بزګران د حاصلاتو د ورستېدو مخه نيسي
بزګران مجبور دي، د خوراکي توکو د زېرمتونونو د نشتوالي له امله يا خپل حاصلات په ډېره ټيټه بيه وپلوري، يايي بهر ته واستوي او يا يي پرېږدې چې وراسته شي.
بزګران د حاصلاتو د ورستېدو مخه نيسي
بزګران مجبور دي، د خوراکي توکو د زېرمتونونو د نشتوالي له امله يا خپل حاصلات په ډېره ټيټه بيه وپلوري، يايي بهر ته واستوي او يا يي پرېږدې چې وراسته شي.
د تېر کال له پرېمانه حاصلاتو سره سره د خوراکي توکو د زېرمتونونو (ساتنځايونو) او پروسس د نشتوالي له امله د افغانستان بزګران له زيات تاوان او کړاو سره مخامخ شول.
زياترو بزګرانو دزېرمتونونو د نشتوالي له امله خپل حاصلات په تاوان وپلورل او يايي وراسته شوي هغه په څارويو وخوړل.
که دا حالات همداسې دوام ومومي، نو دافغانستان د خوراکي توکو راتلونکې زېرمې به له ګواښ سره مخامخ شي. دې کار لا له وړاندې د بزګرانو مخ په ودې ټولنه بېوزلې کړي، چې زياتره يي لاسونه د حکومت او نړيوالو خيريه موسسو په لور اوږده کړې دي.
د امريکا د متحده ايالتونود سروې له مخې د څه ناڅه ٢٥ مليونه نفوس په سلو کې لږ و ډېر اتيا يي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. د هېواد د خاورې يوازې په سلو کې ١٢ برخه د کرکيلې لپاره جوړه اونوره پاتې يي غرونه او دښتې دي.
اوسني کړاو په هېوادکې د کلونو کلونو جګړو په پايله کې د زېرمتونونو اوسيلوګانو د ويجاړېدو له امله رامنځته شوى دى. په هېواد کې يوازې لس سيلوګانې فعالې دي، چې د اردو او پوهنتون د زده کوونکو لپاره ډوډۍ پخوي.
د کابل دسيمې يو بزګر، محمد وحيد وايي، هغه له دې امله د پيازو او کچالانو خرڅولو ته اړ شوى و، چې د زېرمې ځاى يي نه درلود. دزېرمو د شتون په صورت کې هغه کولاى شول دغه مواد ژمي ته وساتي او په لوړه بيه يي وپلوري.
وحيد وايي: "پروسږکال مې د خرڅلاو لپاره زر منه پياز په کور کې زېرمه کړي وو، خوله بده مرغه هغه ټول خوسا شول او بوى يي ټول خواوشا خلک په تنګ کړي وو."
وحيد لکه د کابل د نورو اوسېدونکو په څېر د خپل ځان د خوراک لپاره مېوه او سابه له بازار څخه اخلي.
عبدالکريم د کابل په لويديځ کې د ٣٠٠ مېوه لرونکو ونو يو باغ لري . هغه وايي د مجبوريت له مخې يي مېوه د پلورلو لپاره پاکستان ته واستوله. د مناسبو زېرمتونونو د نشتوالي له امله مڼې نه شي ساتل کېداى او ژر ورستيږي. له دې امله اوس په هېواد کې د مېوو کمبوت دى.
دا ستونزه په هغو ولايتونو او سيمو کې لا پسې ناوړه ده، چې د واټن د ليرې والي او د سړکونو د خرابوالي له امله خپل حاصلات بازارونو ته رارسولاى نه شي.
د پروان ولايت د قلندر خېلو د کلي يو اوسېدونکى، ګل رحمن وايي: "پروسږکال مې خپل دانګورو ټول حاصلات کابل ته راوړل. قلندرخېل له چاريکارو څخه دوه ساعته او له کابل څخه ٥٠ کيلومتره ليرې پروت دى. ګل رحمن زياتوي، کله چې مې انګور کابل ته لېږدول، په لاره کې ټول خراب شول او له همدې امله مې په خورا ټيټه بيه وپلورل، چې آن د راوړلو کرايه يي هم پوره نه کړه.
د کابل ولايت د کارېزمير د ولسوالۍ اوسيدونکى عزيزالله. چې د مڼو يو باغ لري، آى ډبليو پي آر ته وويل: "زموږ له ښو حاصلاتو سره سره موږ ونه شو کړاى ډېرې پيسې وګټو." هغه وويل، بيله دې چې ورستې مڼې په خپلو څارويو باندې وخوروو، بله لاره مو نه لرله؛ ځکه بازا رته مو نه شواى وړاى او د زېرمې مناسب ځاى مو نه درلود..
