افغانان د جگړې د اخلاقي زيان په اړه خبرې اترې کوي
ويناوال وايي دين بايد دروا او نا روا جگړې تر منځ د بېلتون د کرښې په راکښلو کې خپل رول ولوبوي.
افغانان د جگړې د اخلاقي زيان په اړه خبرې اترې کوي
ويناوال وايي دين بايد دروا او نا روا جگړې تر منځ د بېلتون د کرښې په راکښلو کې خپل رول ولوبوي.
ويناوالو د خبرو اترو په لړۍ کې، چې تېره مياشت د هېواد په بېلابېلو برخو کې سرته ورسېدې، د جگړې اخلاقي اړخ په اړه خبرې اترې وکړې.
د غور، فارياب او کابل د ولايتونو ويناوال ټول په دې اړه يوه خوله وو چې تاوتريخوالي د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی.
په مرکزي ولايت، غور کې گډون کوونکو وويل، لازمه ده د هغو جگړو تر منځ توپير وشي چې اخلاقي او غير اخلاقي موخې لري.
د غورو ولايت د ديني عالمانو د شورا يوه غړي، شمس الحق موحد وويل، جگړه يوازې هغه مهال روا ده چې د هېواد د پولو د دفاع او د مسلمانانو د عقيدې لپاره سرته ورسيږي. د دې خبرې معنا داده چې په افغانستان کې روانه جگړه نا روا ده.
هغه وويل: «د افغانستان روانه جگړه په اخلاقي لحاظ له هغو جگړو سره د پرتلې وړ نه ده چې د اسلام په لومړيو وختونو کې سرته رسېدې.»
د غور ولايت د حج او اوقافو د رياست استازی، مولوي نظام الدين حبيبي له دې خبرې سره موافق و، ويې ويل: «د جگړې له امله د انسان وينې توييږي او دا يو ناسم عمل دی.»
څنگه چې مناظرې د روژې د مبارکې مياشتې په اوږدو کې جوړې شوې وې، گډون کوونکو د روژې په مبارکه مياشت کې د جگړې په اړوندو موضوعگانو هم خبرې اترې وکړې. حبيبي پر دې خبرې ټينگار وکړ چې د روژې په مياشت کې جگړې ته په ښه سترگه نه کتل کيپږي.
په شمال لويديځ ولايت، فارياب کې يوه ديني عالم، داملا گل احمد لطفي وويل: «د روژې په مياشت کې د مسلمانانو په وړاندې د مسلمانانو جگړه نشي توجيه کېدای.»
د غور د پوليسو استازي، مرتضی مصلح وويل، ځواکونو يې تر خپلې وسې زيار ايستلی چې د روژې په مياشت کې د جگړې کچه ټيټه وساتي.
هغه وويل: «موږ د روژې د مبارکې مياشتې په درناوۍ جگړه نه کوو، خو که بريد راباندې وشي، بيا مجبور يو له خپلو ځانونو څخه دفاع وکړو.»
په فارياب کې د امنيت مشر، بريالي بشريار پرواني وويل، موږ هم ورته تگلاره پلې کړې؛ پوځونو مو د روژي په مياشت کې د کوم بريد پلان تر لاس لاندې نه دي نيولی
هغه وويل، پر ځای يې «پوليس په ټولو جوماتونو کې د لمونځ کوونکو امنيت نيسي چې خلک وکړای شي د روژې په مياشت کې له ډار پرته خپل عبادتونه سرته ورسوي.»
په کابل کې ويناوالو هغه ناوړه حالت ته گوته ونيوه چې د څه دپاسه درې لسيزو جگړو د عادي خلکو ژوند ورسره مخ کړی وو.
د کابل ولايت د چهاراسياب ولسوالۍ د حج او اوقافو رئيس، سيد اقا وويل: «کورونه مو وسوځېدل، شتمنۍ مو لوټ شوې او فابريکې مو ويجاړې شوې. په سلگونه زره افغانان ووژل شول او زيات شمېر نور يې د جگړې له امله مهاجرت ته اړ شول.»
د چهاراسياب د يو جامع جومات خطيب، محمد حسيب د جگړې په اړه د اسلام د پېغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم يو حديث نقل کړ.
هغه وويل، په حديث کې راغلي: «د الله په نامه او برکت وخوځيږئ. زاړه سړي، ښځې او ماشومان مه وژنئ. خيانت مه کوئ، روغه جوړه او نيک کارونه وکړئ، ځکه الله نيکوکاران خوښوي.»