په افغانستان کې له متحده ايالتونو سره د [ستراتيژيک] تړون د پرېکړې پراخ هرکلی

[سياسي] مخالفين ادعا کوي چې ځانګړې شورا [دوديزه لويه جرګه] غيرقانوني وه.

په افغانستان کې له متحده ايالتونو سره د [ستراتيژيک] تړون د پرېکړې پراخ هرکلی

[سياسي] مخالفين ادعا کوي چې ځانګړې شورا [دوديزه لويه جرګه] غيرقانوني وه.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، خان محمد دانشجو ليکن

لکه چې تمه يې کېده  د تېرې اوونۍ لويې جرګې دافغانستاناو  متحده ايالتونوتر منځ  دحامد کرزى ستراتيژيک پلان  نه  د76ماده ييزو شرطونو په وړاندې کولو سره  تصويب کړ. 

زيات شمېر خلکو له دې امله د هغې [جرګې] هرکلی وکړ، چې په ناکرار چاپېريال کې د افغانستان راتلونکي امنيت خوندي کوي.  خو نيوکه کوونکو هغه له دې امله وغندله، چې د دوديزې لويې جرګې له چوکاټ څخه د يوې ستونزمنې پرېکړې لپاره په ناقانونه توګه کار واخيستل شو. 

په لويه جرګه کې، چې د هېواد له بېلابيلو برخو څخه څه دپاسه دوه زره تنه قومي او ټولنيز مشران، سياستوال او نورې وتلې څېرې پکې راغونډې شوې وې،  له ۲۰۰۱ کال څخه راپه دې خوا وروستۍ غونډه وه، چې  په افغانستان کې يې د سترو بدلونو په اړه  پرېکړه وکړه.

په داسې حال کې چې ددې جرګې پرېکړې هرو مرو د پلي کېدو معنا نه لري، خو په داسې يوه هېواد کې يې له واشنګټن سره د کرزي  تړون ته د اړتيا وړ مشروعيت ور په برخه کړ، چې زياتره اوسيدونکي يې د ناتو تر مشرۍ لاندې سرتيرو اوسيدو ته ښه نه ګوري.    

د نومبر د مياشتې د غونډې په پای کې يو اوږد سند تصويب شو؛ د متحده ايالتونو د راتلونکي شتون په اړه يې يو لړ شرطونه کيښودل او د شپې د عملياتو د بندولو، د امريکايي زندانونو د تړلو او د بهرنيو سرتېرو د قانوني خونديتوب او مصؤنيت ته د پای د ټکي د ايښودلو په څېر د يو لړ بنديزو د رامنځته کولو وړانديز وکړ.

په پام کې ده د متحده ايالتونو جګړه ييز سرتيري په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه ووځي او د امنيت چارې کورنيو ځواکونوته وسپاري. خو واشنګټن غواړي  دعراق په څېر، چې سرتيري يې پکې مهم  رول نه لوبوي، د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې خپل شتون وساتي. 

له متحده ايالتونو سره دافغانستان د راتلونکي تړاو په اړه پرېکړې توپيرونه رابرسېره کړل.

په سويل ختيځ ولايت ننګرهار کې، د پوهنتون محصلينو [په افغانستان کې] د امريکا د اوږدمهاله شتون په اړه لاريونونه وکړل، د څو ساعتونو لپاره  کابل ته غځېدله لويه لاره يې وتړله، تر هغه چې پوليسو بېرته پرانيستله.  

د اپريل په مياشت کې د لويې جرګې د جوړولو پر مفکورې له نيوکو وروسته د افغانستان پارلمان شکايت وکړ چې کرزی د هغوی واک تر پښو لاندې کوي، ځکه د نړيوالو تړونونو منل او تصويب دهغوی حق او دنده ده.  (د لا زياتو معلوماتو لپاره وګورئ:  افغان قانون جوړوونکي له ولسمشر کرزي سره د متحده ايالتونو د معاملې پر سر ډغرې وهي.)

په پارلمان کې له قانون څخه د حمايت لپاره ايتلاف لويه جرګه له دې امله غير قانوني وبلله چې د لويې جرګې د جوړولو له تګلارې سره برابره نه وه.  

ايتلاف د پارلمان په ولسي جرګه کې د سلو په شاوخوا کې څوکۍ لري. په پای کې د۲۴۹ د کسيزې شورا [ولسي جرګې]  ۱۷۰ تنو غړو په لويې جرګې ګې ګډون وکړ.

د ولسمشر د دفتر وياند، سيامک هروي د جرګې د ناقانونيت ادعاګانې بابېزه وګڼلې، ټينګار يې وکړ، کرزی د اړتيا پر مهال د لويې جرګې د رابللو واک لري، د بېلګې په توګه چې د ملي ګټو په اړوند موضوعګانو په اړه پرېکړه وکړي.  

