د کندهار د انارو بازار مخ پر تودېدو دی
سږکال د افغانستان ۲۳ زره ټنه انار بهر ته صادر او شاوخوا څلور ملیونه ډالره عایدات يې ترلاسه کړل.
د کندهار د انارو بازار مخ پر تودېدو دی
سږکال د افغانستان ۲۳ زره ټنه انار بهر ته صادر او شاوخوا څلور ملیونه ډالره عایدات يې ترلاسه کړل.
د کندهار چارواکي او کروندگر د هغه ولایت د مشهور انارو د زیات حاصل او د هغې د صادراتو د زیاتوالي جشن نیسي.
نوموړې مېوه د افغانستان د مهمو حاصلاتو په ډله کې ده. د هغې تولید د تېرې لسیزې راهیسې غوړېدلی دی. د کندهار د ولایت کروندگر، چې یو مهال د طالبانو د واک مهم مرکز و او لا تر اوسه له ستونزو څخه ډکه یوه سیمه ده، وايي، انار د کوکنارو په وړاندې یو په زړه پورې بدیل دی.
د کندهار ولایت د سوداگرۍ د خونې رئیس، عبدالباقي بینا وویل، د کندهار انار د هغه د ښه کیفیت، رنگ او خوند له امله په ملي او نړیواله کچه خورا شهرت لري.
هغه وویل، د تېر کال په پرتله د هغې صادرات ۳۵ سلنه لوړ شوي دي. نوموړي زیاته کړه، سږکال له کندهار څخه شاوخوا ۲۳ زره ټنه انار پاکستان، دوبۍ، هند او متحده ایالتونو ته صادر شوي دي. دغو هېوادونو ته د انارو د پروسږنيو صادراتو کچه ۱۴۷۵۰ ټنه وه.
بینا وویل: «زموږ د انارو زیاتره برخه د ځمکې له لارې او لږه اندازه د هوا له لارې بهرنیو هېوادونو ته صادریږي. سږکال مو ۱۲۸ ټنه هند ته، ۲۲۶۳۰ ټنه پاکستان ته، شاوخوا لس ټنه دویۍ او شاوخوا نیم ټن متحده ایالتونو ته صادر کړي دي.»
له دغو صادراتو څخه نژدې څلور ملیونه ډالر په لاس راغلي دي. نوموړي یادونه وکړه، په دغو شمېرو کې هغه انار شامل نه دي چې د تور بازار له لارې پلورل شوي دي.
مېوه د افغانستان د صادراتو مهمه برخه جوړوي. د افغانستان د سوداگرې د خونو مرستیال، خان جان الکوزي وویل، د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان شاوخوا ۱۴۵ زره ټنه وچه مېوه صادره کړې ده. هغه هیله څرگنده کړه چې ښایې د ۲۰۱۸ کال د مارچ تر پایه پورې دغه شمېره ۱۸۰ زرو ټنو ته ورسیږي.
د کندهار د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ د ریاست کارکوونکو وویل، په دغه ولایت کې د انارو ۷۵۰۰ هکټاره باغونه موجود دي. دغه باغونه زیاتره د ارغنداب او ارغیستان په ولسوالیو کې موقعیت لري. ولایتي اداره په دغه برخه کې ډېرې هلې ځلې کوي چې نوي باغونه جوړ او تولید زیات شي.
د نوموړي ریاست رئیس، حفیظ الله سیدي وویل، د کرنې د برخې کارکوونکي د انارو له باغ لرونکو سره مرسته کوي چې هر کال د انارو نوي باغونه جوړ کړي. همداراز د انارو د ساتنې او څارنې او د نوموړې مېوې د پراختیا په اړه ورکشاپونه جوړوي.
په دغو ورکشاپونو کې پخوالي ته د انارو د بزغليو د رسېدلو او د څلورو کلونو پر ځای په درې کلونو کې د هغې حاصل د ورکړي په اړه معلومات ورکول کیږي. هغه وویل، د مني پیل د دغه مېوې د ټولولو مهم وخت دی.
په راتلونکې کال کې زموږ ریاست په پام کې لري چې د کندهار په ولسوالیو کې، چې تر ټولو ښه هوا او خاوره لري، په ۱۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د انارو باغونه جوړ کړي.
په ارغنداب ولسوالۍ کې د انارو باغ لرونکي، محمد عمر جان وویل، د ځايي چارواکو له مرستې او ملاتړ څخه خوشال دی.
هغه وویل: «د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ د ریاست کارکوونکو زیاتره زموږ باغونه لیدلي او نوي میتودونه يې راښوولي دي.»
نوموړي زیاته کړه، د انارو د کوچنې کچې باغ لرونکي په توگه هغه بهر ته د صادرولو پر ځای خپل انار مستقما په بازار کې پلوري.
عمر جان وویل: «پر هغو پیسو ډېر خوشال او قانع یم چې د انارو له پلورولو څخه يې لاسته راوړم.»
کله چې د انارو د حاصل وخت راورسیږي، د صادراتو بهیر ورسره سم نه پیلیږي. پاکستان د افغانستان د مېو په گډون د تولیداتو عمده بازار دی. هلته بیې ډېرې ټیټې دي، د لوژستیکي ستونزو په گډون د سړو خونو او د ترانسپورټ د خوندي لارو نشتوالی لويې ستونزې دي.
د دغه تعامل د ماتولو په هڅه د ۲۰۱۷ کال د جون په میاشت کې د هند او افغانستان له خوا یوه هوايې لاره پرانیستل شوه. د صادارتو د ښو فرصتونو د چمتو کولو په منظور پر تگلارو باندې کار دوام لري.
د مېوو صادروونکي وايي، ډېر خوښ دي چې بوختیا یې ډېره گټه کوي.
د غزني اوسیدونکي صدرالدین وویل، د پاکستان د کراچۍ او لاهور ښارونو ته یې د انارو صادرول پیل کړي دي. هغه وویل، په باغونو کې يې د انارو هر لس کیلويي کریټ په څلورو ډالرو تر لاسه کاوه. په صادرولو يې دوه ډالره لگېدل او وروسته يې په پاکستان کې کریټ په اته ډالره پلورل کېدل.
هغه وویل: «ځینې خلک انار هند او دوبۍ او ځینې يې اروپايي هېوادونو ته صادروي. زما کسب او کار ډېر ښه دی، ډېره گټه کوم او پرې خوشاله یم.»