د ارزګان بزګران د کښت لپاره اوبه نه لری
چارواکي د ستراتيژۍ په اړه خبرې کوي، خو بزګران وايي موږ اوس د حل لارې ته اړتيا لرو.
د ارزګان بزګران د کښت لپاره اوبه نه لری
چارواکي د ستراتيژۍ په اړه خبرې کوي، خو بزګران وايي موږ اوس د حل لارې ته اړتيا لرو.
په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، احمدشاه جواد ليکنه
د افغانستان د مرکزي ولايت، ارزګان، بزګران حکومت ته نارې سورې وهي، چې د اوبو لګولو سرچينې ورته پيداکړي، وايي د اوبو د زېرمو د جوړولو په اړه يې خپلې ژمنې سرته نه دي رسولي.
چارواکي وايي هغوی د حل ممکنه لارې چارې لټوي، خو نشي کولای د پيسو د نشتوالي له امله د اوبو زېرمې جوړې کړي، د کرنيزو افاتو مخه ونيسي يا نورې کرنيزې ستونزې هوارې کړي.
د هلمند ولايت شمال ته د ارزګان غرني ولايت په هرو لسو تنو کې نهه تنه په کر کيله بوخت دي. زياتره په دې اند دي، چې که چېرته توليد زيات شي او مواصلاتي لارې جوړې شي، نو کولای شي د هېواد نورو برخو ته د خپلو توليداتو د لېږلو له لارې خپل ژوند ښه سمبال کړي.
په نوموړي ولايت کې سيند بهيږی او د اوبو کمبوت نه لري. خو ستونزه داده چې د وسايلو او امکاناتو د نشتوالي له امله د اوړي د موسم د کرکيلې لپاره اوبه نشي زېرمه کولای.
د حاجي عبدالرزاق په نامه يو ځايي بزګر وايي، د اوبو د نشتوالي ستونزه يوازنۍ غټه ستونزه ده، چې ددې ځای بزګران ورسره مخامخ دي.
هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: «موږ حکومت ته لاړو او ورته مو وويل چې د اوبو بندونه راته جوړ کړي، ځکه دلته په ژمي کې زيات بارانونه اوري. که چېرته بندونه جوړ کړو، نو په زرګونه هکتاره ځمکه به مو خړوبه شي. خو حکومت زموږ په دې غوښتنه هيڅ غوږونه، ونه ګرول.»
فدا محمد په داسې حال کې چې د خپل باغ د بادامو له ونو څخه يې وچې څانګې پرېکولې، وويل: «ته ګورې چې زما د بادامو د باغ نيمايي ونې شنې او نيمايي يې وچې شوي دي. پوهيږې چې هيڅ اوبه نشته.»
هغه وويل، سيند په تېرو کلونو کې د کرکيلې لپاره زياتې اوبه درلودې، خو اوس د وچکالۍله امله د اوبو کچه راټيټه شوې ده. اوس هغه او ورور يې د اوبو لګولو لپاره ژورې څاګانې کنلي او د جنراتور په واسطه خپل باغ خړوبوي، چې ونې يې وچې نشي.
هغه وويل: «موږ د خپل باغ د حاصلاتو د پلورلو له لارې د اوبو لګولو لګښت نشو پوره کولای. په چاره يې نه پوهيږو چې څه وکړو.»
فدامحمد پر حکومت پړه اچوی چې د اوبو د کمبوت د له منځه وړلو لپاره « تشې ژمنې» کوي.
د ارزګان ولايت د اوبو لګولو رئيس، عبدالکبير وويل، د حل يوازنۍ لاره د زېرمو جوړول دي. نوموړي زياته کړه: «موږ د څلورو لويو بندونو د جوړولو سروې کړې او نتيجه مو د [کرنې] وزارت ته استولې ده. وزارت هغه تر اوسه نه ده منظور کړې.»
د کرنې او اوبو لګولو رئيس، سردار محمد الکو وويل، چارواکي د [اوبو] د زېرمو لپاره پوره پيسې نه لري او په دې لټه کې يو چې څوک فونډ (بسپنه) راکړي.
سيمه ييز بزګران له دې څخه هم سرټکوي، چې تخمونه، کيماوي سره او د [کرنيزو] افاتو ضد درمل هم نه ورکول کيږي.