 د پارلمانې د بلې مخالفې ډلې، تغيير او اميد د ايتلاف د وياند، سيد فاضل سانچارکي  څرګندونې له ابهامهډکې وې، ويې ويل، په داسې حال کې چې لويه جرګه غير قانونی وه، خو له هغه سره سره د متحده ايالتونو د اوږد مهاله حضور د تصويب پرېکړه  د ملت په ګټه ده.   

په همدې وخت کې سانچارکي وپوښتل چې ايا د لويې جرګې له خوا ځانګړي شرطونه به عملي اړخ ولري، ځکه داسې نه بريښي واشنګټن دې افغانستان ته اجازه ورکړي د متحده ايالتونو خدماتي غړي [سرتيري او پوځيان] يا نور امريکايان محاکمه کړي.

هغه وپوښتل: «که چېرته متحده ايالتونه هرڅه ومني او تړون لاسليک کړي، خو  وروسته ترې سمدلاسه سرغړونه وکړي، نو د افغانستان حکومت به د عدالت غوښتنې او استيناف لپاره چاته ورشي؟»  

په افغانستان کې د ناتو ځواکونوامريکايي قوماندان، جنرال جان آلن ويلي و، د ترهګرو په وړاندې د شپې له خوا عمليات ضروري دي او په هر حالت کې به له افغان ځواکونو سره په ګډه په عادی ډول سرته رسيږي.

په خلاص مټ د نړيوالوسرتيرو له خوا د ولسي خلکو وژل او په ځايي حساسيتونو لوبې په وروستيو کلونو کې يوه روانه خبره ګرځېدلې ده. ښايي کرزي د راولاړيدونکو اندېښنو او له خپلو بهرنيو انډيوالو سره د ښو اړيکو د ساتلو تر منځ يو پړاو شاته پريښی وي.      

ورته اندېښنې د پارلمان د پخواني استازي، حاجي فريد له خوا هم راپورته شوې، ويل يې ستراتيژيک تړون به د افغانستان واکمني تر پښو لاندې کړي.

هغه وويل: «امريکايانو په تېرو لسو کلونو کې د افغان حکومت يوه غوښتنه هم نه ده منلې. ولسمشر د شپې له خوا د عملياتو او د  و لسي خلکو د وژلو د بندولو  په اړه څو، څو ځلې له امريکايانو څخه غوښتنه کړې وه، خو هغوی ورته غوږ ايښی نه و. هغوی څو، څو ځلې زموږ د خلکو پر عقايدو او فرهنګ يرغلونه کړي  دي. که چېرته له متحده ايالتونو سره داسې نامحدود تړون لاسليک شي، نو امريکان به د يو برلاسي ځواک په توګه چلن وکړي.»

تر اوسه لا د خلکو د زغم د ازمايلو شونتيا شته. د خلکو له نظر څخه څرګنديږي چې زياتره د لويې جرګې له پرېکړو خوښ دي.    

د بېلګې په توګه سياسي شنونکی، فاروق بشر باوري دی، افغانستان دې ته چمتو نه دی چې يوازې حرکت وکړي. د لويديځ مرستې د لاسوهنې معنا نه لري، هغه [افغانستان] به له اقتصادي، سياسي او امنيتي ملاتړ څخه برخمن شي.

نوموړي زياته کړه: «له دې تړونونو پرته ګاونډي دولتونه، په ځانګړي ډول ايران او پاکستان  وجود لري، چې نه غواړي د امريکا په څېر يو غښتلی هېواد دې په افغانستان کې موجوديت ولري، ځکه هغه د ځان لپاره يو ګواښ بولي.» 

د کابل ښار په لارو کوڅوکې له خلکو سره د آی ډبليو پي آر له مرکو څرګنده شوې چې د پلازمينې زياتره اوسيدونکي [له پرېکړو سره] موافق دي.

د خيرخانې مېنې اوسيدونکی، ۵۷ کلن حاجي داود وايي: «د لويې جرګې جوړېدل او له متحده ايالتونو سره د  ستراتيژيک تړون د لاسليک په اړه پرېکړې ته رسېدل داسې دي لکه د ايرانيانو او پاکستانيانو په زړونو کې چې چاړه وهل شوې وي. له متحده ايالتونو سره ستراتيژيک تړون به له موږ سره مرسته وکړي ددې دوو ماته خوړولو هېوادونو [له اغېز] ځانونه بېغمه کړو.   که نه، نو هغوی به موږ ژوندي تېر کړي.»  

شپېته کلن سيد آصف يوه عملي ټکي ته ګوته ونيوه، ويې ويل: «که نن سبا پر چا ډډه ونه لګوي، نو له منځه به ولاړ شې. په دې توګه افغان حکومت ته په کار ده چې له سترو ځواکونو سره  اړيکې ټينګې کړي.»

Conflict
Frontline Updates
Support local journalists