د بن د بهير پای يوازې يو پيل دی
څلور کاله دمخه په افغانستان کې د دموکراسۍ د پلي کولو لپاره په بن کې يو پروګرام جوړ شو. اوس ددې پروګرام له پای ته رسېدو وروسته لا هم زيات کارونه په مخ کې پراته دي، چې بايد سرته ورسيږي.
د بن د بهير پای يوازې يو پيل دی
څلور کاله دمخه په افغانستان کې د دموکراسۍ د پلي کولو لپاره په بن کې يو پروګرام جوړ شو. اوس ددې پروګرام له پای ته رسېدو وروسته لا هم زيات کارونه په مخ کې پراته دي، چې بايد سرته ورسيږي.
طرحه ښه روښانه وه. په لومړي ګام کې د افغاني سياسيتوالو ټولګې، جنګ سالارانو، دپلوماتانو او د نړيوالې ټولنې استازو، چې د 2001 کال د دسمبر په مياشت کې په جرمني کې سره وليدل، د حامد کرزي په مشرۍ يی د يو لنډمهالې ادارې بنسټ کيښود.
په کابل کې د بېوسلې کولو څانګه پرانيستل شوه، تر څو له هغو ملېشو څخه وسلې راغونډې کړي، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې يې فيوډاليزم او د اپيمو امپراتوري جوړه کړې وه. د بهرنيو روزونکو په مرسته د ملي پوليسو او د اردو د ځواکونو جوړول ورو ورو تر لاس لاندې ونيول شول. بېړنۍ لويه جرګه راوبلل شوه، چې په رسمي توګه يې حامد کرزي ته د مشرۍ دريځ ورکړ او د هغه منځمهالې ادراه يې تاييد کړه. ورپسې بلې لويي جرګې هېواد ته نوی اساسي قانون رامنځته کړ او د ولسشمرۍ لپاره د ټولټاکنو له لارې حامد کرزی د افغانستان د لومړنی ټاکل شوی دموکراتيک ولسمشر په توګه وټاکل شو.
په پای کې پارلماني او ولايتي شورا ګانو ته ټاکنې په تېره مياشت کې تر سره شوې، چې هيله ده وروستۍ پايلې به يې د اکتوبر د مياشتې په 22 څرګندې شي.
دا ټول لږ و ډېر له تړون سره سم په مخ ولاړل. د نړيوالو ژمنه شويو اته نيم مليونو ډالرو مرستې ورسره مل وې. خو له څرګند پرمختګ سره سره د سياسي ډلو ټپلو تر منځ او په لارو کوڅو کې د نه ډاډمنتوب احساس ليدل کيږي.
څه شى ناسم و؟
بدبينه ډلې وايي ، د سپتمبر په ټاکنو کې د رايه ورکوونکو ګډون ، د ټولو رايه ورکوونکو د شمېر په سلو کې ٥٠ له امله ډېر سوړ و. آن تېر کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې په سلو کې اويا خلکو ګډون کړى و.
په عين حال کې د پلازمينې کابل د څه دپاسه درې نيم مليونو خلکو د ښار په لارو کوڅو کې په شکايونو خولې بېرته کړي دي. په کابل کې د هرې ورځې په اوږدو کې زياتره برښنا نه شته، خځلې او کثافات د ښار په منځ کې ډېرۍ ډېرۍ پرتې دي او وزې، پسونه اوبېوزلي خلک ترې خپله ازوقه ټولوي. زياتره اوسېدونکي لا تر ننه پورې د څکلو اوبه له عممومي نلونو څخه چمتوکوي.
په داسې حال کې چې په سړکونو باندې د بيارغاونې کار روان دى ، خو د زياترو خلکو ژوند د ٢٠٠١ کال په پرتله هېڅ توپير نه دى موندلاى.
د ملي تفاهم د جبهې مشر، محمد يونس قانوني، چې د ولسمشرۍ او د پارلماني ټولټاکنو دواړو ته ولاړ و او د (بن) د ٢٠٠١کال په خبرو کې يې هم ونډه خيستې وه، له دې سره موافق دى، چې د پارلمان په رامنځته کېدو د بن د کنفرانس "وروستۍ خښته" کيښودل شوه، خو ټينګا رکوي، هغه موخه چې په کنفرانس کې پرې موافقه شوې وه، لاس ته نه ده راغلې.
په هغه بنسټيز ميکانيزم چې په جرمني کې پرې موافقه شوې وه، لکه د اساسي قانون جوړول، د ټاکنو تر سره کول، د بشري حقونو د ډاډمنولو لپاره هاند او هڅه کول ددې لپاره و، ترڅو يو امن چاپېريال رامنځته او د عادي خلکو ژوند ښه کړي. خو قانوني د کرزي په ادارې پړه اچوي،چې دا بدلونونه يې په داسې يوې لارې پلي کړي، ترڅو خپل سياسي رقيبانو ته ماتې ورکړي.
هغه وايي: "د بن تړون اوس پاى ته رسېدلى دى، خو د خلکو په ورځني ژوند کې يې کوم بدلون راوستی نه دی."