نظر، چې له خپلو څلورو زامنو سره يوځای په ځمکه کې غلې دانې کري او يو باغ لري، وويل: «د کرنې د رياست استازي څو ځله دلته راغلي او بېرته تللي. ويل يې چې د کرنيزو افاتو ضد درمل به راوړي، خو نه يوازې درمل يې نه دی راوړي، بلکې پخپله هم بېرته نه دي راغلي. حکومتي کارکوونکي ددې لپاره ګومارل شوي چې د خپلو ځانونو غم وخوري. هغوی پيسې په خپلو جيبونو کې اچوي او له خلکو سره خالي وعدې کوي.»
الکو د کرنيزو ستونزو د شتون خبره مني، خو هغه هم د پيسو په نشتوالي پړه اچوي.
هغه وويل: «زموږ بزګران اوبه نه لري، کيماوي سره يا اصلاح شوي تخمونه ورته نه رسيږي، فصلونه يې حشرې له منځه وړي، خو کيماوي درملې نه لري چې پرې ويې شيندي. موږکرنيز ماهران لرو، خو لاسونه مو تش دي. مواد يا د اړتيا وړ د حشرې ضد درمل نه لرو، ترڅو د بزګرانو ستونزې هوارې کړو.»
د کرنې وزارت دوې مياشتې دمخه د ارزګان ولايت د بزګرانو په وړاندې د پرتو ستونزو د تشخيص او ارزولو لپاره يو لوړپوړي پلاوی سيمې ته استولی. هغوی وايي د کارونو د سمون لپاره پر يوې ستراتيژۍ کارکوي.
د کرنې د وزارت چارواکی، احمد فريدون، چې اوس په ولايت کې ميشت دی، وايي: «موږ دلته ددې لپاره راغلي يو چې د کرنې د رياست ستونزې هوارې کړو او د ارزګان ولايت لپاره يو ستراتيژيک پلان جوړ کړو. موږ د شرايطو څېړنه کوو او غواړو بېلابېلې پروژې جوړې کړو.»
که له کروندو څخه ډېر حاصلات هم لاس ته راشي، خو داسې کوم تضمين نشته چې ګټه به وکړي، ځکه سيمه ييزه تقاضا لږه ده او د سړکونو د خرابوالي له امله له اړتيا زيات توليدات نورو سيمو ته ليږدول کېدای نشي.
بزګران سر ټکوي داسې څوک نشته چې پخپل وخت د هغوی حاصلات راونيسي. له دې امله مجبور دي چې يا يې بيې ټيټې کړي او يا يې پريږدي، چې خراب شي. په عين وخت کې پاکستاني سابه له فصل نه وړاندې ارزګان ته راوړل کيږي او په لوړه بيه پلورل کيږي.
د الکو د وينا له مخې: «د ارزګان ولايت يوازې يو سړک لري، چې د کندهار ولايت ته غځېدلی دی. نوموړی سړک ډېر خراب او د سبو د لېږدولو وړ نه دی. دا بل لامل دی چې سابه د ولايت دننه په ډېره ټيټه بيه پلورل کيږي.»
عبدالله بزګر زياتوي، له هغه راهيسې چې د اوسنيو توليداتو کچه د خلکو له اړتيا څخه زياته شوې، «له دې پرته بله کومه لاره نشته چې نورو ولايتونو او هيوادونو ته يوړل شي او يا سړې خونې ورته جوړې شي.»
نوموړي زياته کړه، زيات شمېر بزګرانو له افغانستان څخه پښې سپکې کړي او نورو کسبونو ته يې لاس اچولی دی، ځکه لګښتونه يې نشو پوره کولای.
په ارزګان کې ميشت يو اقتصادپوه، اسدالله پر حکومت پړه اچوي، چې پر بزګرانو يې د کوکنارو کرکيله بنده کړه او تش لاسونه يې پريښودل،
هغه وويل: حکومت يوازې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره کارکوي او د بزګرانو پروا نه لري. هغوی [حکومت] له بزګرانو وغوښتل چې کوکنار ونه کري، خو اوس يې چې نور فصلونه کرلي، حکومت ورته د بازار د موندلو هڅه نه کوي.»