افغان مېرمنو ته کاری زمینې چمتو شوې
د حرفه يې زده کړو پروگرامونه د کابل په شمال ختيځ ولايت کې ډېر بريالي وو.
افغان مېرمنو ته کاری زمینې چمتو شوې
د حرفه يې زده کړو پروگرامونه د کابل په شمال ختيځ ولايت کې ډېر بريالي وو.
دېرش کلنې وحيدې وويل: «ما به خيرات غوښته. اوس جامې گنډم او خپلې ټولې کورنۍ ته ډوډۍ پيدا کوم.»
د پروان ولايت د مرکز، چاريکار ښار اوسيدونکې، وحيدې آی ډبليو پي آر ته وويل، د ښځو د چارو د رياست له خوا يې د روزنيز جوړ شوي کورس له امله په ژوند کې بدلون راغلی دی.
هغه د خپلې پنځه کسيزې کورنۍ د اعاشې او اباتې مسؤوليت پرغاړه لري، ځکه ميړه يې پر نشه يي توکو روږدی او د کار جوگه نه دی. وحيدې به پخوا د خيرات غوښتلو او کله ناکله به يې د خلکو د جامو د مينځلو له لارې خپل ژوند تېراوه، خو د نوې زده کړې له امله يې ژوند بدلون موندلی دی.
وحېدې وويل: «اوس د يوې جوړې جامو د گنډلو په وړاندې ٣- ٨ ډالرو پورې اجوره اخلم. د مياشتې تر سلو ډالرو پورې عايد لرم. ژوند مې ډېر ښه دی. تل به هغه چاته په خپل لمانځه کې دعا کوم چې دا حرفه يې رازده کړې ده.»
د ښځو حرفوي زده کړې، چې د بازار د مهارتونو په کچه دي، په پروان ولايت کې ښه برياليتوب تر لاسه کړی دی، خو سره له دې ښځينه متشبثين وايي، د مالي خپلواکۍ د ډاډمنولو لپاره پکار ده چې حکومت ډېره پانگونه وکړي.
صفيه د پروان ولايت د ښځو د چارو د رياست د روزنې د مرکز رئيسه وویل له دې مرکز سره د يوې خيريه موسسې له خوا مرسته کيږي. چې تر اوسه له گنډلو، اوبدلو نانوايي او بړستنې گنډلو څخه نيولي د انگليسي ژبې، کمپيوټر او سينگار په برخو کې شپږ سوو مېرمنو ته روزنه ورکړ شوې ده.
هغې وويل، په شپږو پړاوونو کې زياتره دا روزل شوي ښځې اوس پر خپلو پښو ولاړې دي.
هغې وويل: «هره روزنيزه دوره له درېو څخه تر شپږو مياشتو پورې دوام کوي. په دغه موده کې زده کوونکو ته د موټر د کرايې لپاره د ورځې دوه ډالره ورکول کيږي. همدا راز ورته د نوموړې خيريې موسسې له خوا د مياشتې ١٣٠ ډالره معاش ورکول کيږي.»
زده کوونکو ته د کار وسايل او تجهيزات هم په وړيا توگه ورکول کيږي.
پنځه ويشت کلنې ثريا درې کاله دمخه په روزنيز مرکز کې گنډل زده کړي او اوس خپل مور او پلار او دوو کوچنيو ورونو ته خواړه چمتو کوي. همدا راز هغې خپل ژوند د خپلې کورنۍ لپاره وقف کړی دی. هغه وايي پښېمانه، نه ده.
هغې وويل: «زه مجبوره يم تر هغه واده ونه کړم، ترڅو مې ورونه لوی شوي نه وي، ځکه له ما پرته نور څوک نشته چې هغوی ته ډوډۍ پيدا کړي.» نوموړې زياته کړه، اوس د مياشتې له ١٥٠ څخه تر ٢٠٠ ډالره ګټه لرم.
د ملگرو ملتونو د مېشتدلو (هبيتات) د پراختيا د پروگرام مشر، صفی الله شمس د حرفوي پرگرامونو د اوږدې مودې پر اغېز رڼا واچوله.
شمس آی ډبليو پي آر ته وويل، د ملي پيوستون له پروگرام سره په تړاو هغوی له ٢٠٠٥ څخه تر ٢٠١٢ پورې نژدې ٧٠٠٠ ښځې فارغې کړې دي. نوموړی پروگرام له سيمه ييزو ټولنو سره کار کوي تر څو وکړای شي د دې وس پيدا کړي چې خپلې پراختيايي پروژې پخپله اداره او تنظيم کړي.
هغه وويل، د هغوی له خوا په جوړو شوو کورسونو کې د غالۍ اوبدل، د چرگانو روزنه، گنډل او مالدارۍ شامل دي چې اوس هم خپل سهم لري.
