اروپايي هيوادونو ته د مهاجرتونو ډېرېدل

په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنيو سرتيرو تر وتلو دمخه په اروپا کې د کورنۍ جګړې له ډاره د پنا غوښتونکو شمېره تردېرش سلنه لوړه شوې ده.

اروپايي هيوادونو ته د مهاجرتونو ډېرېدل

په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنيو سرتيرو تر وتلو دمخه په اروپا کې د کورنۍ جګړې له ډاره د پنا غوښتونکو شمېره تردېرش سلنه لوړه شوې ده.

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، خان محمد دانشجو ليکنه
د چارواکو په ويناله افغانستان څخه د وتونکو خلکو شمېره په تېر کال کې تر بل هر وخت ددې ډار له امله لوړه شوه چې په ۲۰۱۴ کال کې د ناتو تر مشرۍ لاندې بهرنيو سرتېرو له وتلو به څه پېښېږي.
په کابل کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (UNHCR) د وياند، نادر فرهاد د وينا له مخې په ۲۰۱۱ کال کې په اروپا کې څه دپاسه دېرش زرو افغانانو د پنا غوښتنه کړې ده. دا شمېره د تېر کال د ۲۳۰۰۰  شمېرې په پرتله دېرش سلنه زياتوالی په ګوته کوي. 
ښايي د مهاجرت ټوله شمېره تر دې هم زياته وي، ځکه زياتره افغانان بهرنيو هېوادونو ته د قاچاقي شبکو له لارې ننوزي او د رسېدو پر مهال د پنا غوښتنه نه کوي.
فرهاد وويل: «په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو له لس کلن شتون څخه وروسته نن هم دا هېواد د نړۍ د کډوالو د لومړيو درېو هېواونو په ليکه کې ولاړ دی.»
هغه وويل، له پنځو زرو زيات افغانان لا تر اوسه په ګاونډيو هېوادونو؛ ايران  او پاکستان کې اوسيږي او  د امنيتي روانو ستونزو له امله هېواد ته په راستنېدو کې زړه نازړه دي.
نوموړي زياته کړه، زياتره افغانان په دې هېوادونو کې په ناقانونه توګه اوسيږي او UNHCR  زيار باسي په زوره د هغوی د راستنيدو مخه ونيسي.
د کډوالو او راستنيدونکو چارو د وزارت د وياند، اسلام الدين جرات د وينا له مخې په ايران او پاکستان کې شاوخوا نيمايي اوسيدونکي افغانان قانوني معتبر اسناد نه لري.
له ۱۹۸۰ کلونو راهيسې د شوروي د اشغال، په  ۱۹۹۲ - ۱۹۹۶کلونو کې د مجاهدينو د مقاومت او ورپسې د طالبانو د جګړو له امله زيات شمېر افغانان له افغانستان څخه ووتل.
د اسوشيتد پريس په وينا، له هغه وروسته چې په ۲۰۰۱  کال کې د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې ايتلاف طالبان له واکه وغورځول، شاوخوا ۷، ۵  ميلونه افغانان هېواد ته راستانه شول. د کډوالو زياته شمېره په لومړيو پنځو کلونو کې راستنه شوه.   له هغې وروسته په شمېر کې لږوالی راغی. شپېته زره تنه پروسږکال راستانه شوي او د هغې نيمايي برخه په ۲۰۱۰ کال کې راستنه شوې ده. 
د کډوالۍ زياتوالی د هغو خلکو شمېره غبرګوي چې د کار لپاره بهر ته ځي. جرات د شمېر د  زياتوالي لامل د بهرنيو سرتيرو له وتلو وروسته رامنځته کيدونکی ډار بولي. داسې اندېښنې شته چې ښايي افغانستان بېرته هغو خونړيو کلونو ته وروګرځي چې د ۱۹۹۲ – ۱۹۹۶ کلونو په کورنۍ جګړې کې يې د سر په سترګو ليدلي وو. 
جرات وويل: «داسې اندېښنې شته، ښايي يوه پلا بيا د هغو ډلو تر منځ جګړه ونښلي د کورنۍ جګړې مسؤوليت ورپه غاړه دی چې د ۱۹۹۰ کلونو په څېر په قدرت کې پاتې دي. 
د وحيدالله په نامه د کابل د کلوله پشتې يوه استوګن وويل چې  وروريي حميدالله  پنځه مياشتې دمخه ديونان په لور وخوځېد. لور او مېرمن يې هم ورسره وه.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال حميدالله بندي شوی و. هغه د سرتېرو له وتلو وروسته د خپلې کورنۍ د مصوونيت په اړه اندېښمن و، نو ځکه يې وتلو ته زړه ښه کړ.   
وحيدالله وويل: «هغه اندېښمن و چې کورنۍ جګړه به ونښلي او طالبان به راستانه شي.» 
پخوانى افسر، شپېته کلن شاه ولي خپل زوی سکندر د ورته لامل له مخې څلور مياشتې دمخه وتلو ته وهڅاوه.