د ملګرو ملتونو دخوراک او کرنې د موسسې ځايي چارواکي، رباني حقپال دا ومنله چې بزګران د غرنيو سختو لارو له امله بازار ته نه شي رسېداى. هغه يادونه وکړه، چې د جګړو له کلونو دمخه په کابل کې "سړې خونې" موجودې وې او تر ٢٠٠٠ ټنو پورې مېوه په کې ساتل کېده ... خو ددغو زېرمتونونو زياتره هغه يي وران شوي او بېرته جوړ شوي نه دي.
د سپکو صنايعو او خوراکي موادو د وزارت مرستيال، انجينر شيرمحمد جامي زاده وويل، چې د جګړې له کلونو دمخه په بادام باغ کې د ژمې په موسم کې د سابو د کرلو لپاره کرنځايونه موجود و، خو له بده مرغه هغه بيخي خراب شوي او بيارغاولو ته اړتيالري.
په همدې توګه هغه ډله بزګران چې د غنمو حاصلات راټولوي، له کورونو پرته يي په نورو ځايونو کې د زېرمې امکانات نه لري.
د کرنې او مالدارۍ د وزارت د پلان رئيس، محمد طاووس وويل، په ٢٠٠٣ کال کې دافغانستان په شمالي ولايتونو کې د ورېجو او غنموحاصلات ډېر زيات وو، چې بيه يي آن په سلو کې تر٤٠ او ٥٠ پورې راټيټه شوه او په دې توګه د بزګرانو د پوروړتوب سبب شو.
د زېرمې ستونزه د افغانستان په راتلونکو حاصلاتو هم اغېزه اچوي. هرکال بزګران يوه اندازه غله دانه د کرلو په منظور د تخم لپاره بېلوي، خو د لازمو زېرمو د نشتوالي له امله دا کار نه شي کولاى. له دې امله بزګران مجبور دي، چې ټول حاصلات وپلوري او که يي ونه پلوري نو ورستيږي او د بل کال د کرکيلې لپاره بايد د اړتيا وړ تخم له بازار څخه په بيه واخلي.
د کابل ښار د لوېديځ د قلعه شيخان يو بزګر، تاج محمد وويل، د نوي تخم د رانيولو په منظور بزګران زياتره خپل کچالان او ګازرې د کال په پيل کې په نيمه بيه پلوري. نوموړي د لازمو زېرمو د نه موجوديت له امله په حکومت پړه واچوله او زياته يي کړه، چې له دې کړاو څخه د بزګرانو د وتلو په منظور بايد حکومت په دې هکله جدي ګامونه پورته کړي.
طاووس هم وايي، چې حکومت بايد دتخمونو د زېرمو، د کيمياوي سرې او د پروسس د وسايلو په برابرولو کې له بزګرانو سره هراړخيزه مرسته وکړي.
د کرني او مالدارۍ وزارت د متحده ايالتونو په مالي مرسته په افغانستان کې د کرنې د بازارونو د ميندلو له دفتر " (RAMP) سره په ګډه کارکوي، ترڅو دهېواد په بېلابېلو برخو کې مارکيټونه جوړ کړي.
په مزارشريف کې يوې شخصې سيلو په دې وروځو کې په کار پيل کړى دى. دا سيلو په کال کې د شلو زرو ټنو غنمو د پروسس ظرفيت لري، چې د سيلو د خاوند د وينا له مخې دغه اندازه غنم به په سېمې کې له بزګرانو څخه پېرودل کيږي.
په همدې توګه يوې سيمه ييزې غير حکومتي موسسې، "د سوکالۍ د پراختيا موسسه" (WDO) د جرمنې د هېواد د (GTZ)پراختيايي موسسې په مرسته بزګرانو ته يو داسې روزنيز پروګرام جوړ کړى دي، چې له امله به يي بزګران وتوانيږي له ميوو څخه د جوس او مربا د جوړولو لارې چارې زده کړي. د نوموړې موسسې رئيس، عبدالجميل صديقي وويل، چې ددې پروګرام په پلي کېدو به له بهر څخه د جوسو او مرباوو په واردولو کې کموالى راشي.
مېرمن کامله، چې له ٤٠ کلونو څخه راپه دې خوا د کرنې په چارو کې بوخته ده او اوس ددې پروګرام له لارې روزنه تر لاسه کوي، وايي: "موږ له دې موسسې څخه خوښ يو؛ ځکه هغه موږ ته له ميوو څخه د جوسو او مرباوو د جوړولو لارې راښيي." کامله د کابل په لوېديځ کې په قلعه مسلم کې اوسيږي. هغه او دهغې د پنځه کسېزې کورنۍ غړي له کلونو کلونو راهيسې د ميوو او سابو د زېرمتونونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ دي. اوس هغوى په پام کې لري، چې د قطيو جوړولو او د جوس د توليد فابريکه جوړه کړي.