وړۍ اوبدل: سخت کار، لږه مزدوري
د هرات ولايت ښځې شکايت کوي چې د فابريکو خاوندان د هغوی له ناچارۍ څخه گټه پورته کوي.
وړۍ اوبدل: سخت کار، لږه مزدوري
د هرات ولايت ښځې شکايت کوي چې د فابريکو خاوندان د هغوی له ناچارۍ څخه گټه پورته کوي.
شپېته کلنه فاطمه هره ورځ د سهار له اوو بجو څخه د مازيگر تر څلورو بجو پورې په يوې چټلې او بدبويه ځمکتلې (زيرزمينۍ) کې د پسونو وړۍ پاکوي.
نوموړې له ټپونو او زخمونو څخه په ډکو لاسونو دوړیو نصواري سپين او تور تارونه يو له بل څخه بېلوي. د کار په مهال هغه له دوړو، بدبويۍ او د وړيو د پاکوونکو کيمياوي توکو له گازو څخه د ځان ساتلو په موخه خپله خوله او پوزه په خپل پوړنې پټوي.
هغې وپوښتل: «له سهاره تر ماسپښين ناوخته پورې په خاورو او دوړو کې ناسته يم. د وړيو بوی راباندې ډېر بد لگيږي. خو دلته له کار پرته بله چاره نه لرم. که نه، نو څوک به مې اړتياوې پوره کړي او لمسيانو ته به مې خواړه ورکړي.»
د ډېر عمر خاوندې، فاطمې په دوام وويل، هغه يو څه استراحت ته اړتيا لري. سره له دې چې د ورځې يوازې دوه ډالره گټي، خو نشي کولای په کور کې کېني. هغه وايي، کړاو ډېر گالي، خو مزدوري يې ډېره لږه ده.
فاطمې وويل: «نشم کولای له خپل آمر سره د مزدورۍ په باره کې خبرې وکړم، که مې وکړې، نو له کاره به وايستل شم. بيا به وږې پاتې يم.»
د هرات دوړیو پاکولو فابریکو کې تر ٤٠٠ پورې ښځې پر کار گومارل شوې، چې سخت شرايط گالي، ټوله ورځ کار کوي او لږه مزدوري اخلي. چارواکي وايي، د فابريکو خاوندان د هغوی له ښځينه کاري ځواک څخه تر وس پورته گټه اخلي، په داسې حال کې چې پر کار گومارونکي په ټينگار وايي، په داسې يوه وخت کې، چې په افغانستان کې چاته د کار زمينه نه پيدا کيږي، دوی اړمنو ښځو ته کار چمتو کوي.
د نظري شرکت رئيس، غلام صديق نظري په هرات ولايت کې چې هرات ولایت کې دوړیو پاکولو فابریکه جوړه کړې
نوموړی د کار سختوالی او د مزدورۍ ټيټوالی مني، خو زياتوي چې کارکوونکي د ورځې دوه وخته وړيا ډوډۍ هم خوري.
هغه وويل: «لږ تر لږه په دې لاره موږ دې ښځو ته کار چمتو کوو. موږ د هغوی پر اقتصادي تنگلاسۍ خبر يو، خو تر دې مو د زياتې مزدورۍ ورکړې ته وس نه رسيږي.»
د بشري حقونو چارواکي وايي، د حد اقل معاش د ورکړې په اړه د رسمي مقررې د نشتوالي له امله حالات لا پسې ناوړه شوي.
په هرات کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د څانگې مسؤول، عبدالقهار رحيمي وويل، حکومت ته پکار ده چې د دې ستونزې غم وخوري.
هغه وويل: «له بده مرغه، موږ داسې کوم ميکانيزم نه لرو چې کارگرانو ته د ساعت له مخې د مزدورۍ مناسبه اندازه محاسبه او وټاکو. له دې امله ... پر کار گومارونکي له خپل واک او د خپلو کارگرانو له ناچارۍ څخه ناوړه گته اخلي او ځبيښي يې.»
رحيمي په دوام وويل، ډېره سخته ده چې په داسې حالاتو کې لاسوهنه وشي. هغه زياته کړه: «د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته پکار دي چې د کارکوونکو د حالت د ښه کولو لپاره په دې برخه کې هلې ځلې وکړي.»
د هرات ولايت د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معيوبينو رئيس، وکيل احمد سهيل وويل، هغوی تر خپل وس پورې زيار کاږي.
هغه وويل: «موږ د فابريکو له رئيسانو سره غونډي کړي، د کار قانون مو ورته بيان کړی او سلا مشورې مو ورکړي.» هغه خواشينې څرگنده کړه، چې د هغه رياست نشي کولای په يوازې سر قانون پلی کړي.