هغه وويل: «زموږ د موندنو له مخې د روزنې د دغو پروگرامونو له لارې د اړو مېرمنو په ژوند کې د پام وړ بدلون راغلی دی.»
د پروان ولايت د ښځو د چارو رئيسې، نادرې گياه وويل، له اقتصادي پلوه د ښځو ځواکمنولو د جنسيت په وړاندې له مبارزې سره هم مرسته کړې ده.
هغې وويل: «په هرې کورنۍ کې د تاوتريخوالي ريښې بېوزلي ده. دې بهير هغوی له مالي پلوه خپلواکې کړي او په دې توگه يې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ټيټه کړې ده.»
هغې زياته کړه: «يو شمېر ښځو کوچني کسب او کار هم رامنځته کړی دی.»
بېرته ټولنې ته ورگرځېدنه
سياه موی هاشمي د چاريکارو په ښار کې يو سينگارځای لري. هغې دغه کسب په ايران کې زده کړی. هغه د يوه عادي سينگار په وړاندې ٧ – ١٠ ډالرو او واده لپاره د ناوې د جوړولو په وړاندې تر سلو ډالرو پورې پيسې ترلاسه کوي. چې لږ تر لږه په اوونۍ کې يو ځل ورته ناوې راوستل کیږي .
هاشمي دا مهارت د حرفوي زده کړو په مرکز کې نورو مينه والو ته هم ور زده کوي. د هغې په کورس کې له لسو زياتې زده کوونکې شاملې دي. د تدريس په وړاندې د مياشتې ١٥٠ ډالره حق الزحمه اخلي.
هغې آی ډبليو پي آر ته وويل: «تر اوسه مې ١٢٠ زده کوونکې روزلې دي. هرې يوې د پروان په ښار چاريکارو کې خپلې سينگار خونې پرانيستې دي. هغوی ښې بوختې دي او له مالي پلوه ښه کار کوي.»
د هغو خلکو پر وړاندې ننگونه، چې د لاسي کارونو بازار ته ورننوځي، دوديزو توليداتو ته د تقاضا موجوديت دی.
د چاريکارو اوسيدونکې، شل کلنې ناديې په روزنيزمرکز کې شپږ مياشتې دمخه د موشکڼو پيېل زده کړه. اوس هغه خياطۍ زده کوي .
هغې وويل: «د موشکڼو پيېل ښه کار دی، خو تقاضا ورته نشته. په سختۍ د خپل لاس کار پلورم. د خياطۍ لپاره ښه بازار شته، اوس ما دا دنده زده کړې ده. غواړم د خپل مسلک له لارې له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم.»
نورې ښځينه متشبثينې گوتنیونه کوي چې د حکومت له مرستې پرته يې د کار او کسب وده ناشونې ده.
د چاريکارو اوسېدونکې، ٢٧ کلنه پروانه د خياطۍ يوه هټۍ لري. هغه زيات شمېر نجونو ته روزنه ورکوي او پر کار يې گوماري.
هغې وويل: «ما بېلا بېل ډيزاينونه جوړکړل خو په بازار کې غوښتنه ورته ډېره نه وه. خلک يې په لږو پېسو رانه غوښتل اوس یواځې هغه جامې ګنډم چې خلک پخپله راځي او فرمایش ورکوي )) نوموړې غواړي، حکومت بايد بازار موندلو کې له دوی سره مرسته وکړي
د ښځو چارو رئيسه، گياه له دې سره موافقه ده چې دبازار موندنې په اړه ستونزه شته . هغې وويل، دا موضوع يې د ولسمشر، اشرف غني له مېرمنې، رولا غني سره په ليدنه کې یاده کړې او هغې په دې اړه د مرستې ژمنه کړې ده. هغې زياته کړه، «له حکومتي چارواکو سره په غونډو کې ويل شوي، د ښځو د ژوند ښه کول د حکومت مرکزي موخه ده.»
اوسمهال، دغه روزنيز پروگرام خپل کارته دوام ورکوي چې په پروان کې د ښځو د ژوند په بدلون کې لوی توپير رامنځته کړي.
څلوېښت کلنه گل چهره، لس کاله دمخه کونډه شوې او له خپلو دوو زامنو او يوې لور سره د غوربند له ولسوالۍ څخه راکوچېدلې ده.
هغوی له مالي ستونزو سره لاس او گرېوان وو، خو هيڅکله يې هيله له لاسه ورکړې نه ده.
هغې وويل: «په پيل کې مې بړستنې گنډلې. وروسته مې د پروان د ښِځو د چارو د رياست له لارې خياطي زده کړه. اوس د ورځې لږ تر لږه لس ډالره گټم. ژوند مو اوس ښه شوی دی. اولاد مې ښوونځي ته ځي. زه له ټولو هغو خلکو څخه مننه کوم چې ښځو ته يې داسې کاري فرصتونه چمتو کړي دي.»