له لېونيو ډزو وروسته د طالبانو د سخت غبرګون ډار
د کندهار ډزې د بهرنيو سرتېرو د شتون په اړه منفي نظر لا پسې پياوړی کوي.
له لېونيو ډزو وروسته د طالبانو د سخت غبرګون ډار
د کندهار ډزې د بهرنيو سرتېرو د شتون په اړه منفي نظر لا پسې پياوړی کوي.
په افغانستان کې دنور رحمان رحماني او خان محمد دانشجو ليکنه
افغانانو په کندهار ولايت کې پر ۱۶ ولسي وګړو د ډزو له امله خپله کرکه څرګنده کړه او ګوته يې وڅنډله چې د وژنو له امله به د طالبانو ملاتړ پياوړی شي او د ترخه غبرګون د رامنځته کېدو لامل به شي.
د نړيوالو خبري رسنيو د رپوټونو له مخې د متحده ايالتونو د پوځونو يوه اته دېرش کلن ډلګی مشر د مارچ د مياشتې په يوولسمه نېټه سهار مهال په سويلي ولايت کندهار کې له خپل مرکز څخه ووت، له يوه کوره څخه بل ته ورغی، ډزې يې وکړې او د نهو تنو کوچنيانو په ګډون يې شپاړس تنه ووژل او بېرته خپلې قرارګاه ته ستون شو.
د نوموړو وژنو له امله د مارچ په يوولسمه نېټه په کندهار او د مارچ په دولسمه ورځ په سويل لويديځ ولايت ننګرهار کې لوی لاريونونه وشول. افغان پارلمان هم هغه ورځ د اعتصاب له امله خپلې دروازې وتړلې.
د فبرورۍ په مياشت کې د بګرام په هوايي اډه کې د قرانکريم د نسخو د تصادفي سيځلو او ورپسې د متحده ايالتونو پر ضد د لاريونونو له امله د افغانستان او امريکا تر منځ اړيکې لا له وړاندې ټيټې کچې ته رسېدلي، زياتره خلک اندېښمن دي، وروستۍ پېښه به د خونړۍغچ لامل شي.
طالبانو لا له وړاندې لوړه کړې چې د «وحشيانه قتلونو» غچ به اخلي.
د هلال الدين په نامه د کابل يوه اوسيدونکي اندېښنه څرګنده کړه، کېدای شي په بهرنيو موسسو کې کارکوونکي افغانان تر بريد لاندې راشي.
نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: دې پېښو زموږ ژوند هم له خطر سره مخامخ کړو. د کليوالي سيمو اوسيدونکي افغانان له امريکايانو څخه د وژنو غچ نشي اخيستلای. خو پر هغه چا به صرفه ونه کړې چې په بهرنيو مرستندويو موسسو، پوځ او سفارتونو کې کار کوي.
په افغانستان کې د يوه امريکايي پوهنتون محصل وويل، له دې وژنو څخه هغه ته دا څرګنده شوه چې د لويديځو پوځونو او طالبانو تر منځ اصلا کوم توپير نشته.
هغه د نامه د نه ښودلو په شرط وويل: «يوازنی توپير دادی چې طالبان موږ وژني او بښنه نه غواړي، خو [بهرني ځواکونه] مو وژني او بيا بښنه غواړي. دا بې معنا خبره ده.»
نوموړي محصل وويل، کلونه، کلونه يې يو خپل دې ته هڅولی چې د بهرنيو سرتيرو په وړاندې ټوپک وانخلي.
هغه وويل: «خو تر دې پېښې وروسته به نور څومره خلک قانع کړای شم؟ دلته نور د «بهرنيو سرتيرو» شتون ته اړتيا نشته. بايد همدا اوس ووځي.»
ځينې نور هغومره په غوسه نه وو. د افغانستان د امريکايي پوهنتون يو محصل، بصير په دې اند و چې د لېونتوب ډزې ښايي په افغانستان کې د تورن له خپلو ترخو ليدنو او تجربو او د خپلو انډيوالانو او خپلوانو له مړينې څخه راولاړې شوې وي.
نوموړي ټينګار وکړ چې له هر څه سره د لويديځو سرتيرو شتون افغانستان ته ښه ګټه رسولې ده.
هغه وويل: «زه يوه ډېره ښه دنده لرم او په يوه معتبر پوهنتون کې د زده کړې وس لرم. له اوسني رژيم څخه دمخه دا کار شونی نه و. ددې پوځونو او هېوادونو د ملاتړ او مرستو له امله دا کار پر حقيقت بدل شو.»
د ايمل په نامه يوه بل محصل وويل، د متحده ايالتونو سرتيري کولای شي د قربانيانو کورنيو ته، څومره ژر چې شوني وي، د تاوان په ورکړې د زياتو لاريونونو مخه ونيسي. همدا راز «په هغه سيمه کې چې دا پېښه رامنځته شوې، يو څه کار وکړي، ترڅو د سرته رسيدلې پېښې جبران وشي او خلک کرار کړي.»
هغه ګوته وڅنډله: له نرم چلن پرته «په سيمه کې د افغانستان دښمنان» بوڅ غوږونه ناست دي چې د خلکو له غوسې څخه په خپله ګټه کار واخلي.
د هدايت الله نيازي په نامه يو محصل وويل، تورن بايد په افغانستان او يا متحده ايالتونو کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې محاکمې ته راکښل شي او افغان حکومت ته د هر پرمختګ په اړه معلومات ورکړ شي.
د ايساف لوړپوړو چارواکو ژوره خواشيني څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې مسؤول شخص به عدالت ته راکښل شي.
د ايساف مرستيال قوماندان جنرال ادريان براډشاو په يوې وينا کې وويل: «پلټنه پيل شوې. د حقيقت د موندلو لپاره به ټولې هڅې په کار واچول شي.»
هغه وويل: «موږ ټولو هغو خلکو ته دعاګانې کوو، چې دا غميزه پرې راغلې ده.» هغه وويل، د ايساف قوماندان، جنرال جان الن هم د «قربانيانو کورنيو ته د ډېرې خواشينۍ او تسليت» مراتب څرګند کړل.
هغه وويل: «زه په بشپړ ډول دې ته چمتو يم، ددې ډاډ تر لاسه کړم چې ددې ناسم کار سرته رسوونکی وموندل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.»
نيازي وړاندوينه وکړه، دا قتل به د ناتو ماموريت تر سيوري لاندې راولي، نړيوال سرتيري به له خطر سره مخامخ کړي، د طالبانو ليکې به نور هم پياوړې کړي او د نړيوالو سرتيرو د شتون په وړاندې به د هېواد په کچه د پاڅونونو لامل شي.
د ايمل په نامه محصل د سرتيرو له وخت څخه د مخکې وتلو د پايلو په اړه ګوته وڅنډله.
هغه وويل: «موږ بايد داسې کوم ګام وانخلو چې د متحده ايالتونو او نورو بهرنيو سرتيرو د ژر وتلو او يا د هغوی د مرستو د بندېدو لامل شي، ځکه موږ تر ډېرې کچې په هغوی پورې تړلي يو.»
نور رحمان رحماني د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر مشر او خان محمد دانشجو په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر يو روزل شوی خبريال دی.