د دموکراتيک ګوند مشر او د افغانستان د حقوق پوهانو د اتحاديې مسوول، عبدالکبير رنجبر وايي، د بن تړون د بدلونونو لپاره ټينګ بنسټ کېښود او داسې انګېرل شوې وه، هغه پيسې چې د نړيوالې ټولنې له خوا يې ژمنه شوې وه، دا بدلونونه به شوني کړي.
هغه وايي، خو د هغې پر ځاى دا پيسې د لويو جرګو په جوړولو، د ټاکنو په ترسره کولو، د بېوسلې کولو لپاره د يو ميکانيزم په رامنځته کولو او دامنيت د ښه والي په تخنيکي او لوژستيکي اړخونو باندې لګېدلي دي. خو دې يو هم د عادي خلکو په ژوند کې کوم مثبت بدلون نه دی راوستی.
هغه وايي: "په امنيتي او ادارې ريفورم باندې د يوې اندازې پيسو له لګېدلو او دا حقيقت چې اوس فکر کيږي، هغه بهير پاى ته رسيدلى دی، په هېواد کې امينت هره ورځ ورو ورو خرابيږي. د تېرو دريو کلونو په پرتله د طالبانو بريدونوکې زياتوالى راغلى. د ادارې ريفورم پر ځاى په دولتي ادارو کې فساد زيات شوى دى."
هغه دا ومنله چې يو شمېر ښه بدلونونونه هم راغلي دي. د بېلګې په توګه: "د بيان ازادي، د مطبوعاتو ازادي په زده کړې کې د نجونو ګډون او هېواد ته د مليونونو کډوالو راستنېدل."
خو هغه ګوته وڅنډله، چې که حکومت اقتصادي وضعه ښه نه کړه او خلکو ته يې کار او روزګار پيدا نه کړ، نو د لا زياتې بدامنۍ او نوور ستونزو د راتګ لامل به شي.
سياسي څېړونکي قسيم اخګر په دې ټکي داسې رڼا واچوله: "د بن د تړون ډېر ارزښمتن هدف په افغانستان کې د سولې او امن ټينګول و. تر اوسه د جګړې عناصر شته. يوازې نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د جګړې مخه نيولي ده."
هغه وويل، يو شمېر جنګ سالاران لا تر اوسه وسلې لري او اوس په حکومت کې د پخوا په پرتله ډېر ځواکمن دي. ياغيان لا تر اوسه په پاکستان کې روزل کيږي. او طالبان د افغانستان په سهيلي سيمو کې خپلو بريدونو ته دوام ورکوي . د نيشه يي توکو غير قانوني سوداګري د يو پياوړي ځواک په توګه پاتې ده. په توکميز بنسټونو باندې ولاړ تنظيمونه په خپل ځاى ولاړ دي. د بېوزلتوب او بېچاره ګۍ له عمومي اوضاع سره يوځاى دا ټول د کورنۍ جګړې د پيل لپاره يوه نسخه ده.
اخګر زياته کړه: "له بده مرغه، د بن تړون (بهير) له بري پرته پاى ته ورسېد."
يو بل څيړونکى، قيوم بابک. چې په مزارشريف کې د (جهان نو) د خپرونې چلوونکى دى، يو ډاډمن نظر وړاندي کوي: "سره له دې چې د بن پرېکړې په افغانستان کې په ناسمه توګه پلې شوې. خو دا ناسموالى د بهير ټول قانونيت ګډوډولاى نه شي."
په داسې حال کې چې بېوسلې کول پاى ته رسېدلي دي. اردو او پوليس لا تر اوسه په سمه توګه جوړ شوي نه دي، د اساسي قانون تصويب او د ټاکنو تر سره کول حکومت ته د قانونيت يوه درجه ورکړه. او دا شونتيا يې له منځه يوړه، چې حکومت په بې قانونه توګه وچلول شي.
خو فساد او د حکومت نورې نيمګړتياوې، د ولس د ستونزو د له منځه وړلو هڅې، په تېره بيا د بې روزګارۍ ستونزې شاته غورځول شوي دي. بابک وايي: "که چيرته په حکومت کې رښتينو ( صادقو) خلکو ځاى نيولاى واى او د بن تړون ګام په ګام په سمه توګه پلى شوى واى، هغه ستونزې به راتلوکي حکومت ته نه واى پاتې شواى، چې اوسنى حکومت ورسره مخامخ دى."
د طالبانو د رژيم له رانسکورېدو څخه د کلونو په تېرېدو او د بن د تړون په رامنځته کېدو، زرمينه، د بلخ د پوهنتون يوه محصله د ښو او بدو يو ګډ احساس لري، چې د زيات شمېر خلکو نظر غبرګوي.
هغه وايي: "زه د طالبانو په رژيم کې پوهنتون ته له تګ منع شوې وم. او اوس تللاى شم."
خو هغې ګوته وڅنډله، چې داسې ډول پرمختګ به يوازې د خلکو ستونزې له منځه يونه سي.
"زما پلار وزګاردى او زه باور نه لرم، که له پوهنتون څخه فارغه شوم، نو کومه دنده به وموم. زيات شمېر هغه محصلين، چې پخوا فارغ شوي دي، لا اوس هم وزګار دي."