دخوست ځنډول شوې لويې لارې په اړه د خلکوغوسه

اړينه لويه لار چې ولايتونه سره تړي او سيمه ييز اقتصاد ته وده ورکوي، له اوو کلونو کار وروسته لا تر اوسه چمتو شوې نه ده.

دخوست ځنډول شوې لويې لارې په اړه د خلکوغوسه

اړينه لويه لار چې ولايتونه سره تړي او سيمه ييز اقتصاد ته وده ورکوي، له اوو کلونو کار وروسته لا تر اوسه چمتو شوې نه ده.

IWPR
IWPR
Monday, 1 December, 2014

په افغانستان کې د احمدشاه ليکنه

د افغانستان ختيځ ته د پروت خوست ولايت اوسيدونکي وايي، ډېر زيات نهيلي شوي دي چې د اوو کلونو په تېرېدو بيا هم مهمه لويه لاره نه ده جوړه شوې.

د متحده ايالتونو د حکومت د پراختيايي موسسې، (يو ايس آی ډي) په مالي مرسته ١٠٢ کيلومتره لويه لار به خوست د گاونډي ولايت، پکيتا له مرکز، گردېزسره ونښلوي.

په پام کې ده چې نوموړې لويه لار به نه يوازې دوه غرنيز ولايتونو سره ونښلوي او له سيمه يزې سوداگرۍ او حکومتوالۍ سره به مرسته وکړي، بلکې د هغه لارې امنيت به هم ټينگ کړي، چې طالبان پرې پاکستان ته ځي راځي. سربېره پر دې دا لاره به د کابل، کندهار او هرات نښلوونکې لويې لارې ته يوه ترانيزيتي لار رامنځته کړي.   

د خوست – پکتيا سړک، چې پر جوړولو به يې څه دپاسه ٢٠٠ مليونه امريکايي ډالر لگښت راشي، د افغانستان تر ټولو گرانبيه ترانسپورتي پروژه ده، خو بشپړېدو ته يې لا ډېر وخت پاتې دی. 

د خوست د ټولگټو چارو رئيس، مامورشاه د وينا له مخې تر اوسه کار درې ځله ځنډېدلی دی. په دې لاره ياغيانو له ٤٥٠ څخه زيات بريدونه کړي او زياته مرگ ژوبله يې اړولې ده.

د لومړي پړاو تړون د «لويس برگر» په نامه له يوې امريکايي شرکت سره شوی و، چې په ٢٠٠٨ کې يې کار پيل شوی و. هغه مهال چې نوموړي شرکت پښه وايستله، د پاتې دوو پړاوونو د کار تړون د «مشرق انجينرينگ» په نامه له يوه افغاني ساختماني شرکت سره لاسليک شو. 

د ټولگټو د چارو وزارت مرستيال، احمد شاه وحيد وايي له ١٠٢ کيلومتر سړک څخه د ٧٥ کيلومتره سړک تر اوسه پوخ او د پاتې برخې کار پيل شوی دی. هغه اټکل کوي چې د نوموړې پروژې کار به په اتلسو مياشتو کې بشپړ شي. 

تېره مياشت راتلونکي ولسمشر، اشرف غني د خوست ولايت له قومي شمرانو، ديني عالمانو او حکومت يچارواکو سره د يوه ويډيوي کنفرانس له لارې ټينگار وکړ چې سړک به ډېر ژر پای ته ورسيږي.

سره له دې چې کار درې مياشتې وړاندې پيل شوی، خو د مدني ټولنې ډلو او نور اوسيدونکو څو څو ځلې د غړند کار له امله اندېښنه څرگنده کړې. 

د پوخ شوي سړک د کار د وړتيا په اړه هم شکايتونه موجود دي. د درې زره مترو په اوږدوالي نوموړې لاره د ژمې د واورو له امله بنده وې، په اوړي کې خټې پرې پرتې وي او زياتره د سيلاوونو د راوتلو له امله د تگ راتگ وړ نه وي.

محمد افغان، چې د تېرو ١٣ کلونو راهيسې يې د کابل – خوست تر منځ پر نوموړي سړک موټر چلولی، وايي: «زه د مياشتې درې سوه ډالره تر لاسه کوم، خو تر نيمايي زياتې يې بېرته د سړک د خرابوالي له امله پر موټر لگوم.»

کابل ته په لاره د محمد ذکي په نامه يو بل موټر چلوونکي وويل: «د ژمي له خوا پر سړک واورې او خټې پرتې وي او د اوړي دوړې او خاورې. موږ له نوي حکومت غواړو چې د سړک کار سرته ورسوي.»

د خوست يوه اوسيدونکي، ابراهيم وويل، سړک ته خلک ډېره اړتيا لري، څوک د درملنې لپاره کابل او څوک له پولې هاخوا، پاکستان ته خپل ناروغان لېږدوي. هغه وويل، د سړک د مخ د خرابوالي او کنډو کپر له امله زياتره ناروغان په لاره مړه شوي دي.

د پرچون پلورونکو د اتحاديې مشر، حاجي دين ولي وايي، سوداگر د سړک د خرابوالي له امله ډېر تاواني کيږي.

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: «موټر چلوونکي د بار په سر له موږ څخه ١٥٠ امريکايي ډالر زياتې اخلي، ځکه د سړک کار پای ته رسېدلی نه دی؛ سوداگريز توکي پر خپل مهال نه رارسيږي؛ خاورې او شگې زموږ توکي خرابوي؛ زياتره ماتيدونکي شيان، لکه گيلاسونه او نور مات يا ورکيږي. دا ټول  سوداگرو ته لوی تاوان دی.»

د خوست والي، عبدالجبار نعيمي گواښ وکړ، چې که د سړک کار له تړون سره سم پرخپل مهال سرته ونه رسيږي، نو قانوني گام به پورته کړي.

د والي وياند، مبارز احمد ځدراڼ وويل، حکومت د سړک د کار له څارونکو سره څو څو ځله ليدلي او خپله اندېښنه يې ولسمشر ته هم رسولې ده.

نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: «تر ټولو لومړی، د سړک تړون په واشنگټن کې لاسليک شوی. موږ پرې هيڅ اغېز نه لرو. دويم، ځايي خلکو له يو بل سره سيالي کړې، هر څوک غواړي خپل سړي او موټرې يې پرکار وگورمارل شي. ځايي خلکو په سيمه کې د نورو قومونو موټرې او وسايل سېځلي دي.»

ځدراڼ زياته کړه: «موږ ټولې زړې او نوې اندېښنې مرکزي حکومت ته رسولي. نه پوهيږو ولې له اوږدې مودې راهيسې د سړک د جوړولو کار ځنډيدلی. موږ د امنيت او نورو چارو په اړه هرچاته ډاډ ورکړی دی.»

 د خوست ولايت د سوداگرو د خونو مشر، نواب اميرزي وويل، دا لويه لاره د دې وړتيا لري چې د افغانستان د لويو عايداتي سرچينو په ډله کې راشي.

هغه وويل: «هره ورځ ١٥٠ لارۍ وارداتي توکي، ٢٢ لارۍ صادراتي توکي او د سپرليو شاوخوا درې سوه گړندي موټرې او همدارنگه په سلگونه شخصي موټرې خوست، گرديز، کابل او نورو ولايتونو ته تگ راتگ کوي. دمگړۍ ٣٥٠٠٠ تنه په وارداتو برخه کې کار کوي او د خپلو کورنيو په گډون نور ٣٥٠٠٠٠ تنه له دې لارې څخه خپله ډوډۍ ترلاسه کوي. زما په اند که سړک پوخ شي او د ټرانزيټ په توگه وکارول شي، نو د خوست د ٣، ١ مليون اوسيدونکو نيمايي هغه به پر دې سړک له کار کولو څخه خپلې ورځنۍ اړتياوې پوره کړي.»

افغان سرتيري، پوليس او شخصي امنيتي ساتونکي د ياغيانو د بريدونو د مخنيوي لپاره د دې لويې په اوږدو کې گومارل شوي دي.

د خوست د اردو قوماندان، ناصر هدايت وويل: «ملي اردو د لويې لارې په مهمو برخو کې امنيتي پوستې جوړې کړي دي. د سړک د امنيت د ساتلو دنده زموږ پر غاړه ده.»

احمدشاه د خوست پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر يو روزل شوی خبريال دی.

 

Frontline Updates
Support local journalists