هغه وړاندې وويل، پر ډېر کار او لږې مزدورۍ سربېره کارگران د روغتيا له خطر سره هم مخ دي. نوموړي زياته کړه: «شاقه کار، د شپې شفتونه او هغه کار چې په ځمکتلو کې سرته رسيږي او روغتيا په خطر کې اچوي، داسې کارونه دي چې د قانون له مخې ښځينه پرې نشي گومارل کېدای.»
د روغتيا چارواکي وايي، پر کار باندې د گوتو په شمېر گومارونکي د خپلو کارگرانو په وړاندې دشته خطر کچه ټيټوي.
د هرات ولايت د عامې روغتيا رئيس، محمد آصف کبير وويل، دوړیو پاکول دپوستکي دناروغیو سر بیره د سل د ناروغۍ لامل کېدای شي.
هغه وويل: «هر هغه څوک چې دوړیو پاکولو يا هغې ته په ورته ځای کې کار کوي، له ډېرو روغتيايي خطرونو سره مخا مخ کيږي.»
د کرېمې په نامه يوه کارکوونکې له هغه خطر څخه ښه خبره ده چې د پسونو د وړيو له کار څخه راولاړيږي. خو وايي، تر دې پرته چې خپل کار ته دوام ورکړي، بله چاره نه لري.
کرېمې وويل: «د دغه کار له امله راته د سل ناروغي پيدا شوې ده. د تگ پر مهال او آن همدا اوس، په سم ډول سا نشم ايستلای. خو چاره څه ده؟»
د کار قانون پر کار باندې گومارونکی مکلف بولي له اړتيا سره سم « مناسبې جامې، ځانگړي بوټان، ماسکونه، عينکې، دستکشې او د کار نور محافظتي وسايل» په وړيا ډول چمتو کړي.
د هرات دکرک پاکولو فابریکې رئيس، نظري وويل، محافظتي وسايل يې تر يوې کچې چمتو کړي، خو کارگران يې نه کاروي.
هغه وويل: «سمه ده که وويل شي چې موږ کارگرانو ته دستکشې نه دي ورکړي، ځکه هغوی پرې سم کار نشي کولای. خو د ماسکونو په څېر نور وسايل ورته چمتو شوي. څو ورځې دمخه مو څلور مېرمنې، چې ماسکونه يې نه کارول، له کاره وايستلې.»
د ولايتي شورا غړې، سکينې حسيني دا ادعاگانې رد کړې، ويې ويل، د فابريکې د پلټولو پرمهال د محافطتي تدابيرو هيڅ نښه نښانه تر ستوگو نشوه.
هغې وويل: «کله چې مو د خپلې لېدنې پر مهال له کارگرانو څخه پوښتنې وکړې، له بده مرغه مو وموندل چې دا فابريکې د ماسک او نورو وسايلو د چمتو کولو لپاره آن يوه افغانۍ په بودجه کې نه لري.»
د ښځو د حقونو فعالې طاهري سجادي وويل، حکومت د کاري اسانتياوو په گډون د ښځو په وړاندې خپل مسؤوليتونه سرته نه دي رسولي.
هغې وويل: «د ښځو اقتصادي ناچاري له هغو لاملونو څخه يوه ده چې پر کارگومارونکي ترې ناوړه گټه اخيستلای شي.»
سجادي وويل، دوړیو دپاکولوفابریکه کې د کاري شرايطو د پلټلو پر مهال د بشري حقونو د فعالانو مخه نيول شوې.
هغې وويل: «کله چې موږ د کارگرانو د ليدلو نيت کړی، له هغې څخه دمخه کارگومارونکو خپلو کارکوونکو ته گواښ کړی چې که شکايت يې وکړ، نو له کاره به وايستل شي. له دې امله هغوی نشي کولای خپلې ستونزې موږ ته بيان کړي.»
په هرات کې په سلگونه هغه ښځې چې هره ورځ د قره قل پوستکي پاکوي، د خپلو شرايطو ښه کېدو ته هيله منې نه دي.
شپېته کلنې لعل بي بي وويل، له ناروغۍ سره سره هره ورځ لاس او پښې وهي چې کار وکړي، ځکه نه وخت لري او نه هغومره پيسې لري چې خپله درملنه پرې وکړي.
هغې وويل: «زه د ورځې دوه ډالره گټم. له دې امله نشم کولای ډاکټر ته ورشم.»
لعل بي بي په دوام وويل: «له تېرو پنځو مياشتو راهيسې په سخته سا وباسم، ټوخی هم راسره مرسته نه کوي. له يوې ورځې څخه بلې ته کمزورې کيږم. خدای پوهيږي، ښه نه يم چې کار وکړم.»