د سون د توکو مخ په زياتدونکې بيې کورنيو ته زيان رسوي

د تيلو او سون د توکو د بيې لوړالی زياتره کابليان له حکومت څخه ناخوښه کړي دي.

د سون د توکو مخ په زياتدونکې بيې کورنيو ته زيان رسوي

د تيلو او سون د توکو د بيې لوړالی زياتره کابليان له حکومت څخه ناخوښه کړي دي.

. خو هغه څه چې کورنۍ ترې ډېره ګټه اخلي، هغه دسابو او ميوو تش کريټونه دي.



له زياتې مودې را په دې خوا هغوی د سون لپاره لرګي نه لري او دا خالي کريټونه د هغوی د کور د تودوښې يوازينۍ چاره ده.



جبار، چې خپل لاسونه يي سهار وختي په يخنۍ کې يو په بل باندې د تودوښې لپاره موښل، ويي ويل: ((زما درې ماشومان په برانشيت اخته دي. هغوی د يخنۍ له امله بيده کېدای نه شي. لا تر اوسه ژمی پيل شوی نه دی.))



نوموړی زياتوي، دموکراسي دې ته وايي؟ ازاد بازار دې ته وايي؟ هلته چې قانون نه وي. کله چې خلک خپل شيان لس ځله ارزانه وپلوري، کله چې بېوزلي مري او بډای له ژوند خوند اخلي؟



د تودوښې او پخلي لپاره د سون د توکو بيه په تېر کال کې ډېره لوړه شوې ده. يو ليټر ډيزل، چې پخوا به شل افغانۍ و، اوس دوه برابره شوي دي. د يو کيلو مايع ګازو بيه له دېرشو افغانيو څخه پنځوسو څخه زياتو افغانيو ته ختلې ده. په داسې حال کې چې په تېر کال کې يو خروار لرګي په 2500 افغانيو پلورل کيدل، اوس څلور، څلور نيم زره افغانيو ته ختلي دي.



په داسې حال کې چې برښنا په هرو دوو او يا درې ورځو کې يوازې د يو څو ساعتو لپاره کورونو ته ورکل کيږي، د سون توکي د خلکو د ژوند مهمه برخه جوړوي.



افغانستان د انرژۍ د چمتو کولو لپاره يوازې د ګوتو په شمېر سرچينې لري او له دې امله د خپلې انرژۍ د پوره کولو لپاره په ګاونډو هېوادونو ډډه لګوي. زياتره خلک لرګي سوځوي، خو د تېرو دېرشو کلنو راهيسې د ځنګلونو وهل ددې مانا ورکوي، چې دا زېرمه هم مخ په پای ته رسېدو ده.



د لرګيو يو سوداګر، جمال ناصر په کابل کې وويل: ((موږ اوس د افغاسنتان په ختيځو او جنوبي برخو کې لرګي نه لرو. دا زموږ د لرګو د زېرمو ستر ځايونه و. اوس له پاکستان څخه په ناقانونه توګه لرګي راوړل کيږي.))



څنګه چې له پاکستان څخه د لرګو راوړل ناقانونه دي، د لرګو سوداګران وايي، چې هغوې زياتره پوليسو او د ګمرک چارواکو ته بډې ورکوي، چې د لېږدونې له بيې سره يوځای د خرڅلاو بيه يې لوړيږي.



ناصر وايي: ((د لارې په اوږدو کې چارواکي له موږ څخه پيسې اخلي. موږ د لاريو کرايه هم ورکوو.))



پخوا به خلکو د کورنو د تودولو لپاره ډېزل کارول، خو اوس يې بيه دومره لوړه تللې، چې د ټکسي چلوونکي نه شي کولای خپلې اړتياوې پرې پوره کړي.



د ډېزلو په بيه کې ډېر زياتوالی راغلی دی، چې نه يوازې يې خلکو ته د کورونو دتودولو ستونزه رادمخه کړې بلکې هغه خلک يې هم له ستونزو سره مخامخ کړي، چې له دې لارې يې خپلو کورنيو ته خواړه چمتو کول.



سيد شريف شکايت کوي او وايي: ((زه د ټکسي د چلولو له کار څخه ستړی شوی يم. بيې د پروسږکال په پرتله دوه برابره لوړې شوي او خلک له موږ سره تل د بيې د ګرانوالې له امله جګړه کوي.))



د سون د توکو د بيې لوړېدلو له امله د نوموړي چلوونکي نظر د حکومت په اړه اوښتی دی. هغه وايي: ((زه له دې رژيم څخه خوابدی يم. موږ ناسم کار کړی، چې روسان مو ايستلي دي. هغه سوسياليستي رژيم انساني و. تر ټولو ناوړه رژيم د پانګوالۍ رژيم دی، چې يوازې يو څو تنه بډايان په کې له ژوند خوند اخلي او بېوزلي مړه کيږي.))



د مايع ګاز د بيو د لوړوالي له امله، چې زياتره کورنۍ يې د پخلي لپاره کاروي، خلکو نورو سرچينو ته مخ اړولی دی.



د سړک په غاړې د ګوګړ او تشناب کاغذ پلورونکی، څلوېښت کلن ګلاب شاه وايي، ترتېرې مياشتې پورې هغه ګاز اخيستلای شول، خو اوس يې هغې ته وسه نه رسيږي او سکاره سيزي.



هغه په تريو تندي وويل: ((داسې کوم حکومت نه شته، چې بيې کنترول کړي. دا د بې مسووليته کسانو ښار دی، هر يو د ځان د خوشحالولو لپاره کار کوي. زموږ سوداګر ښاماران دي. هغه مهال چې طالبان دلته و، نو دا ظالمان يې تر کنترول لاندې راوستي و. هيچا د طالبانو له امر څخه سرنه شو غړولای.))



د افغانستان د سوداګرو د خونو رئېيس، حميدالله فاروقي د مايع ګازو په بيې کې لوړوالی په نړيوال مارکيټ کې د هغې د بيې په لوړوالي، په افغانسيتان کې د سون د موادو د سم ساتنځي د نشتوالي او د تيلو د صادروونکو هېوادونو په ناسمې پاليسۍ پورې اړوند بولي.



هغه وايي: ((د تيلو د صادرونکو پاليسي د نړۍ په اقتصاد باندې ناوړه اغېز لري. افغانستان د نړۍ په اقتصاد پورې تړلی دی. له دې امله دا هېواد هم اغېزمن کيږي.))
Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists