دکاپيسا دسړک جوړولو له شرکتونو سره د طالبانو مرسته

څرګنده نه ده د زور له لارې يا د نرمۍ (انعطاف) د ښودلو د يوې نوې نښې په توګه ياغيانو پتېلې چې کومو هغو پراختيايي پروژو ته د کار اجازه ورکړي.

دکاپيسا دسړک جوړولو له شرکتونو سره د طالبانو مرسته

څرګنده نه ده د زور له لارې يا د نرمۍ (انعطاف) د ښودلو د يوې نوې نښې په توګه ياغيانو پتېلې چې کومو هغو پراختيايي پروژو ته د کار اجازه ورکړي.

Laying a road in Kapisa province. In this case the work is being funded and led by the Provincial Reconstruction Team. (Photo: Tech. Sgt. Joe Laws/US Air Force)
Laying a road in Kapisa province. In this case the work is being funded and led by the Provincial Reconstruction Team. (Photo: Tech. Sgt. Joe Laws/US Air Force)
Tuesday, 9 November, 2010

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، ميوند ساپي ليکنه

په لسګونه خلک د افغانستان د پلازمينې کابل شمال ته د کاپيسا په ولايت کې د يو سړک په جوړولو لګيا دي. موټرو شګه او جغل راوړی او له قير دمخه يې پر سړک اچولی دی.

د لارۍ چلوونکي، محمد قيس د خپلې لارۍ جغل پر سړک واړول او موټر يې يوې غاړې ته پارک کړ، ويې ويل: «دا د خوشحالۍ خبره ده چې د تګاب د ولسوالې ځوانان پر دې سړک د زړه له تله کار کوي. سړک به مو ډېر ژر قير شي. پخوا به مو ناروغ پر خره يا په کټ کې اچولی او په ساعتونو ساعتونو به مو لاره وهله ترڅو يې يو نژدې روغتون ته ورسوو. زياتره به ډاډمن نه وو، چې آيا ناروغ به مو په خپل وخت روغتون ته ورسيږی او که نه.»

محمد قيس په خندا وويل: ((خدای دې له ‌طالبانو سره ښه وکړي چې موږ ته يې پر دې سړک د کار کولو اجازه راکړه. که نه، نو چا د هغې کار ته زړه ښه کاوه ؟))

د اميرالله په نامه يو ملک د سړک د جوړولو د شرکت د کارکوونکو په ارام د سااخيستلو يادونه وکړه.

هغه وويل: ((د نه ډار لامل دادی چې طالبانو د کاراجازه ورکړې، که مخالفت يې کړی وای نو دلته به دې اوس څوک نه وای ليدلای. دا ښه کار دی چې طالبانو وکړ.ځکه ژمی راروان دی او د تګاب خلک نالوستي او بېروزګاره دي. ددې پروژې له لارې به سيمه ودانه شي او خلک به ښه ژوند وکړي.))

د سړک د جوړولو د کار پرمختګ له طالبانو سره د کاپيسا ولايت د خلکو د معاملې په پايلې کې رامنځته شوی. طالبانو اجازه ورکړې چې د [سړک د جوړولو] کار دې په خوندي ډول پر مخ ولاړ شي.

پخوا به د بيارغاولو د پروژو خلک او شرکتونه د بريدونو له امله له خطر سره مخامخ کېدل، چې لا اوس هم د افغانستان په نورو برخو کې همداسې ده.

ځايي اوسيدونکي وايي د مني په فصل کې خبرو اترو او فشار دا شونې کړه چې له مخالفينو څخه ژمنه واخيستل شي، ترڅو د سړک د جوړولو د کارمخه ډب نه کړي.

طالبان بيا وايي چې د ښه نيت له امله يې د کار اجازه ورکړې ده.

حقيقت چې هر څه وي، وي به، خو د افغانستان په سهيل کې د جګړې له ډګر ډېر ليرې د تګاب د ولسوالۍ په څېر سيمو کې ټولګټو کارونو ته د طالبانواجازه د هغوی د واک او زور څرګندونه کوي.

د کاپيسا ولايت د نجراب د ولسوالۍ اوسيدونکو داګست په مياشت کې د سړک جوړولو د يو انجنير له تښتولو وروسته ياغيان له خپلې سيمې وشړل. کله چې طالبانو تښتول شوي انجنير خوشې نه کړ، ځايي خلکو وسلې راپورته کړې او په يوې لنډې نښتې کې يې له ياغيانو څخه خپل برمته شوی (انجنير) راخلاص کړ. (وګورئ: قهرېدلو افغانانو طالبان وشړل.)

د تګاب او همدارنګه د نجراب د ولسوالۍ ځايي مشرانو له طالبانو سره خبرې پيل کړې ترڅو سيمې ته د ټولګټو پروژو د کارمخه ونه نيسي.

د تګاب د ولسوالۍ د دادازيو د سيمې يو قومي مشر، حاجي محمد خان وويل، خبرې اترې ستونزمنې وې او د دواړو لورو د متنفذينو د يو پلاوي او نورو افرادو له خوا د طالبانو له قوماندانانو سره يو په يو سرته ورسېدې.

هغه وويل: ((خبرې اترې د ښوونځيو، کلينيکونو، پلونو، ويالو او بندونو د جوړولو او د سيلابونو د اوبو د مخنيوي په اړه ترسره شوې. دا ټول ټولګټې کارونه دي. هغوی موږ ته وويل، پخپل منځ کې به د هغوی په اړه خبرې وکړي او وروسته به موږ ته احوال راکړي. له هغې وروسته يې موږ ته اجازه راکړه چې د عامه ګټو پروژې سرته ورسوو.))

د کاپيسا ولايت سرپرست والي، محمد شريف د آله سای، تګاب او نجراب په ولسواليوکې د کار په بهير کې د امنيتي ګواښونو له لرې کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې کېدای شي په سيمه کې د بريدونو له ډار پرته د بيارغاونې نورې پروژې هم پلې شي. ..

هغه وويل: ((طالبانو ته دا څرګنده شوه چې دا پروژې د هغوی په ګټه دي، له دې امله نور په هغې کې لاس نه وهي او د عامه ګټو د پروژو مخه نه ډب کوي. انجينران،کارګران او موټر چلوونکي په ډاډه زړه له ډار پرته کار ته دوام ورکولای شي.))

دشريف الله په نامه د سړک جوړولو يو ځوان کارګر له آی ډبليو پي آر سره د خبرو لپاره د سړک د غاړې د لښتې د کيندلو کار ودرولو او ويې ويل: ((دا غټه خبره ده چې په تګاب کې سړک پخيږي. موږ لپاره هم ښه فرصت دی، چې پيسې ګټو.))

((پخوا به هم د سړکونو د پخېدلو پرمهال د طالبانو د بمونو د چولو او راکټي بريدونو ډار موجود و، خو اوس يې ددې پروژې کار ته اجازه ورکړې ده.))

مخالفينو په خپل وار د خپلې ارادې د بدلون خبره څرګنده کړې، خو ټينګار کوي چې دا د هغوی خپلمنځي پرېکړه وه او د ځايي اوسيدونکو تر فشار لاندې سرته رسيدلې ده.

په کاپيسا کې د طالبانو يو قوماندان د نامه د نه ښودلو په شرط ومنله چې له ځايي مشرانو سره په دې اړه خبرې اترې ترسره شوي، خو ويې ويل چې پرېکړه په خپلواک ډول د هغوی د مشرتابه له خوا نيول شوې ده.

هغه دا ومنله چې پر پرمختيايي پروژو بريدونه د خلکو د خپګان لامل شوي دي.

هغه وويل: ((اصلي لامل دا و چې موږ د ټولګټو پروژو مخالف وو. د تګاب يو شمېر خلک زموږ په وړاندې راپاڅېدل. طالبان نه غواړي چې خلک له ځانه خپه کړي.))

هغه په دوام وويل، د طالبانو غورځنګ له ټولګټو پروژو سره مخالفت نه کوي. يوازې له دې امله يې کله کله ښوونځي، کلينيکونه او نورې ودانۍ تر بريد لاندې نيولي چې افغان حکومتي سرتيرو هلته دفاعي پوستې جوړې کړي دي.

هغه وايي، اوس ((موږ يو پلان تر لاس لاندې لرو چې له مخې يې ټولګټو پروژو ته د کار اجازه ورکړ شوې ده. موږ يوازې په اردو پورې د تړلو پروژ مخالف يو. هغوی ته به هيڅکله د کار اجازه ورنه کړو.))

خبره تل داسې نه وه. په کاپيسا کې مخالفينو په حکومتي او د هغې په نړيوالو متحدينو پورېپه تړلو پروژو بريدونه کړي او له امله يې ځايي استخدام شوي کارګران د بريدونو ښکار شوي.

په نوموړي ولايت کې طالبانو تر دې کچې نفوذ کړی و چې د پروژو کارکوونکي او يا د مرستندويه موسسو د معاشونو او مرستو لاسته راوړونکي به ګواښل کېدل، تښتول کېدل او يا وژل کېدل.

د نجراب ولسوال، سلطان محمد ساپي وويل،د سړک د جوړولو د شرکت يوځوان کارکوونکی تېر کال ياغيانو وتښتولو. مړی يې وروسته په يوې ونې کې ځوړند وموندل شو چې د ټوپک په ګوليوسوری سوری شوی و.

دکاپيسا د البيروني پوهنتون د ژبو او ادبيانو د پوهنځي استاد، پوهاند حصاري د يوې ناحکومتي موسسې په مرسته په خپل يو روزنيز کورس کې د تدريس له امله د خپلې برمتې کيسه وکړه.

د برمتې په يوڅو ورځوکې هغه ته پر ګولۍ د ويشتلو، ځوړندولو او په څا کې د اچولو ګواښونه شوي وو. وروسته يې تښتوونکو له هغه څخه د ٢٠٠٠٠ ډالرو خونبهاغوښتنه وکړه، چې خپلوانو يې په ګډه د هغه د راخلاصولولپاره تښتوونکوته ورکړې.

د کاپيسا ولايت يوځوان، اجمل وايي خلک له نوې معاملې خوشحال دي، خو زياته يې کړه، چې که په ياغيانو زور نه وای راوړل شوی، هيڅکله به يې دې معاملې ته غاړه ايښې نه وای.

هغه وويل: ((پخوا د حکومت مخالفو ډلو د مخالفت له امله د بيارغاولو پروژې له غټو ستونزو سره لاس اوګرېوان وې، خو له هغه راهيسې چې طالبانو د نوموړو پروژو د کار اجازه ورکړه، خلک په رښتيا هم خوښ دي.))

اجمل د طالبانو د ښه نيت په اړه شکمن دی، ځکه په ياد يې دي چې پروسږکال د يو کوچني پل په جوړولو کې، چې يوې ناحکومتي موسسې يې پيسې ورکړې وې، دوه ځوانان وژل شوي وو. .

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد، ودير صافی وايي دا حقيقت چې خلک له طالبانو سره دمعاملې له لارې جوړ جاړي ته رسيږي، د حکومت د لږ يا نه کنترول څرګندونه کوي.

نوموړي وويل، کېدای شي زياتې مستقيمي خبرې اترې نورې ځايي ستونزې هم هوارې کړي. هغه په دوام وويل: ((دا د حکومت د کمزورۍ غبرګون دی.))

د کاپيسا د والي وياند، عبدالحليم عيار ټينګار کوي نوموړې معامله ((د حکومت برياليتوب)) دی، چې کولای شي ((مخالفينو ته له بډو ورکولو او د پروژې له بېلارې کېدو پرته يوه پروژه پلي او سرته ورسيږي.))

نوموړي وويل: ((دا رښتيا دي چې دا کار د طالبانو برياليتوب څرګندوي، خو د حکومت غلطي هم نه ده. زما مقصد دادی، د حکومت تګلاره داده چې خلکو ته اجازه ورکوي پخپله د بيارغاونې پروژې سرته ورسوي.))

د ټولنيزو چارو شنونکی، حبيب الله رفيع په دې اند دی، د کاپيسا پېښې ددې څرګندونه کوي چې حکومت ولې ځايي خلکو ته اجازه ورکړې چې د خپلو وړتياوو له لارې حساسې معاملې سرته ورسوي. په نوروسيمو کې د هغوی تکرار ښايي د سولې له بهير سره مرسته وکړي.

هغه وويل: ((د هېواد په نورو برخو کې به د ورته لارو چارو په کارولو او د [خلکو] يووالي طالبانو ته ستونزمنوي چې د بيارغاونې د پروژو مخالفت وکړي.))

اوسمهال په کاپيسا کې درې سړکونه تر جوړوېدو لاندې دي. ځايي چارواکي هيله من دي دا لاره به د افغانستان له شمال څخه سويل ته د موټرو په تګ راتګ اود توکو په وړلو راوړلو کې ډېره ګټه وکړي، چې کله ناکله د کابل شاوخوا د لارو او سړکونو د بندېدو لامل کيږي. .

د سړک جوړولو د يو شرکت خاوند، سيد احمد وايي اوس چې امنيتي ګواښونه له منځه تللي، د سړکونو د جوړونې کارونه ډېر ښه روان دي. کله چې نورو کلو ته د سړک جوړولو ډله رسيږي، نو د هماغه ځای خلک د کار لپاره ګوماري.

هغه وويل داسې بريښي چې طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي. ((که طالبانو د پروژې د پلي کېدو اجازه نه وای ورکړی، موږ به دلته نه وو.))

د عزيزالله په نامه يو بل تن اوسييدونکي وويل، مخالفينو آن د سړک د پلانولو د بهير مسؤوليت په غاړه اخيستی دی.

هغه وويل: ((اوس هغوی وايي هغه خلک، چې کورونه، باغونه او کرنيزې ځمکې يې د نقشې له مخې تر سړک لاندې راځي، بايد له ځانه تېرېدنه وښيي. خلک له مخالفت پرته دا خبره مني. که کوم څوک په دې اړه څه ووايي، نو هغوی ورسره خبرې اترې کوي.)) 

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists