د جوګيانو د ښوونې او روزنې څرک
د بلخ چارواکي وايي د افغاني جوګيانو لپاره د ښوونځيو د پرانيستلو په سوچ کې دي، خو جوګيان بيا د هغوى په خبرو بې باوره دي.
د جوګيانو د ښوونې او روزنې څرک
د بلخ چارواکي وايي د افغاني جوګيانو لپاره د ښوونځيو د پرانيستلو په سوچ کې دي، خو جوګيان بيا د هغوى په خبرو بې باوره دي.
په بلخ کې د آى ډبيلو پي آر د روزل شوى خبريال ( باور ) ليکنه
د افغانستان د بلخ په ولايت کې د محب الله په نامه يو ١٧ کلن ځوان په ښوونځي کې د ځان د شاملولو لپاره ډېرې هڅې کړي دي. د هغه ملګري ښوونځيو ته ځي خو پخپله يې چانس له لاسه ورکړى دى.
هغه د جوګيانو په قبېلې پورې اړوند دى. له نوموړي څخه په ښوونځي کې د شاملېدو لپاره د تابعيت پېژندپاڼه غواړي، خو جوګيان پېژندپاڼې نه لري.
هغه د خپلې کيسې د ويلو پر مهال ژړل: "اوس شک لرم چې آيا موږ به انسانان يو ... کله چې ګورم نور هلکان ښوونځيو ته ځي او راځي، څو شيبې ژاړم او له خدايه مرګ غواړم، ځکه نور له دې ژوند څخه پوزې ته راغلى يم."
ښوونځي ته د تګ عمر په افغانستان کې اووه کلني ده. که يو کوچنى د تابعيت پېژندپاڼه ونه لري، نو د پلار په پېژندپاڼې شامليداى شي، خو د محب الله پلار هم د تابعيت پېژندپاڼه نه لري، چې د هغې له مخې په ښوونځي کې شامل شي. په دې توګه هغوى له ټول زده کړو بې برخې دى.
د مزارشريف د بابه يادګار په سيمه کې د جوګيانو مشر، ملک حشمت الله وويل، دلته د هغوى شمېره زرګونو تنو ته رسيږي، ژوند ئې ښه نه دى او د دروېزه ګرۍ له لارې شپې ورځې تېروي.
هغه وويل: "موږ غواړو کوچنيان مو ښه راتلونکې ولري، ليک لوست زده کړي او تحصيل وکړي او په حکومت کې دندې تر لاسه کړي. همدارنګه غواړو کورونه او ځمکې ولرو. تر کومه به سوال کوو. کله چې کوچنيان ښوونځيو ته وړو، هغوى يې نه شاملوي."
په مزارشريف کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکو کميسون مشر، سيد محمد سامع وويل، د اساسي قانون له مخې هرڅوک د زده کړې حق لري. هغه وويل: "که چېرته جوګيان د افغانستان تابعت نه لري، نو ولې ورته د ټولټاکنو پرمهال د رايو ورکولو کارتونه ورکول شوي او رايو ته يې اعتبار ورکړ شوى و؟"
جوګيان وايي هغوى شاوخوا ١٥٠ کاله دمخه د بېلا بېلو لاملونو له مخې له اذربايجان، بخارا او نورو ځايونو څخه افغانستان ته کډه شوي دي. د هېواد په مختلفو برخو کې استوګنه لري او ځايي خلک يې د جټ، قوال او چنګري په څېر په بېلا بېلو نومونو يادوي.
د جوګيانو شمېره څرګنده نه ده، خو هغوى وايي يوازې د بلخ په ولايت کې يې شمېره شاوخوا ١٠٠٠ کورنيو ته رسيږي.
اوس ورته د يو شمېر چارواکو له خوا داسې نښې نښانې رسيدلي، چې د ښوونې او رزنې ستونزه به يې هواره شي.
د بلخ ولايت د پوهنې رئيس، محمد ظاهر پنهان وويل ددې ستونزې په اړه يې له يو شمېر موسسو سره خبرې کړي دي او کېداى شي نتيجه ورکړي.
هغه وويل: "ما اوس داسې يو پروګرام تر لاس لاندې نيولى دى، چې له اتو څخه تر ١٤ کلنۍ پورې جوګي کوچنيانو ته د زده کړې زمينه چمتو کړم. داسې پلان هم لرو، چې جوګي ځوانانو ته د هغوى د استوګنې په ځايونو کې حرفوي او د ليک لوست د زده کړې کورسونه پرانيزو."
داسې بريښي د تابعيت د پېژندپاڼو په ويش کې هم، چې ښوونځي ته د داخپليدو لپاره اړينې دي، يوڅه پرمختګ شوى وي.
د بلخ په ولايت کې د نفوسو د احوال او سرشمېرنې رئيس، عبدالخالق روستايي وويل، د هغوى ستونزه يوازې د هغه په رياست پورې اړه نه لري.
هغه وويل:"که جوګيان غواړي چې د تابعيت پېژندپاڼه ولري، نو بايد استازي يې له لوړ پوړو چارواکو څخه احکام تر لاسه کړي، چې موږ وکړاى شود هغې له مخې دوى ته پېژندپاڼې ورکړو.
هغه وويل، ددې موضوع په اړه يې څو څو ځلې په مزارشريف کې د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کميسون او د ملګرو ملتونو له دفتر سره خبرې کړي دي.
د جوګيانو يو مشر، صاحب نظر وويل له چارواکو سره يې د ليدلو په اړه هلې ځلې کړي دي، خو حکومتي څانګو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړ شوې. هغه وويل: "عادي خلک په موږ سترګې پټوي، خو [حکومتي] چارواکي راڅخه کرکه کوي. څو څو ځلې مو له لوړ پوړو چارواکو سره د ليدنې هڅې کړي دي، خو له موږ سره چا نه دي کتلي. هغوى موږ ته د انسانانو په سترګه نه ګوري. نه پوهيږو چېرته لاړ شو."
د بشري حقونو د ځايي کميسون مشر، سامع وويل د تابعيت د پېژندپاڼې د ويش په اړه يې په مزارشريف کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي د دفتر (يوناما) او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې د څانګې (يونيسيف) د استازو په ګډون يوه کميټه جوړه کړې ده.
هغه وويل: "موږ په شمال کې د جوګيانو د سرشمېرنې سروې بشپړه کړې او په اړه به يې ډېر ژر يو رپوټ خپور شي. د کورنيو چارو له وزارت څخه به غوښتنه وکړو، چې د جوګيانو د تابعيت د پېژندپاڼې ستونزه هواره کړي."
په مزارشريف کې د کارته صلح په سيمه کې د امان الله په نامه د جوګيانو مشر وويل، چارواکي هغوى تېر باسي.
هغه وويل: "کله چې ټولټاکنې سرته رسيږي او يا کومه بله ملي موضوع راپورته کيږي، نو موږ افغانان يو، خو کله چې چارواکو او حکومت مطلب تر لاسه کړ، نو موږ هيروي او وايي چې افغانان نه يو. دا څه راز عدالت او انسانيت دى؟"
"موږ غواړو چې حکومت مو افغانان وبولي. موږ غواړو چې حکومت راته د تابعيت پېژندپاڼې راکړي، ترڅو مو کوچنيان لوست وکړاى شي."