړيدي.


د کندز ولايت يوه بزګر محمد حليم وويل: موئږ ناداره او مسکينان يو او د جګړو، وچکاليو او زلزلو څخه مو ډير زغم ګاللى دى او اوس يو ځل بيا له همدى وبا سره مخامخ شوي يو. هغه زياته کړه: ملخانو زموئږ کروندى او واښه چى زموئږ د څارويو خوراک دى، را تباه کړل او د پسرلي په پاى کى تاسو ښائي داسى فکر وکړۍ چى دلته هيڅ شى را شنه شوي نه وو. ده وويل: دا يوه بله وبا ده.


ملخان خپلى هګۍ په خاورو کى اچوي. د هګيو څخه تازه راوتلي ملخان چى الوتلاى نه شي، په ډيره پراخه مځکه خپريږي او وښو او تازه را شنه شويو نباتاتو ته سخت زيان رسوي.


په افغانستان کې د ملخانو وبا په ډيرى آسانۍ سره خپريږي، ځکه چى په سلو کى


(٨٥)کروندى ئي د ټول هيواد په يوازى (٥) فيصده مځکه کې متمرکزى يدي. د (١٩٧٨) ميلادي کال د جګړى د پيل څخه تر مخه افغانستان پخپله خپل خوراکي مواد برابرول، خو د دوو لسيزو زياتو جګړو له امله د همدى هيواد (٧٠) فيصده کروندى د منځه يوړل شوي.


د افغانستان په شمال ختځ کى د بدخشان له ولايت څخه نيولي بيا تر هغو ولايتونو پوري چى د مرکزي اسيا سره پوله لري او د بادغيس ولايت چى په لويديځ کى پروت دى ، کروندى د ملخانو له امله زيانمنى شويدي او يا هم د ملخانو له ګواښ سره مخامخ دي چى ملي او نړيوالى مؤسسى د همدى اوبا په مخنوي کى پاته راغلي دي.


د بغلان، بلخ، سمنګان او کندز په ولايتونو کى د ملخانو د تخمو د وژلو له پاره ټيمونه او ډلى برابرى شويدي. په همدى ولايتونو کى د سره صليب او د ملګروملتونو د خوراکي موادو او کرهڼى مؤسسو په مرستو پيل کړيدى.


د ملخانو تخمى په بيلابيلو وختونو کى له هګيو څخه راوځي چى دا په هوا پورى اړه لري. په لوړو او سړو سيمو کى هغوى په ډير ځنډ د هګيو څخه راوځي. نو له همدى امله اوس د جوزجان، سرپل، تخار او بادغيس په ولايتونو کى د ملخ د تخمو له منځه وړلو ته زياته پاملرنه شويده.


د افغانستان د کرهڼى وزارت د نباتاتو د ژغورنى د کميټى رئيس سيد حبيب الرحمن دجنګ او سولى راپور ورکونکى ټولنى ته وويل: د مارچ د مياشتى راهيسى کله چى د ملخ د تخمو لومړۍ ډله له هګيو څخه را ووته، موئږ پخپل ټول توان سره د هغوى په منځه وړلو باندى پيل کړيدى او موئږ تر دى نور زيات څه نه شواى کولاى.


پداسى حال کى چى له پاکستان او او ايران څخه راستانه ششوي افغانان لادمخه له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي نو نباتاتو ته زيان په هيواد کى د خلکو د بى ځايه کيدو سبب کيږي.


خو د ملخانو د وژلو له پاره د کيمياوي موادو لکه سوميک ډي او ډايمينويټ کافي نه دي او په همدى توګه روزل شوي کسان او وسايل چى ترى په سمه کار واخيستل شي کافي نه دي.


د سمنګان د پوځ سيمه ايز قومندان احمد خان حتى يو (٥٠٠٠٠) کسيزه رضاکاره ډله ترتيب کړه چى د دوا د شيندلو پرته د بيل څخه د کار په اخيستو سره د ملخ تخمى مخکى له دى چى وزر راوباسي له منځه يوسي.


د بغلان د کرهڼى د چارو مسؤل احمد غني احسان وويل: پر (٨٠٠٠٠) هکتاره کروندى ملخان خواره وو او موئږ تر اوسه پورى يوازى (٨٠٠٠) هکتاره کروندى د ملخانو څخه پاکى کړيدي. هغه زياته کړه: موئږ منابع او کيمياوي مواد نه لرو چى ټولى کروندى له ملخانو څخه پاکى کړو، خو که موئږ همدا ملخان له منځه يو نه سو، نو هغوى به په راتلونکيو اونيو کى نورى کروندى تباه کړي او هم به د راتلونکي کال له پاره نورى ډيرى هګۍ واچوي.


د بغلان ولايت په مرکز د پلخمري په ښارکى د احمد خان کسان د سره صليب او ملګرو ملتونو څخه د حشراتو د ضد درملو، جالونو او د ساتنى له پاره د ځنګړو جامو او ماسکونو په راټولولو بوخت دي. نژدى (١١٢٠) تنه کارکوونکي په (١٣٣) ډلو کى تنظيم شوي او د همدي ولايت په (١٩) بيلابيلو سيمو کى د ملخانو د له منځه وړلو هلى ځلى کوي.


خو د ملګرو ملتونو د خوراکي موادو او کرهڼى مؤسسه د همدى روانى ستونځى په هکله په کافي اندازه معلومات نه لري. د همدى مؤسسى د پروګرامونو مدير ريچرډ چينر وويل: دا ډير ګران کار دى چى د اټکل له مخى وويل شي چى تر اوسه پورى څومره کروندى او کوم ډول نباتات زيانمن شويدي.


د ملګرو ملتونو همدىمؤسسى (١٣٠٠٠) د کيمياوي مواد دشيندلو پمپونه ويشلي دي چى هر پمپ ئي (٢٥) هکتاره مځکه د ملخانو څخه پاکوي او داګسټ تر مياشتى چى وروستي فصلونه کرل کيږي، د همدى پروګرام له لارى به (٣٢٠٠٠) هکتاره مځکه د ملخانو څخه پاکه شي.


د هيواد په شمال کى د کندز د کرهڼى د چارو رئيس حاجي محمد ابراهيم شکايت کوي چى د دوى د ولايت سره د پخوا په پرتله ډيره لږه مرسته شويده. هغه وويل: لنډ مهاله اداره بايد ډيره مرسته وکړي او که ضرور وي، بايد په سيمه کى يو اظطراري حالت اعلان کړي.


قدم علي نيکپاي چى د اطلاعاتو او کلتور د وزارت يو مامور دى او د هندوکش د غرونو په شمال کى د ښکلو باغونو او کروندو مالک وو، وويل: زه د ملخانو له امله د خپلو کروندو او باغونو پر تباهۍ هک پک حيران شوم. هغه زياته کړه: همدا تباه شوي کروندى به پر ټول هيواد اغيز وکړي. ده وويل: دا ډير د احيرانتيا ځاى دى چى انسانان ستورو ته تلاى شي، خو د دا ډول يوى تباهۍ مخه نه شي نيولاى.


محمد شفيق حقپال د کابل يو آزاد او خپلواک ژورنالست دى.


Frontline Updates
Support local journalists