هغه وويل: «موږ ټول په دې پوهيږو چې د بهرنيو سرتېرو له وتلو وروسته به وضعه تر دې بدتره شي او کار وبار به په ټپه ودريږي. موږ په ډېر سختو شېبو کې ژوند کړی، راتلونکې خړه پړه او ډېره تياره ښکاري.»   
«ما مې خپل زوی بهر ته واستاوه. که وضعه خرابه شي، نو لږ تر لږه به راسره مرسته وکړای شي.» 
له افغانستان څخه وتل، په تېره بيا لويديځو هېوادونو ته تګ، ګران بيه کار دی؛ درغل کاغذونه او پيسې غواړي چې د انساني قاچاق د شبکو له لارې ترسره کيږي.
دا له خطره ډک کار دی. د سډني مارننګ هرالډ د خبر له مخې د دسمبر په مياشت کې له افغاني او ايراني کډوالو څخه ډکه يوه کښتۍ د اندونيزيا د جاوا په جزيرې کې ډوبه شوه. ډار و چې څه باندې ۱۶۰ تنه به مړه شوي وي. په زرګونه نور په بهر کې بنديان دي او د هوسايۍ په اړه يې پوره معلومات نشته.  
جرات وويل،  اروپا ته تګ تر  ۲۵۰۰۰ ډالرو پورې بيه لري او په افغانستان کې زياتره خلک يې د خپلو کورونو د پلورلو له لارې چمتو کوي.
د معاملو د لارښوونو د دفترونو د وينا له مخې د کورونو بيې په کابل کې رالويدلي، ځکه هرڅوک زيارباسي خپل کورونه وپلوري او د الوتکي ټکټونه واخلي او يا خپلې پيسې بهر ته واستوي.
په کلوله پشته کې د معاملو د لارښوونې خاوند، يما سعادت وويل: «پنځه مياشتې دمخه [د کابل] په تايمني يا کلوله پشته کې يو کور له درېو سوو زرو څخه تر پنځو سوو زرو ډالرو پلورل کېده، خو اوس دا بيې له دوو سوو زرو تر دوه سوه پنځوس زرو پورې رالويدلي دي.»
د افغانستان د پانګې د ملاتړ په ادارې کې د پانګې د ودې د برخې د مشر، روح الله احمدزي په وينا د [سرتېرو] د وتلو د اندېښنو له امله بهرنۍ پانګه اچونه هم راالوېدلې ده. (لا زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: افغان پانګه اچوونکي د برمتې د زياتيدو له امله ډاريږي.)
څارونکي وايي د خلکو او پانګې وتل په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان د بيا ودانولو او ټيکاو کې د پاتې راتګ غبرګوونکی دي.
د اقتصادي او سياسي چارو کارپوه، حميدالله فاروقي وايي بهرنۍ مرستې د بنسټيزو پروژو په رغاولو ياد خلکو د ژوند د کچې په بدلون کې پاتې راغلي او پر ځای يې د فساد فرهنګ ته وده ورکړې ده.
هغه وويل: «فرصت غوښتونکو د مرستو زياته برخه له ستوني تېره کړې ده. نړيوالې موسسې او افغان حکومت دواړه په فساد کې ډوب دي. اساسي فعاليتونو يا اقتصادي بنسټونو ته هيڅ پام نه دی شوی.»
هغه وويل، په نتيجه کې : «خلک انګيري چې ژوند به يې د بهرنيو سرتېرو له وتلو وروسته لا پسې خراب شي. له دې امله يې په وتلو لاس پورې کړی دی.» 
افغان اردو او پوليس  به د ناتو د سرتيرو له وتلو وروسته د امنيت د تامين مسؤوليت پر غاړه واخلي، خو يو شمېر خلک د هغوی د دندې په سرته رسولو باوري نه دي.
د اپريل په ۱۵ پر کابل او نورو ښارونو د ياغيانو بريدونو د امنيتي ځواکو کمزوري، په تېره بيا د سړيو او وسلو د راننوتلو د مخنيوي او پيشبينۍ نيمګړتيا په ګوته کړه.(د لا زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: د کابل له جګړې وروسته افغان ځواکونه تر نيوکو لاندې راغلل.)
د کابل اوسيدونکي ۵۳ کلن رحيم الله ملکزي په څېر خلکو ته امنيتي ځواکونه د هغوی په ليکو کې د پخوانيو ملېشو د زيات شمېر غړو د کار کولو له امله د ستونزې يوه برخه ښکاري، چې د ۱۹۹۰ کلونو په اوږدو کې يو د بل په وړاندې  جنګيدلي دي.
هغه وويل: «که چېرته ناتو له افغانستان څخه ووځي، نو دا ځواکونه به تر ټولو دمخه پر خلکو او د هغوی پر شتمنيو بريدونه وکړي. ولس د امنيتي ځواکونو پر وړتيا، رښتينولۍ يا د قانون پر پلويتوب ډاډه نه دي. که هغوی پوه شي چې دا ځواکونه د هغوی د ژوند او مال ساتنه کوي، نو کډوالۍ ته به يې اړتيا پيدا نشي.»

Conflict
Frontline Updates
Support local journalists